11zahidjalali

د ښاغلي زاهد جلالي لنډ ژوند ليك

20.05.2010 07:21

د ښاغلي زاهد جلالي لنډ ژوند ليك

ليکوال: د رومال اداره

زاهد جلالي صیب په كال ۱۹۸۹م د دولسمې مياشتې په دوه ويشتمه نېټه په مكه مكرمه كي زيږيدلی دی .پلار يې دكتور محمد جلال د مكي د ام القری له پوهنتون څخه په اصول فقه كې خپله دكتورا ترلاسه کړي ، په كال ۱۹۹۳م كې زاهدجلالي  د پلار د مړينې نه وروسته دخپلې کورنۍ سره یوځای پاكستان ته را ستون شوی او د جلوزو په كيمپ كې ميشت شوی دی، چي تر دې مهاله يې كورنۍ په پېښور كې اوسي .


پلارنی استوګنځای
یی دافغانستان د پروان ولايت د غوربند ولسوالي د کفشان کلی دی .


جلالي  ۱۹۹۵م کې په لومړي ځل په یوه  وړکتون کې شامل کړای شو او وروسته بیا دالنور په عالي لېسه كې له لمړي ټولګي څخه تر يوولسم پورې زده کړې کړي چي په ۲۰۰۸م كې د جلوزو كيمپ د ورا نيدو له كبله يې دولسم ټولګی د پېښور د ايمل خان بابا په لېسې كې پاي ته ورسوه.


درسمي زده کړو ترڅنګ یې عربي او انګليسي ژبې كورسونه هم ویلي دي اوځنې ديني زده كړې يې هم له كليوالو علماو څخه ترلاسه کړي دي.


د دولسم ټولګي فراغت څخه وروسته په كال ۲۰۰۹م كي د اسلام آباد نړېوال پوهنتون د شریعت ا او قانون ریشتې ته بريالي شواو اوس مهال په همدې پوهنتون كې خپلو زده كړو ته دوام وركوي.


دپوهنتون له شاملیدو دمخه جلالي صیب  دمكتب جريده په مخ بېوله او.

په كال ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م كې د النور دعالي ليسې د فرهنګي كميټې مسوليت ورپغاړه و.


دا مهال د
ويښتابه  بلوګ  چلوونكی دی.اوترڅنګ یې په ډېرو بریښنا پاڼوکې لیکنې خپرې شوې دي
اوپه راتلونکي ژوندکې ورته دلاډېروبریاؤ غوښتونکي یو


رومال اداره

كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248