11zahidjalali

د ډوډۍ خوړلو آداب

21.07.2010 05:37
د ډوډۍ خوړلو آداب

ليکوال: زاهد جلالي
 

ګرانه ماشومه!
د ډوډۍ خوړلو آدابو ته ډيره پاملرنه کوه، ځکه دا ستا د ژوند او راتلونکي آينه ده.
زموږ مبارک دين اسلام د ژوند داسې يو کامل قانون دى چې د انساني ژوند هيڅ برخه هم داسې نشته چې اسلام پکې خپلې لارښوونې ونلري او داسې عالي لارښوونې لري چې موږ ته يو ښه ژوند برابروي او له هرډول خجالتۍ څخه مو وباسي. د اسلام له مهمو لارښوونو څخه يو هم د ډوډۍ خوړلو آداب دي، چي د ډوډۍ خوړلو ځني مهم ټکي په لاندې ډول دي:
١ – مخکې تردي چې ډوډۍ خوړل پيل کړو، بايد لاسونه او مخ پاک و وينځو.
٢ – وروسته له دې چې لاسونه مو پاک و وينځل بيا لومړى بايد (بسم الله) ووايو او له دې وروسته په خوراک يا څښاک شروع وکړو او که بسم الله راڅخه هيره شوه بيا به (بسم الله اوله و آخره) وايو.
٣ – کله چې ډوډۍ راته کيښودل شي، که هرڅه وي بايد ويې وخرو، دا بايد ونه وايو چې نه مې خوښيږي، ځکه د انسان جسم هرډول خوراک ته اړتيا لري، که مو نه شو خوړلاى کبر بايد ونه کړو او ونه وايو چې دا هسې بې خونده دي، که مو زړه ورته وشو وبه يې خورو او کنه نه.
٤ – کله چې ډوډۍ خوړو ته کينو، بايد په ادب او اعتدال کينو، په ملاسته او ولاړه باندې خوراک کول ښه نه دي.
٥ – ډوډۍ بايد په ارامۍ او اعتدال سره وخورو، په ډوډۍ خوړلو کې تيزي او ورو خوړل ښه نه دي.
٦ – د کاسې په منځ کي لاس وهل ښه نه دي او نه هم د نورو له مخې ډوډۍ خوړل، ډوډۍ بايد د خپلې مخې څخه وخرو.
٧ – له خپل مور او پلار څخه يا کوم بل مشر څخه مخکې بايد د هغوي د احترام له پاره په ډوډۍ خوړلو شروع ونه کړو.
٨ – خوراک او څښاک په کيڼ لاس مه کوه، ځکه په کيڼ لاس شيطان خوراک کوي.
٩ – ډيره ډوډۍ مه خوره، ځکه ډير خوراک کول انسان ته ډير مرضونه پيدا کوي.
١٠ – د ډوډۍ خوړلو پر مهال نور مه په تنګوه، مثلا: لوبې مه کوه، ډوډۍ مه تو کوه.
١١ - ځينو ماشومانو کې دا عادت وي چې جدا خوراک کول يې خوښيږي، چې دا کار د سنتو مخالف دى، موږ بايد له نورو سره يوځاي کينو ځکه يوځاى کيناستو کې برکت وي.
١٢ – کله چې دې ډوډۍ خوړل بس کړل بيا دا دعا ووايه: الحمد لله الذي أطعمني هذا ورزقنيه من غير حول مني ولا قوة.
١٣ – هغه څوک چې ډوډۍ يې تياره کړې وي، هم بايد ورته دعا وشي. د ډوډۍ د تياروونکي لپاره دعا دا ده: " اللهم بارك لهم فيما رزقتهم ، وأغفر لهم وأرحمهم ".
١٤ – کله چې مو ډوۍ خوړل بس کړه، بيا به هم لکه څرنګه چې مو د ډوډۍ پيلولو پرمهال لاسونه او خوله وينځلې وه، خوله او لاسونه وينځۍ.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248