11zahidjalali

امام حسن البنا

08.03.2011 08:12

امام حسن البنا

 

hasan al bana

 

ليکوال: زاهد جلالي

امام شهيد حسن البنا د اسلامي ويښتابه ځلانده ستورى وو چې په خپلو ځلاندو هڅو يې ټوله اسلامي نړ‌ۍ وځلوله. دا ستر امام او د اخوان المسلمين مؤسس د شلمې پېړۍ لپاره يو الهي پېزوينه وه. د هغه په ماشومتوب او ځوانۍ کې لوى لوى درسونه پراته دي، دى په څو کلونو کې داسې ژمنو او مخلصو ملګرو لرونکى شو  چې روزنه بې له الهي مرستې پرته ممکنه نه وه.

په هر فکر کې اخلاص تر هرڅه ډېر مهم وي، چې د امام البنا شهيد فکر له دې اړخه هېڅ کمى نه لاره، حتى تردې چې هغه او د هغه همفکران داسې روزل شوي ول چې خپل ځانونه له دې فکر نه ځار کړل. نه يواځې اخلاص مګر د هغه د اسلامي فکر له هر اړخه پوره و. هغه له يوې لورې په خپل دعوت کې سلفيان، صوفيان، ازهريان، عصريان او د ټولنې هرې طبقې ته ځاى ورکړى و. له بلې خوا، د هغه حرکت يواځې دعوتي حرکت نه و، هلته ملتپانې او له وطن سره مينې هم ځاى لاره، هغه له دعوت سره سره خپل تحريک ته د جهاد او استشهاد روح هم وربښلى و.

د امام شهيد حسن البنا په اړه د هغه نږدې کسان او د هغه دوستان وايي چې ډېره ښه حافظه يې وه، هرڅه يې ښه زده کول، پرځان يې له حده ډېر عتماد لاره چې دا د بريا يو مهم شرط دى. عجيب ايمان يې درلوده، همېشه يې هڅه کوله چې له خپلو ملګرو سره يې ټينګه اړيکه وي، په ورځ کې څلور ساعته ويده کېده، هر هغه څه چې يې مخې ته کېښودل خوړل يې، خپلې څېرې او ځان ساتلو ته يې ډېره پاملرنه کوله.  په ساده الفاظو کې يې يوه موضوع تشريح کوله او د هغه د بيان جادګرې ‌‌‌‌طريقې پر هر چا اغېزه کوله. په اخلاقو کې قدوه و، د حق په ويلو کې ډېر زړه ور و. هغه اسلام په خپلو اخلاقو او عقايدو کې ښکاره کاوه،  همدا لامل و چې په ډېره لنډه موده کې يې ډېر مخلص کسان ځان ته راجلب کړل او د مليونونو کسانو لارښود شو. هغه شهيد به هره سې شنبه خپلو همفکرانو ته په منظم ډول وينا کوله. او په خپل فکر به يې ښه پوهول. داسې نور صفات چې د يو مشر لپاره يې لرل ضرور دي په امام حسن لبنا کې ول.

ژوند او زده کړې:

حسن البناء په کال ١٩٠٦ز کې چې له ١٣٢٤هجري کال سره سمون خوري د شعبان په مياشت کې د مصر د البحيره په ولايت د محمودية په ښار کې په يوې دينداره کورنۍ کې له عالم پلار او زاهدې مور څخه وزېږېده. پلار يې شېخ احمد عبدالرحمن البناء د خپل کلي له مشهورو علماوو څخه و، هغه د حديثو په اړه ډېر ګټور کتابونه ليکلي و، چې مشهور يې الفتح الرباني لترتيب مسند الامام احمد دى.

څرنګه چې د شهيد امام حسن لبنا رحمه الله پلار لوى ديني عالم و، د ده د علم تاثيرات په امام حسن البناء کې هم ول. د هغه ماشومتوب هم علمي ماشومتوب و. هغه په داسې حال کې چې ماشوم و، ډېر قرآني ايتونه يې له تفسير سره زده کړي ول او ډېر احاديث يې حفظ کړي ول.  د مکتب په وخت کې يې د غربي کاليو پرځاى خپل اسلامي کالي اغوستل، چې د دې لپاره څو څو وارې د مکتب د مدير او نورو استاذانو او ملګرو له لورې پرې ټوکې او استهزاء هم شوې وې. خو هغه کله هم د داسې بېځايه خنداګانو تر تاثير لاندې نه و راغلى او په خپلو اسلامي کاليو نه شرمېده. د يو ماشوم لپاره دومره احساس او فکر لرل د تعجب ځاى دى او بيا په تېره د مصر په څېر ټولنه کې چې د استعمار فکري اړخ پکې ډېر مخکې تللى و او هرچا به په دې ړانده تقليد کې له يوه او بل سره سيالي کوله.

