11zahidjalali

له لکهنو او ديوبند څخه کتنه(د علامه قرضاوي خاطرې)

08.02.2011 08:46

له لکهنو او ديوبند څخه کتنه(د علامه قرضاوي خاطرې)

ليکوال: علامه يوسف القرضاوي

ژباړن: زاهد جلالي

په کال ١٩٨٠ز کې د هند د ليدو لپاره له دوو لورو  وغوښتل شوم:

لمړى د علامه شيخ ابي الحسن علي الحسني الندوي له لورې چې د هند د ندوة العلماء رئيس دى بلل شوى وم، ترڅو دار العلوم او د دې پوهنځي او نور فعاليتونه له نيږدې څخه ووينم. د دې لپاره يې د قطر شيخ ته ليک واستاوه، هغه هم موافقه وښوده.

دوهم د دهند د تاريخي پوهنتون او د هند ازهر (ديوبند) چې په اسلامي نړۍ کې ډېره مشهوره ده ، دا هغه پوهنتون دى چې ورڅخه د هند د نيمې قارې ډېر لوى لوى علماء او مشايخ فارغ شوي، بلل شوى وم. ديوبند يو داسې پوهنتون دى چې په دې کې د پاکستان، افغانستان، بنګله ديش او داسې نورو ډېرو هېوادونو چې مسلمانان پکې اقليت دي راځي او درس وايي. ديوبند ته د ديوبند د کليزې د لمانځلو لپاره بلل شوى وم، په دې وخت کې زما ترڅنګ نور په سلګونو علماء له اسلامي او عربي نړۍ څخه بلل شوي ول.

د دې ليک هم د قطر شيخ ته ورسېده، هغه هم له دې سره په موافقه کې زنډ ونکړ.

زه هرکله هڅه کوم چې په يوه وخت کې څو سفره سره يوځاى او رالنډ کړم، دلته مې هم دا کار وکړ. د ندوة العلماء وروڼو سره مې اړيکه ونيوه ترڅو دې سفر ته هم د ديوبند له حفل سره ربط ورکړي، يا يې رامخکې کړي او يا يې لږ وځنډوي، دوي دا مناسبه وليده چې رالنډ شي.

ماهم په چالاکۍ سره نوى دلهي ته د سفر لپاره تيارى نيوه، چې بيا له هغه ځايه لکهنو ته ولاړ شم، مګر په هوايي ډګر کې له يوه داسې مشکل سره مخ شوم چې ما يې فکر هم نه کاوه، هغه دا وه چې: زما څخه د ډېرو مصروفيتونو له امله د هند ويزه هېره شوې وه. د دې علت دا و چې زما قطري ويزه ډېرو هېوادو ته بې له دې څخه چې ويزه پرې ووهم د ننوتو اجازه شته، هند ته مې هم دا فکر کاوه. انګلستان ته ننوتل بې له ويزې و، ځکه چې هغوى به قطر ته بې له ويزې راتلل. زما سره کوم سکرتر هم  نه و چې ما دې ټکي ته متوجه کړي، نو کله چې هوايي ډګر ته ننوتلم، راڅخه يې د ويزې په اړه وپوښتل، زه حيران شوم، څه ووايم، څه وکړم. له يوه لوى مشکل سره مخ شوم نو په دې وخت کې مې الله ته د ذى النون عليه السلام دعا چې د ماهي په خېټه کې کړې وه وکړه: {لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ} [الانبياء:87].

کله چې هغوى زما حيرانتيا وليده، پرما يې زړه وخوږېده، زما پاسپورت خاص پاسپورت و، کله چې دوى زما پاسپورت ته وکتل، خپل منځ کې يې يو او بل ته وکتل او ويې غوښتل چې زما کار روان کړي او په هوايي ډګر کې ويزه راکړي. دوي وويل چې (مني) درسره نشته؟ ماسره په هغه وخت کې يو څو ډالره ول، هغه مې ورکړل، زه فکر کوم چې په داسې حالات کې د پيسو ورکول شرعا منع نه دي، ځکه چې دا ضرورت او حاجت دى، الله تعالى فرمايي: {فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلا عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ} [البقرة:173].

