11zahidjalali

ښځو په وړاندي ساده خو ستر ګناهونه

12.10.2010 11:39

ښځو په وړاندي ساده خو ستر ګناهونه.

ليکنه: الفوزان

ژباړه: زاهد جلالي

ا- د ميړه له خپلوانو سره يواځيتوب، چي ددي کار خطر له پردي سړي څخه ډير وي. حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايلي: دپرديو ښځومجلس نه مه ور ننوځي. له انصارو څخه يوه پوښتنه وکړه: اي د خداي رسوله د حمو (د ميړه  خپلوان) په اړه څه وايي؟
رسول الله صلي الله عليه وسلم ځواب ورکړ: حمو مرګ دي.
امام ترمذي د حمو په اړه ويلي چي حمو د ميړه وروڼو ته وايي او نبي صلي الله عليه وسلم ځکه د ميړه وروڼو ته له مرګ سره تشبيه ورکړي چي  وښيي چي ميړه له وروڼو سره يواځيتوب مکروه او بد کار دي.
په پورتني حديث کي له حمو څخه مطلب د ميړه له پلار او ځامنو نه پرته نور ټول خپلوان شامل دي.
امام شوکاني په خپل تفسير کي فرمايي: له نورو خپلوانو څخه د ميړه وروڼه ډير خطرناک دي ځکه د مرګ سره تشبيه شوي.
نو له مسلمانو خويندو څخه مو دا هيله ده چي پدي اړوند له تساهل څخه کار وانخلي او نه بايد خپل رواج ته وګوري ځکه دا رواج د اسلام مخالف دي.
ب- ځني ښځي او اوليايي د ښځي سوريدل له موټروانانو سره عادي بولي. چي دا هم حرام دي.
شيخ محمد ابراهيم آل شيخ د سعودي لوي عالم پدي اړوند وايي: په موټر کي د ښځو سپريدل له نامحرمو سره پداسي حال کي چي له ښځي سره محرم نه وي حرام دي. او داسي کارونه ډيري ناوړه لاسته راوړني لري چي ور څخه سترګي نشو پټولاي.
داسي کارونه هيڅ کله با حيا  ښځي نه کوي او کوم ولي چي خپلي ښځي ته داسي کارونو کي اجازه ورکوي نامرد او بي غيرته سړي وي. ځکه حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايلي: کله چي يوه ښځه او يو نر سره يوځي شي دريم پکي شيطان دي.
پداسي حال کي چي موټروان سره پردي ښځه موټر کي ناسته وي هغه چي يي چيرته وغواړي بوولاي يي شي. ځکه دا کار هم فاسد او ناروا دي.
کوم څوک چي له ښځي سره چيرته ځي بايد لوي وي ځکه دماشوم وجود پداسي ځايونو کي دکوم مشکل مخه نشي نيولى .
امام نووي وايي: د پردي ښځي او نر ترمنځ ماشوم دريم نشي کيدي ځکه له ماشوم څخه حيا نه کيږي او د ماشوم موجوديت هلته کوم مزاحمت نشي کولاى.
ج- يوله هغو کارونو څخه چي ښځي او اوليايي پکي له تساهل څخه کار اخلي ډاکټر ته د ښځي يواځي تلل دي پداسي حال کي چي داسي کارونه هم لوي لوي خطرونه لري او ددي کار عادي ګڼل په هيڅ وجه جايز ندي.
شيخ ابراهيم پدي اړوند وايي: که کورکي سړي نه وي او ښځه ناروغه شي نو ښځه کولي شي له بلي ښځي سره ډاکټر ته ولاړه شي او که بله ښځه هم نه وه نو نرسه خو بايد حتما د علاج په مهال ورسره وي. ترڅو له خلوت څخه چي شرعا ناجايز دي ځان وژغورل شي.
همدارنګه د ړانده او يا جوړ استاذ سره د درس او تدريس لپاره يواځيتوب ښه ندي او يا په تياره کي د ښځي خدمتګاري خدمت دا ټول د هغه پوچ تمدن اغيزي دي چي مونږ يي عادي ګڼو. چي پدي ډله کي په کورکي د خادمي سره هم يواځيتوب ښه ندي اويا د نر خادم سره د ښځي يواځيتوب هم ناجايز دي.
دا يوه لويه ستونزه ده ځکه د ډيري خلکو ښځي خپلو کارونو ته ځي اوپه کورکي يي خدمتګاري کار کوي چي پدي اړه بايد له ډير احتياط څخه کار واخستل شي.

عبدالصمد عابد 27.10.2010 06:06

asalam khudai di khair darkry dere moheme mauzo ta di zamung fikar KAR . dera mohima mauzo pa di da che pa har kor k da mUSHKIL shta kho da cha warta fekar nadi dera manana allah di ajer darkry ao mung tolo musulmANANO WRONO AO KHUAINDO TA DI PRY DA AMAL TAUFEEQ RAKRY. JAZA KA ALLAHO KHAIRAN

شهاب 13.10.2010 07:39

گرانه وروره په نبوی تحفه موونازوم
ډیری ښی موضوع ته مو اشاره کړیده
یوزیات شمیر خلک د دارنگه کارونو په مقابل کی بی پرواوی اوعادی یی گڼی چه ناوړه پایلی یی ټولو ته څرگندی دی ولی داسلام په مبارک دین کی هر څه روښانه دی الله ج دی موږته ددی توفیق راکړی چه په اسلام ځان پوه اونوروته یی دعوت ورکړو

و السلام
شهاب

روښانه ژوند 13.10.2010 07:12

ج- يوله هغو کارونو څخه چي ښځي او اوليايي پکي له تساهل څخه کار اخلي ډاکټر ته د ښځي يواځي تلل دي پداسي حال کي چي داسي کارونه هم لوي لوي خطرونه لري او ددي کار عادي ګڼل په هيڅ وجه جايز ندي.
د ښځو د تحصیل مخه ونیسی چی سبا ستاسو نا جوړه ښځی د پردی ډاکټر سره د تعامل ګواښ درته پیدا شی. ځکه دا تاسو خو د ښځو د سواد حرمت بیانوی. د مکتبونو په سوزولو هیڅ غوږ نه ښوروی!
دا څه ډول منطق دی؟؟
روښانه ژوند

وروره دلته خو داسې څه نه دي ليکل شوي چې د ښځو د تحصيل سره پکې مخالفت شوی وي. که تاسو يې پکې وینئ راته يې په ګوته کړئ، کوم پرګراف چې تاسو راکاپي کړی دې کې خو يې دا ليکلي چې ښځې يواځې ډاکټر ته مه لېږئ اوبس.

داورې 13.10.2010 06:24

سلامونه او نېکې هيلي:
الله پاک دې برکت درکړې ډېر ښايسته مطلب دې .کامل مؤمنان باېد همداسي وي.
ستاسو دنورو شاېسته مطالبو په هيله.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248