امام حسن البنا وايي چې ما به د ماسپښين او مازيګر د لمانځه لپاره په مکتب کې اذان کاوه، کله چې به د آذان پرمهال درسي ساعت و، ځينو استاذانو راته د آذان اجازه راکوله، خو ځينو به بيا ويلې چې د اصولو مطابق کار به کوې، اوس د درس وخت دى درس وايه، ما به بيا له داسې استاذ سره بحث کاوه او ورته مې ويلې چې (لاطاعة لموخلوق في معصية الخالق) تر هغې مو سره بحث کاوه چې قناعت ته به ورسېدو، دا هرڅه مو په ادب سره کول، په داسې لهجه نه چې استاذان راڅخه ناراض شي.

شهيد حسن البنا د خپلو خاطراتو په کتاب (مذکرات الدعوة و الداعية) کې ليکي:

يوځل زه د نيل ترڅنګ تېرېدم، هغه مهال زه د مکتب زده کوونکى وم، ګورم چې د يوې کښتۍ څښتن د خپلې کښتۍ په مخه کې يو لوڅ او غير اخلاقي بوت لګولى دى، دا يو داسې ځاى و چې دلته به ښځې او نجونې هم تېرېدې او اوبه به يې څښلې. زه د کښتۍ څښتن ته ورغلم او ورته مې وويلې چې دا بوت دې له خپلې کښتۍ څخه لرې کړه، هغه ونه منله، زه هم د دې ځاى ضابط ته ورغلم او ورته مې کيسه وکړه، دى هم راسره روان شو او د کښتۍ څښتن ته يې څه سپکې سپورې هم وويلې او هغه بوت يې پرې لرې کړ، ضابط په دې اکتفا ونه کړه او زموږ مکتب ته لاړ او د طابور مسؤول ته يې دا خبره وکړه، چې د طابور مسؤول دا خبره سبا ورځ د ټولو زده کوونکيو په وړاندې وکړه او زما دا کار يې وستايه.

حسن البنا شهيد د ماشومتوب او ځوانۍ پرمهال ډېر متقي انسان و، دى خپله وايي چې موږ صوفيت ته مايل و. (دا خو واضحه ده چې په صوفيت کې زهد يو مهم اصل دى). سره له دې چې امام حسن البنا يو متقي انسان و، خپلو درسونو کې هم ډېر مخکې و، هغه به هرکله اول نمبر راته، هرڅه به يې ښه زده کول، هغه به ويلې چې مسلمان بايد په پوهه کې ډېر مخکې وي. د هغه زهد هغه له نورو ژوندنيو چارو څخه نه منع کاوه، هغه به په ملي چارو کې هم برخه اخسته، مثلا، د ١٩١٩ز کال په انقلاب کې امام البنا برخه واخسته په داسې حال کې چې عمر يې له ديارلسو کالو څخه ډېر نه و.

په ماشومتوب کې امام حسن البنا د وطنپالنې په اړه وايي: سره له دې چې زه په تصوف او عبادت کې بوخت وم، ما دا فکر کاوه چې وطن ته خدمت يو داسې فرض دى چې خلاصون ترې نشته، په هغه ورځ چې محمد فريد مړ شوى و، ښه مې په ياد دي چې استاذ ټولګي ته راغى او د هغه د وطنپالنې او په دې لاره کې يې د هغه د جهاد کيسې وکړې، زموږ ټول ټولګيوال په ژړا شول، ما په هغه وخت کې د فريد په اړه يو شعر هم وليکه چې يوه څنډه يې داسې ده:

أفَرِيدُ نَمْ بِالأمْنِ وَالإِيمَانِ

أفَرِيدُ لاَ تَجْزَعْ عَلَى الأوْطَانِ

امام شهيد حس البنا له څوارلس کلنۍ نه مخکې قران کريم حفظ کړ. شهيد امام د مکتب په موده کې د خپلو ټولګيوالو په منځ کې يو دروند او باشخصيته هلک و، نورو هلکانو ته د ټولګي د مشر په څېر ښکارېده، هغه په وړوکوالي کې هم يو منظم اسلامي کار پېل کړى، امام حسن البناء خپل ملګري راټول کړي و او يوه وړوکې ټولنه د جمعية الاخلاق الادبية په نامه جوړه کړې وه چې د خپلو ملګرو له لورې دى د دې جمعيت مشر ټاکل شوى و.

د جمعية الاخلاق الادبية ټولنه يواځې تر مکتب پورې منحصره وه، شهيد امام وغوښتل يوه داسې ټولنه جوړه کړي چې په هغې کې له مکتب څخه د باندې نور خلک هم برخه واخستلى شي او د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړي. همدا وه چې يوه بله ټولنه يې د جمعية منع المحرمات په نامه جوړه کړه، لکه څرنګه چې يې له نوم څخه ښکاري،  په دې جمعيت کې به دوى د ټولنې د اصلاح لپاره کار کاوه، دوى به په خپل اصلاحي کار کې له هرې وسيلې استفاده کوله، په داسې حال کې چې دوى ماشومان ول او چا هم دا باور نه کاوه چې دا کار به دا ماشومان کوي. دوى به د حرام کار د بندولو لپاره خلکو ته ليک ورلېږه او هغوى به يې د حرام کار څخه د ژغورلو لپاره هڅول. که چا به عبادت په غلطې طريقې سره سرته رساوه هغوى ته به يې ويلې چې دا يې سمه طريقه ده، دوى به هره خبره د آيتونو او احاديثو په رڼا کې کوله، نو کله چې به خلکو د دوي دا ليک وليده، په منلو کې به يې ځنډ نه کاوه، ځکه چې د هغوى هره خبره مستنده وه.