کله چې له ميدان څخه ووتم، د آرامۍ احساس مې وکړ او له خداي ته مې شکر وويست چې له دې مشکل څخه يې خلاص کړم، د مشکلاتو د آسانۍ لپاره مې د موسى عليه السلام دعا دېره خوښيږي: {رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي * وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي} [طـه:25،26 زما په خوله کې دغه دعا: رب يسر وأعن راځي او وايم يې، همدا وه چې زما لوى مشکل په ډېره آسانۍ حل شو.

لکهنو ته:

کله چې نيودلهي ته ورسېدم، له دې وروسته زه لکهنو ته روانېدم، ګورم چې په هوايي ډګر کې د ندوې ځنې وروڼو زما انتظار کاوه، ترڅو ما له ځان سره لکهنو ته ورسوي، ندوة العلماء په شمالي ايالت لکهنو کې پرته ده.

هوايي ډګر ته د ندوې ډېر وروڼه راغلي و، ټول زما استقبال ته ولاړ ول او د دوى د دود سره سم ورسره ګلونه ول چې زما په غاړه کې يې اچول، له دوى سره يوځاى مخکې له دې چې ندوة العلماء ته ولاړ شو، هغه هوټل ته ولاړم کوم کې چې زما د اوسېدو خبر ورسره شوې وه،

په دار العلوم کې مې له ډېرو لويو علماءو سره وکتل، دا داسې علما ول چې له نورو سره يې ډېر توپير لاره، ځکه چې دوى علم او عمل سره يوځاى کړي ول، دوى ته دا قوي ايمان له خپلو پلرونو او مشرانو څخه چې د دې ندوې مشران او موسسين دي پاتې دى، د دې موسسې له مشرانو څخه شېخ شلبي النعماني، سيد سليمان الندوي، سيد عبدالحي الحسني او د هند د نن ورځې علامه سيد ابي الحسن علي حسني اندوي دى چې دا ټول ځلانده ستوري دي، دوي ايماني منارې دي، دوى علم زده کوي خپل سرونه ترېنه ډکوي او ايمان زده کوي بيا خپل نفسونه پرې تزکيه کوي، همدا وه چې ما د ندوې شاګردان کتل د ريښتينې مومن نښې پکې له لرې نه ښکارېدې، دا هغه کسان دي چې علم زده کوي او بيا پرې عمل کوي، کله چې عمل کوي عمل يې له اخلاص نه ډک وي او کله چې اخلاص په کارونو کې منځ ته راولي بيا يې عملونه قبليږي هم، انشاء الله.

په ندوة العلماء کې تقريبا لس ورځې پاتې شوم، د مختلفو اسلامي علومو په اړه مې مختلفې محاضرې ورکړې، ما په حديث، تفسير، عقيده، فقه، اصول القفه، اسلامي فکر او دعوت کې او په اسلامي تصوف کې محاضرې ورکړې، د دې ترڅنګ مې د جمعې خطبې هم ورکړې، همدارنګه په ښار کې مې ځنې نورې اسلامي موسسې هم وليدې او د ندوې نورې برخې او فعاليتونه مې هم له نيږدې څخه وکتې.

ښه مې په ياد دي چې د مسلمان په ژوند کې مې د رباني جانب په اړه محاضره ورکړه، ما په محاضره کې د قرآن آيتونه، آحاديث، د سلفو خبرې، د صوفيانو له ويناو څخه وويل، د ندوې شاګردان ډېر د تاثير لاندې راغلل، دوى ويلې چې موږ له تا نه هغه څه زده کړل چې مخکې پرې نه پوهېدو، موږ فکر کاوه چې ته يواځې د خولې خبرې کوې خو اوس پوه شوو چې ستا خبرې له زړه څخه وتلې او په زړه کېناستې (من القلب الى القلب).

په دې وخت کې شيخ ابو الحسن په هند کې نه و، له دې وروسته ما په لکهنو کې خپل ټاکل شوى وخت وټاکه، د ندوې له وروڼو څخه مې خداى پاماني واخسته او د نيودلهي په لور د دې لپاره روان شوم چې له هغه ځايه ديوبند ته ولاړ شم. په نيودلهي کې مې ورور ابو الحسن ندوي وليد، په مينه مو سره غاړه ورکړه، ده راته وويلې چې ماته وروڼو وويلې چې تا پر زړونو تاثير کړى و او په عقلونو دې سحر کړى و، ما ورته وويلې چې ما وروسته له الله څخه له ستا نه دا قوت احستى دى.

