11zahidjalali

خوشالي-صفي الله علمي

13.10.2010 13:05

خوشالي


صفي الله علمي


خوشالي په بيه نه اخستل کيږي، ضرور نده چې مالداران دې خوشاله وي...
هو..
خوشالي د تجارتي منډيي يو جنس ندی چې هر بډای به يې واخلي..
خوشالي په پسرلي، سرو ګلونو او د بلبلو په چغار کې نشته..
خوشالي د زړونو په اطمينان کې ده.
هو..
د غريب جېب که څه هم خالي وي، خو چې زړه يې مطمين وي، ددنيا خوشالترين انسان دی.
ماشومان زموږ له نظره ناپوهه دي، خو د ځان د خوشالولو په ټولو چلونو ډېرښه پوهيږي.
درځئ...! ځانونه ماشومان کړئ او خوشاله اوسئ..!

صفي الله علمي
نړېوال اسلامي پوهنتون، د تجارت او ادارې پوهنځی

نجیب الله جاهد 12.12.2010 08:23

ډیره ښه ! عملي صیب الله جلت عظمته مو په علمي ډګر کې لاد غښتلتیا او قوت څښتن کړه

بهیر ستانکزی 14.10.2010 14:33

سلامونه<br />صفی الله جانه په استعداد دونو مو برکت شه کوشش کوه انشالله تا نه به له خیره د پښتو ویکتور هوګو جوړیږي لیکل کوه ستاسو ادبي ټوټې تر اوسه په اورڼي کې دي انشاالله دا به آینده کې وغوړیږي ښکلې لیکنه <br />بهیر ستانکزی

شفیع الله احمدزی 14.10.2010 11:08

ډیر ه ښه لیکنه دی کړی ده،<br />الله دی نورهم وځلوه چی نوری لا ښی لیکنی وکړی .<br />شف

مومن خان 14.10.2010 09:37

الله دی استعداد در په برخه کړې چې خپلو لیکنو ته لګ طول ورکړی. نیکی هیلی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248