کله چې امام حسن البنا د مدنهور دار المعلمين کې داخل شو، هلته يې خپل فعاليت لا پراخ کړ او يوه لويه ټولنه يې د جمعية الحصافية الخيرية په نامه جوړه کړه، څرنګه چې دوى هم مشران ول او د مکتب په نسبت يې ډېر څه کولى شواى، نو په دې جمعيت کې دوى په دوو طريقو خپلې ټولنې ته خدمت کاوه:

لمړى: د ښو اسلامي اخلاقو خپرول او د منکراتو څخه د خلکو منع کول.

دوهم: له هغو تبشيريانو سره چې په مصر کې يې د ډاکټرانو او استاذانو په جامه کې د مسيحيت د خپراوي لپاره هڅې کولې، مقاومت کول.

کله چې شهيد امام دار المعلمين پاى ته ورساوه، د مصر پلازمېنې قاهرې ته په کال ۱۹۲۳ز کې د لوړو زده کړو لپاره ولاړ او هلته يې په دار العلوم العليا کې داخله واخسته، څرنګه چې امام شهيد حسن البنا له ماشومتوبه د اسلامي دعوت لپاره حرکتونه جوړول او اسلام ته يې خدمت کاوه، په قاهره کې هم دى غلى کېنناست او په جمعية مکارم الاخلاق الاسلامية کې يې چې په قاهره کې لوى اسلامي جمعيت و برخه واخسته. دلته يوه ټکي ته درنو لوستونکو پام غواړم، هغه دا چې امام حسن البنا خپله مشري نه غوښته، د هغه يواځنى هدف اسلام ته کار کول و، ځکه خو هغه ځانته جمعيت جوړ نه کړ او د هغه وخت په جمعية مکارم الاخلاق الاسلامية کې يې برخه واخسته. امام حسن البنا به هېڅ کله هم په مساجدو کې د علماو تقريرونو کې غېر حاضري نه کوله او هرې محاضرې ته به يې ځان رساوه.

له هغو علماو څخه چې امام حسن البنا علم او فکر حاصل کړى و، د وخت مشهور علما ول چې له هغو څخه د امام حسن البنا پلار مرحوم شيخ أحمد البنا، شيخ محمد زهران، شيخ أبوشوشه، شيخ عبد الوهاب الحصافي، شيخ موسى أبوقمر، شيخ أحمد بدير، شيخ محمد عبدالمطلب او داسې نور د وخت لوى علما.

امام حسن البنا شهيد ته د اخوان المسلمين فکر په دار العلوم کې ورغى، کله چې شهيد امام په کال ١٩٢٧ز کې دار العلوم په لمړۍ درجه پاى ته ورساوه، په دغه وخت کې هغه د اخوان المسلمين په څېر د يو حرکت د تاسيس اړتيا احساس کړه. هغه په يوه ليکنه کې چې سرليک يې: “ماهي آمالك في الحياة بعد أن تتخرج” و، ليکلي وو چې وروسته له دې چې دار المعلمين پاى ته ورسوم دوه لويې هيلې لرم يوه يې خاصه هيله ده او بله يې عامه:

لمړى خاصه هيله: څومره چې مې له لاسه کيږي د خپلې کورنۍ او خپلوانو د خوښولو لپاره هڅې وکړم.

دوهمه عامه هيله: په ورځ کې د ماشومانو لارښوونه او روزل او په شپه کې د پلارانو روزل، ترڅو د دوى ژوند کې خوښي رامنځ ته کړم، چې په دې هيله کې زه له دوو لارو نه استفاده کوم، يو د تقرير او خبرو اترو له لارې او له بلې خوا د کتاب ليکلو او سياحت له لارې.

امام حسن البنا چې څه ليکلي و، هغه يې وکړل، د مسلمانانو د بچيانو د روزلو لپاره يې په کال ١٩٢٣ز کې په اسماعيليه کې استاذي شروع کړه او د دې ترڅنګ يې په ځينو دوکانو او قهوه خوريانو کې خلکو ته خبرې کولې، هغه ځکه په مساجدو کې خلکو ته دعوت نه کاوه چې هغه مهال مساجد د مذهبي اختلافاتو مراکز جوړ شوي ول او په بازارونو کې يې ځکه دعوت کاوه چې خلک به هلته ډېر ول. شهديد امام له دې سره سره په نورو کليو او ښارونو کې د دعوت لپاره ګرځېده او دغو اصولو د هغه په دعوت کې مهمه اغېزه لرله، چې مفصل به د لوستونکو مخې ته وړاندې شي.