په لکهنو کې به طالبان زما شاوخوا ته نيږدې کېناست او د مختلفو موضوعاتو په اړه به يې پوښتنه کوله، ځنو به د قرآن د تفسير په هکله پوښتنه کوله، ځنو به دفقهې او اصول الفقهې په اړه پوښتنه کوله، ځنې به د حديث په علومو کې پوښتنه کوله، ځنو به د عقيدې او سلفو په اړه پوښتنه کوله، ځنو به د اسلامي فلسفې په اړه پوښتنه کوله، ځنو د تربيې په اړه پوښتنه کوله، ځنو به د عربي په ادب(نحو او صرف) کې پوښتنه کوله، چې د الله په فضل دوى به زما له لورې ځواب مونده، همدا علت و چې ماته ځنو استاذانو د دائرة المعارف (ويکيپېډيا) لقب راکړ. الله ته شکر کوم چې دا پوهه يې ماته راکړې.

د ديوبند د کلنۍ غونډې په لور:

له نيودلهي څخه د ديوبند پر لور په يوه موټر کې د ځنو علماو سره راسپاره شوو، ترڅو د ديوبند کلنى غونډې ته ځان ورورسوو، ديوبند يو له مشهورو او زړو اسلامي پوهنتونو څخه دى، چې له دې پوهنتون څخه په زرګونو علماء د هند له نيمې قارې څخه فارغان شوي، د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش او داسې نورو هېوادونو اکثره علماء له دې پوهنتون څخه فارغان شوي دي.

د هند دا پوهنتون د مصر د ازهر له پوهنتون سره تشبېه کېدى شي، په دا پوهنتون په عقيده کې د اشاعره و په مذهب ول، په فقه کې د امام ابو حنيفه په مذهب ول، دلته سني صوفيت هم شته چې له شرکياتو او بدعاتو څخه لرې ده، لکه څرنګه چې ما په هند کې وليدل.

دې پوهنتون ته ځکه ديوبند وايي چې دغه ځاى چې دا پوهنتون پکې و د ديوبند په نامه يادېده او له نيودلهي څخه يوسل او پنځوس کيلو متره لرې پروت و. دا پوهنتون له ١٥٠ يوسل او پنځوسو کالو څخه مخکې جوړ شوى و. د دې پوهنتون مشران وايي چې موږ د دې لپاره د دې پوهنتون کلنۍ غونده کوو او دا ورځ لمانځو چې خلک دې پوهنتون ته راجلب کړو او دا کلنې غونډه له پنځلسو کالو څخه راپدېخوا کوو، د دې لپاره موږ د دې پوهنتون زاړه فارغان هرکال رادعوت کوو او له دې سره د ټولې نړۍ علماء دې پروګرام ته دعوت کوو.

ما په خپلو سترګو ډېر کسان وليدل چې له نيودلهي څخه د ديوبند په لور راروان ول، ځنې خلک په بسونو کې سپاره ول، ځنې په وړو ټيکسي موټرو کې سپاره ول، څوک چې به په کرايي موټرو کې سپاره ول هغوى به موټر ډک کړى و، څوک چې ديوبند ته نيږدې ول په پښو به روان ول او اوږده قطارونه يې جوړ کړي ول، ځنې به په باسکلو سپاره ول.

ټولې لارې په خلکو ډکې وې او سخت بېروبار و، خو خبره دا ده چې څنګه دا وړوکې ځاى کې چې د زرعتي ځمکو په منځ کې واقع ده، دومره خلک پکې ځائيدل؟

د پوهنتون مسؤلينو د دې پروګرام لپاره ښه وخت انتخاب کړى و، په دې وخت کې خلکو له خپلو ځمکو څخه حاصلات ټول کړي ول او د ځمکو له صاحبانو څخه يې اجازه غوښتې وه چې دوى ته اجازه ورکړي چې خلکو ته خيمې ولګوي او دلته يې ځاى پرځاى کړي، دوى ډېرې لويې خيمه لګولې وه چې نيم مليون او له دې هم ډېر کسان پکې ځاييدل، ډېرو له ځان سره خيمې راوړې او په مخصوص ځاى کې به يې نسبولې، ډېر کسان بې له خيمې هم پاتې شول او بې له خېمې به همالته پاتې کېدل او ويده کېدل به.