کورنۍ او کورنى ژوند:

امام شهيد حسن لبنا د احمد عبدالرحمن الساعاتي ځوى و. څرنګه چې مو مخکې يادونه وکړه د امام حسن البنا پلار د کلي مشهور ازهري عالم او د ډېرو کتابونو ليکوال و چې له هغو څخه الفتح الرباني لترتيب مسند الامام احمد دى، شیخ عبدالرحمن الساعاتی د خبل د کلي د مسجد امام و او ټول عمر يې فقهي بحثونو باندې ځان بوخت ساتلی و.

امام شهيد حسن البنا دوه وروڼه لرل چې هغه دواړه، جمال البنا او عبدالرحمن البنا دي. عبدالرحمن البنا د اخوان المسلمون د تحريک له مشرانو څخه و او د مکتب الارشاد غړى و.

شهيد حسن البنا شپږ لورګانې او دوه ځامن لرل. لورګانې يې : وفاء، سناء، رجاء، صفاء، هالة، او استشهاد دي، صفا يې په ژوند کې وفات شوه او استشهاد يې د شهادت نه وروسته زېږېدلې، ځکه يې د استشهاد نوم پرې ايښى دى، د امام حسن البنا لور سنا وايي چې نيکه مې غوښتل په استشهاد باندې دماء (وينې) نوم کيدي خو مؤظفو کسانو ورته ويلي و چې دا نوم به د دې لپاره مشکل شي، بيا يې پرې استشهاد نوم کېښود، هغوى له دې نوم سره هم مخالفت کاوه، خو نيکه مې ورته وويلې چې که دا نوم تاسو نه پرېږدئ زه هېڅ نوم پرې نه ږدم. ځامن يې: احمد سيف الاسلام او محمد حسام چې وروستى يې په ژوند کې وفات شوى او احمد سيف الاسلام تر دې مهاله ژودى دى.

د امام شهيد حسن البنا د شهادت پر وخت د هغې د اولادونو عمرونه: سنا: يوولس نيم کلنه. احمد سيف الاسلام: څورلس نيم کلن. وفا: اوولس کلنه.

د امام شهيد حسن البنا د لور سنا څخه پوښتنه وشوه چې امام حسن البنا د يوه لوى اسلامي حرکت مشر و، آيا د هغه دغه مصروفيتونو هغه له تاسو او کورنۍ څخه مصروف کړى و؟ يعنې ستاسو په حق کې خو به کمى نه وي شوى؟ هغې وويل: موږ هېڅکله هم دا احساس نه دى کړى چې هغه کوم دعوتي مشکل لري، هغه کله هم کور ته دعوتي او تحريکي مشکلات نه دي راوړي. کله چې تاسو زما د پلار رحمه الله ژوند ته وګورئ يقينا هغه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د لارښوونو مطابق ژوند کاوه، هغه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د هغې وينا مطابق کار کاوه چې وايي: (ان لبدنک عليک حقا…)

د اخوان المسلمون تاسيس:

کله چې شهيد امام حسن البنا دار العلوم پاى ته ورساوه، هغه په دې فکر کې شو چې يو داسې خوځښت جوړ کړي چې له يوې لورې مسلمانان له انحراف څخه اصيلې اسلامي لارې ته راواړوي او له بلې لورې وکولى شي سياسي اصلاح منځ ته راولي او بېرته اسلامي خلافت راژوندى کړي، ځکه هغه په دې فکر و چې د خلافت په نه شتون کې ټول مسلمانان ملامت دي او دوي به د الله له لورې پوښتل کيږي.

په دغه وخت کې اسلامي خلافت نوى له منځه تللى و او په اسلامي نړۍ باندې استعمارګرو منګولې لګولې وې. ايټاليې په ليبيا باندې په کال ١٩١١ز کې حمله کړې وه او شعار يې د اسلام له منځه وړل و. فرانسې په مراکش او د اسلامي نړۍ په لويې برخې خېټه اچولې وه. ايران د انګلستان او روسيې ترمنځ وېشل شوې و او هندي مسلمانان د انګرېز تر استعمار او د هندوانو تر مشرې لاندې اوسېدل. په ترکيې کې ماسوني حرکت حاکم و. بلې خوا عربانو له خلافت څخه د شريف حسين تر مشرۍ لاندې جدايي غوښته، تردې چې په کال ١٩٢٤ز کې د استعمار ګرو له لورې يوه تاريخي حادثه منځ ته راغله چې هغه د اسلامي خلافت له منځه تلل و.

په کال ١٩٢٨ز کې په اسماعيليه کې امام حسن البنا ته دا معلومه شوه چې که د امت اصلاح غواړي نو د مسجد پرځاى دې هغه ځايونو کې دعوت وکړي چې خلک پکې ډېر وي، ځکه چې په هغه وخت کې جوماتو ته مذهبي اختلافات ننوتي ول، جوماتونه د دې پرځاى چې د دعوت او عبادت ځاى وي د ټوکو او ډرامو ځاى جوړ شوى و، ځکه شهيد امام د جومات پرځاى بازار ته مخه کړه.

امام البنا په دې فکر و چې اسلام څلور اساسي پايې لري چې هغه : حکومت، امت، فرد او کورنۍ ده. ده به ويلې چې غرب د دې لپاره چې اسلام له منځه يوسې خلافت ختم کړ، بيا يې اسلامي حکومت په بې دينه او سيکيولر نظام واړاوه. بيا يې امت د له منځه وړو هڅې پيل کړې او د اسلامي قوانينو پرځاى يې اسلامي امت ته وضعي قوانين راوړل، چې د دې په نتيجه کې کورنۍ ته هم ضرر ورسېده، نر او ښځې يې سره يوځاى کړل او غربي کالي يې دلته رواج کړل او په همدې سلسله کې يې په ځينې هېوادونو کې د ميراث اسلامي لارښوونې هم دوي له منځه  يوړې.

د دې لپاره حسن البنا غوښتل چې د مسلمانانو مخه د اسلام اصيل مفهوم ته واړوي، هغه د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره ډېرې هڅې وکړې چې له ده څخه ډېر خلک متاثر شول او لږ لږ مريدان يې پيدا کړي ول. يوځل له خپلو شپږو ملګرو سره ناست و او د اسلام د مجد او عظمت د بېرته راګرځولو په اړه غږېدل، دوي په خپل منځ کې د اسلام د خدمت لپاره تعهدونه وکړل. امام حسن البنا دوى ته وويل چې موږ د اسلام د خدمت په لاره کې وروڼه يو نو موږ (اخوان المسلمون) يو. هغه شپږ کسه چې امام البنا ورسره اخوان المسلمين تاسيس کړ دا دي: حافظ عبد الحميد، أحمد الحصري، فؤاد إبراهيم، عبد الرحمن حسب الله، إسماعيل عز، او زكي المغربي.

د دوى د دې تعهد نه وروسته دوى يو منظم اسلامي کار شروع کړ او اخوان المسلمون له همدې ځايه جوړ شو يعنې د اخوان المسلمين د تاسيس کال ١٩٢٨ز دى، په دغه وخت کې په مصر کې نور اسلامي حرکتونه هم ول، خو د هغو حرکتونو اهداف محدود ول او اسلام يې هراړخيز نه تعبيراوه، مثلا هغو به يا خيريه کارونه کول او يا داسې نور کارونه، مګر د اخوان المسلمون په څېر حرکت په هغه وخت کې نه و.

حسين البنا په اسماعيلية کې دوه اسلامي معهدونه تاسيس کړل چې يو يې هلکانو لپاره و او معهد الحراء نومېده او بل يې د انجونو لپاره و او مدرسة امهات المومنين نومېده. د دې ترڅنګ امام حسن البنا يو مسجد او دار الاخوان هم جوړ کړل. پاتې دې نه وي چې په دې وخت کې امام حسن البنا مسجد او مکتبونو په جوړولو کې د ډېرو خلکو له لورې په دې تورن شو چې دى له استعمارګرو څخه پيسې اخلي او داسې فعاليتونه کوي خو امام حسن البنا د دوي شبهو ته ځواب ويلې او هېڅ کله يې خپل فعاليت د داسې خبرو لپاره نه دې بند کړى، هغه به له خلکو څخه کومکونه اخستل او مکتونه او نور فعاليتونه يې پرې کول.

امام شهيد حسن البنا د دې لپاره چې ښځه هم په ټولنه کې او د ټولنې په اصلاح کې خپل رول ولوبوي د ښځو لپاره يوه څانګه د (الاخوات المسلمات) جوړه کړه او د دې څانګې په مشرۍ يې د مسلمانو ښځو د روزلو لپاره (دار التربية الاسلامية للبنات) هم جوړ کړ.

همدارنګه اخوان المسملين کوښښ کاوه چې اسلامي ټولنه په قران او سنت جوړه کړي، چې دا د اخوان المسلمين له اساساتو څخه دي. د امام حسن البنا هدف ښکاره و، هغه د اسلامي هېوادونو آزادي او د اسلامي خلافت رامنځ ته کول غوښتل او وسايل يې عميق ايمان، دقيق جوړښت او دوامدار کار و.