له حج څخه وروسته مې د سر په سترګو لويه غونډه وليده، په هغه وخت کې حج کې دوه مليونه کسان راغلي ول، مخکې له دې غونډې څخه مې يوه بله لويه غونډه هم ليدلې وه چې په هغې کې له دې غونډې څخه ډېر کسان راغلي ول، هغه د امام مودودي جنازه وه چې په لاهور کې وشوه او د لمونځ کوونکو تعداد تقريبا مليون کسان ول. دا هم لويه غونډه وه، چې له عربو او عجمو، شرق او غرب، له افريقا او امريکا او استراليا څخه،  او د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه خلک راغلي ول.

دا لوى کانفرانس د هند د لومړۍ وزيرې انديرا ګاندي له لورې افتتاح شو  او هغې پکې ښې احساساتي خبرې وکړې او له اسلام څخه يې داسې څه وويل چې مناسب ول.

له دېنه ورسته د ديوبند رئيس ښاغلى علامه شيخ طيب القاسمي رحمه الله خبرې وکړې.

بيا لوى داعي شيخ ابو الحسن الندوي خبرې وکړې او داسې نورو خبرې او تقريرونه وکړل.

زه همدارنګه وغږېدم، ما په هند کې د مسلمانانو د مسؤليتونو په هکله وغږېدم، ما وويلې چې مسلمانان په هند کې د هندوانو په نسبت اقليت دي، خو دا اقليت په ټوله نړۍ کې دوهمه لويه غونډه کوي.

دلته مسلمانان اقليت دي خو متاسفانه د نړۍ د اقليتونو مخالف کار کوي، دوي دلته سره متحد نه دي.

ولې موږ په خپل منځ کې مخالف يو؟

ديوبندى اوسه، ندوي اوسه، اصلاحى اوسه، اهل حديث کې شه، له اسلامي جماعت نه شه، برېلوى شه، سلفى او يا صوفي اوسه، مذهبي او يا غېر مذهبي اوسه. مسلمان خو يې. آيا په يوه مسجد کې په يوه امام پسې لمونځ نه کوو؟ آيا په يوه ځاى کې حج او عمره نه کوو؟ آيا يوې قبلې ته په لمانځه کې مخه نه کوو؟ آيا يو قرآن نه لولو؟ آيا په يوه نبي پسې اطاعت نه کوو؟ آيا ټول د شهادت کلمه لا اله الا الله محمد الرسول الله نه وايو؟!

چې داسې ده نو ولې موږ په احزابو او فرقو وېشل شوي يو؟ په داسې حال کې چې زموږ کتاب موږ ته لارښوونه کوي: {وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا} [آل عمران:103]، {وَلا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ} [لأنفال:46].

زموږ د نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: "لا تختلفوا فإن من كان قبلكم اختلفوا فهلكوا"(١)،"لا ترجعوا بعدي كفارا، يضرب بعضكم رقاب بعض"(٢)،"يد الله مع الجماعة"،(٣) "المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا"(٤).

ما داسې او دېته ورته نورې خبرې وکړې او هغوى ته مې د يووالي لپاره نصيحت وکړ، هغوى وويلې چې رښتيا دې وويلې موږ همدې اختلافاتو سره لرې کړي يو.


[1][1] -  رواه البخاري ( 2410) عن ابن مسعود. 

[2][2] -  متفق عليه: رواه البخاري (121)، ومسلم (65) عن جرير بن عبد الله البجلي.

[3][3] -  رواه الطبراني في الكبير (12/447) عن ابن عمر.

[4][4] -  متفق عليه: رواه البخاري (2446)، ومسلم (2585) عن أبي موسى.

 


 

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248