په کال ١٩٣٢ز کې امام حسن البنا خپل دعوت له اسماعيليې څخه د قاهرې په لور انتقال کړ او هلته يې يو عمومي مرکز هم د اخوان المسلمين د حرکت لپاره جوړ کړ، چې دا د دعوت او د تنظيم د خپراوي لپاره ډېر موثر کار و.  امام البنا شهيد د خپلو يادښتونو (مذکرات الدعوة و الداعية) په کتاب کې ليکي: کله چې موږ له اسماعيليې څخه قاهرې ته د اخوان المسلمين عمومي مرکز انتقال کړ، هلته مو په لاندېنيو برخو کې فعاليتونه کول:

په مساجدو کې درسونه او محاضرې، د (رسالة المرشد)  په نامه يوه مجله چې دوه ګڼې چاپه شوه او له دې وروسته مو مجلة الاخوان اونيزه خپره کړه او د دې ترڅنګ مو د النذير مجله هم چلوله، څو رسائل (پيغامونه) مو هم خپاره کړل، له نورو ځايونو څخه ليدنه، منظم سپورت، پوهنتونو او مکتبو ته د دعوت رسول، په قاهره او نورو ځايونو کې د کانفرانسونو جوړول، ځينې مهمې اسلامي ورځې لمانځل، په اسلامي-ملي قضاياو کې برخه اخستل، د کتابونو، مقالو او رسائلو له لارې سياسي او ټولنيزې اصلاح په اړه فعاليت، اسلامي حرکتونو سره مرسته کول(لکه د حرکة المقاومة التبشير سره مرسته کول)، په هغو حکومتونو چې اسلام نه عملي کوي نيوکه، چې دا هرڅه مو په مجلو او اخبارونو کې ليکلي دي.

د امام حسن البنا دعوت يواځې تر اسکندريې او قاهرې پورې محدود نه و، مګر هغه غوښتل مصر او ټوله اسلامي نړۍ ته خپل د دعوت وړانګې ورورسوي، هغه يواځې د مصر د اصلاح په فکر نه و، مګر  هغه غوښتل ټوله اسلامي نړۍ ته خپل د دعوت رڼا ورورسوي، همدا وه چې شهيد امام حسن البنا په ټول مصر کې ګرځېد او په ډېر لږ وخت کې يې ځانته ډېر مريدان پيدا کړل. امام البنا وکولى شو چې په پېنځلس کالو کې دوه زره مصري کلي وګوري او له هغو سره د دعوت په اړه وغږيږي.

امام حسن البنا د ځوانانو د روزلو لپاره ځنې کمپونه هم جوړول ترڅو په هغه قرآني آيت عمل وشي چې الله تعالى پکې فرمايي: و اعدو ماستطعتم من قوة و من رباط الخيل ترهبون به عدوا الله و عدوکم. د اوړي په رخصتيو کې امام حسن البنا داسې سياحتي رحلې کولې او ځوانان يې پکې روزل. شهيد امام د ناروغانو د علاج لپاره ځينې روغتونونه هم جوړ کړل او د دې ترڅنګ يې ځينې شرکتونه هم جوړ کړل چې مشهور يې: شرکة المعاملات الاسلامية، شرکة الاخوان للصحافة، شرکة التجارة و الاشغل الهندسية او داسې نور شرکتونه.

امام حسن البنا په کال ١٩٤٨ز کې شهيد شو، حکومت او د اسلام دښمنانو داسې ګومان کاوه چې، د شهيد امام په وژنه، د دوي د مشرانو په زنداني کولو او د دوي د مالونو په اخستلو به د اخوان المسلمين د حرکت او د دوي د اسلامي کار مخه ونيول شي، خو امام البنا داسې کسان روزلي و چې تر ننه هغه تنظيم مخ پر وړاندې بيايي او له هغه وخت څخه اوس ډېر پراخ شوى دى، ټولې عربي او اسلامي نړۍ کې خپل استازي حرکتونه لري. د دې حرکت داسې پرمخ تلل او د داسې ژوندي پاتې کېدو علت څه شى دى؟ په داسې حال کې چې په هغه وخت کې او له هغه وخت څخه وروسته هم ډېر اسلامي خوځښتونه جوړ شول چې اوس يې چاته نوم هم نه دى معلوم. زما په اند دا خوځښت ځينې داسې ځانګړتياوې لري چې په نورو حرکتونو کې نه ليدل کيږي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

١- د قرآن او سنت مطابقت

٢- له حده ډېر اخلاص، د امام البنا د فکر شاګردان د دې فکر د ژوندي ساتلو لپاره له خپل ځان، مال او اولاد څخه هم تېر ول.

٣- د اسلام څخه هر اړخيز فهم لرل

٤- د ټولنې هرې طبقې ته پکې ځاى ورکول

٥- د بيعت اصول

د امام حسن البنا ليکنې:

١- مذکرات الدعوة و الداعية ( د امام حسن البنا يادښتونه)

٢- الماثورات

٣- احاديث الجمعة

٤- المرآة المسلمة

٥- تحديد النسل

٦- السلام في الاسلام

٧- مباحث في علوم الحديث

٨- قضيتنا

٩- الرسائل

١٠- رسالة المنهج

١١- رسالة الانتخابات

١٢- مقاصد القرآن الکريم

د امام حسن البنا په اړه کتابونه او فلمونه:

١- الجريمة السياسية –د امام حسن البنا په اړه د الجزيرې ټلويزيون مستند فلم

٢- امام الجيل- د امام حسن البنا په اړه د اخوان ان لاين مستند فلم

٣- امثلة من التربية الحضارية عند الامام البنا-ليکوال: دکتور سيد دسوقي

٤- الشهيدان- ليکوال: صلاح شادي

٥- معالم المشروع الحضاري في فکر الامام الشهيد حسن البنا- ليکوال: دکتور عمارة

٦- التربية السياسية عند الامام حسن البنا- ليکوال: دکتور يوسف القرضاوي

٧- التربية الاسلامية و مدرسة حسن البنا- ليکوال: دکتور يوسف القرضاوي

٨- منهاج حسن البنا بين الثوابت و المتغيرات- ليکوال: دکتور محمد امين جمعة

٩- حسن البنا و ثورة اليمن- ليکوال: حماده حسنى

١٠- حسن البنا…الرجل القرآني- ليکوال: رويبر جوکسون

١١- حسن البنا مواقف في الدعوة و التربية-ليکوال: حسن عباس سيسي

١٢- همدارنګه په زرګونو مقالې

د اخوان المسلمين منحلېدل:

امام حسن البنا د فلسطين د آزادۍ لپاره جهاد شروع کړ او د صهيونستي ځواکونو په مقابل کې د اخوان المسلمين ځوانو مجاهدينو ډېر په اخلاص هلته وجنګېدل، يهودو ته يې غټه ضربه ورسوله، يهود ډېر وارخطا شول، صهيونستانو د غرب له لارې د مصر په حکومت فشار راوړ چې د اخوان المسلمين مشران شهيدان او بنديان کړي او دا مبارک حرکت له منځه يوسي.

همدا وه چې په د ١٩٤٨ز د دسمبر په مياشت کې د مصري حکومت له لورې اخوان المسلمين منحل اعلان شو ، د اخوان المسلمين مشران بنديان شول او د دوي ملکيتونه مصادره شول. دوى له امام حسن البنا سره ليدنه کتنه ممنوع کړې وه او هرڅوک چې به يې ليدو ته ورتلل هغه به بندي کېده.

د امام حسن البنا شهادت (ستر سياسي جنايت):

امام حسن البنا د مصر لومړي وزير ته ليک واستاوه او ورته يې وليکل چې: (کله چې تاسو  اخوان المسلمين منحل اعلان کړ او د هغوى ځوانان مو په فلسطين او مصر کې بنديان کړل، ما هم بندي کړئ ځکه چې زه هغه څوک يم چې هغوى مې روزلي دي) هغوى د ده دا غوښتنه ونه منله. امام حسن البنا له حکومت څخه وغوښتل چې ورته اجازه ورکړي د خپل يو ملګري الحاج عبدالله النبراوي کور ته ولاړ شي، حکومت دا هم ونه منله او الحاج عبدالله النبراوي يې هم بندي کړ. امام حسن البنا خوب ليدلى و چې هغه ته حضرت عمر رضي الله عنه وايي چې “حسنه ته وژل کېږې!” هغه هم په دې مطمئن و چې حکومت به دى شهيدوي.

د ١٩٤٨ز د فبروري په دولسم تاريخ الناغي د لومړي وزير نيږدې کس د الشبان المسلمين رئيس محمد يوسف الليثي ته ورغى او ورته يې وويل چې استاذ حسن البنا ته دې ورشي او ورته دې ووايي چې له حکومت سره مذاکرات وکړي، سره د دې چې محمد الليثي ويريږي د امام حسن البنا کورته ولاړ شي، ځکه چې هر څوک چې د امام حسن البنا کورته نيږدې کېده هغه به بندي کېده، خو بيا هم محمد الليثي حسن البنا ته ورځي او د دې په اړه ورته وايي.

استاذ البنا ومنله چې له حکومت سره مذاکرات وکړي او د مذاکراتو ځاى يې د شبان المسلمين دفتر وټاکه، امام حسن البنا په ټاکل شوي وخت کې هماغه ځاى ته ولاړ، هلته انتظار شو، خو د شپې تر اتو بجو هېڅ څوک رانغلل، ځکه چې هغوى د ده د وژنې پلان نيولى و. کله چې امام حسن البنا په دې پوه شو چې څوک نه راځي، له شبان المسلمين څخه ووت، بيرون د رمسيس په ښار کې تپه تياره وه، شهيد امام حسن ته هغه ټيکسي چې پکې راغلى و بيرون ولاړه وه، امام حسن البنا سره عبدالکريم المنصور او محمد الليثي هم ول.

د سړک بلې خواته يو تور موټر ولاړ و، کله چې امام حسن البنا په موټر کې کېناست، له هغه تور موټر څخه دوه کسه راووتل او امام حسن البنا يې وويشته، کله چې محمد الليثي د ډزو غږ واورېده، د ټيکسي خواته راغى، کله چې هغه راغى په هغه هم ډز وشو، خو هغه پرې ونه لګېده او له ځان سره يې په يوه کاغذ کې چې په ځمکه پرته وه، د موټر نمبر وليکه، د ټيکسي نمبر ٩٩٧٩ و، امام حسن البنا شپږ ډزه ويشتل شوى و، خو زخم يې دومره خطرناک نه و، د ژوند امکانات يې ول، خو کله چې د قصر العيني روغتون ته وړل کيږي، امام البنا خپله خپل کالي وباسي ترڅو زخم يې ښکاره شي، دېر ډاکټران راځي چې د امام البنا علاج وکړي، خو مسؤولين دوى نه پريږدي، تر هغې چې د امام حسن البنا په څلورو ساعتونو کې ډېره وينه ضايع کړه او د شپې په دوولس نيمو بجو کې يې وروستۍ ساه ووته او د شملې پېړۍ ددغه ستر مبارز شخصيت روح د خپل رب پر لور عروج وکړ.

حکومت غوښتل د شهيد امام جنازه له روغتون څخه د هديرې په لور يوړل شي، خو پلار يې له مسؤولينو څخه اجازه اخلي چې يوځل يې کورته يوسي، حکومت په دې شرط اجازه ورکوي چې د جنازې په مراسمو کې به يې له پلار او ښځو څخه غير نور څوک برخه نه اخلي.

هرڅوک چې به د شهيد امام کورته نيږدې کېدل، حکومت به هغه نيوه او بندي کاوه به يې، تر دې چې د سبا د شهيد امام له کوره په داسې حال کې جنازه ووتله چې ښځې ورسره وې او له نارينه و څخه يې يواځې پلار و.

د امام شهيد حسن البنا پلار د شپې تر يوې بجې نه و خبر چې ځوى يې شهيد شوى، له يوې بجې څخه وروسته د پوليسو مشر د شهيد امام پلار ته د هغه د ځوى د شهادت خبر ورليږي. د شهيد حسن البنا لور سنا وايي چې په دې ورځ موږ ټول په دې پوهېدو چې پلار مو شهيد کېږي، کله چې مو پلار شهيد شو، نيکه مې ډېر په صبر هغه ووينځه، بيا يې د هغه لپاره تابوت راوړه او د هغه شهيد بدن يې پکې دننه کړ، کله چې خښولو ته تيار شو، نيکه مې پوليسانو ته وويلې چې تاسو شهيد هم کړ اوس يې جنازه پورته کړئ، هغوى وويلې چې موږ د دې اجازه نه لرو، همدا وه چې نيا مې پورته شوه او ويې ويلې چې زه مې د ځوى شهيد پورته کوم، له دې سره د اخوات المسلمات ډېرې نورې ښځې هم راغلې او د هغه شهيد جنازه يې په خپلو اوږو پورته کړه.

په دې کار سره يو ستر سياسي جنايت ترسره شو، امام حسن البنا شهيد شو، د ديموکراسي او د انسان د حقوقو مدعيانو او غربيانو فکر کاوه چې له ده سره به د ده فکر هم مړ شي، خو دوى هېره کړې وه چې د شخص په وژلو سره فکر له منځه نه ځي! او د خداى غوښتنه هم بل څه وه، له امام حسن البنا څخه وروسته استاذ حسن الهضيبي د اخوان المسملين مشر شو او د خوان المسلمين د فکر شاګردان لا هم ډېر شول او دې دعوت په ټوله نړۍ کې مريدان پيدا کړل. شهيد سيد قطب په وينا يو فکر هغه وخت ژوندى کيږي چې د مفکر په وينو خړوب شي، شهيد حسن البنا هم خپل فکر په خپلو وينو خړوب کړ او ټولې نړۍ ته يې د قربانۍ لوى درس ورکړ. روح دې ښاد او فکر دې يې تر ابده ژوندى وي.

زه خپله دا ليکنه د علامه قرضاوي په هغه شعر چې د امام شهيد حسن البنا په اړه يې ويلې او خپله شعري ټولګه يې پرې پيل کړې، پاى ته رسوم:

لكَ يا إِمامِي يا أعزَّ معلمِ

يا حاملَ المصباحِ في الزمنِ العَمِي

يا مرشدَ الدنيا لنَهجِ محمدِ

يا نفحةً من جيلِ دارِ الأرقمِِ

أُهدِيكَ نفسي في قصائدَ صُغتُها

تَهدي وتَرجُم فهيَ أختُ الأنْجُمِ

حَسَبوك مِتَّ وأنتَ حيٌّ خالد

ما ماتَ غيرُ المستبدِّ المُجرِمِ

حسبوكَ غِبتَ وأنتَ فينا شاهد

نَجلُو بنهجِكَ كلَّ دربٍ مُعتِمِ

شيَّدتَ للإسلامِ صَرحًا لم تكُنْ

لَبِناتِهِ غيرُ الشبابِ المُسلمِ

وكتبتَ للدنيا وثيقةَ صحوةٍ

وأبَيْتَ إلا أن تُوقِّعَ بالدمِ

نمْ في جوارِ زعيمِكَ الهادي فمَا

شَيَّدتَ يا “بَنَّاءُ” لمْ يتهدَّمِ

سيظلُّ حبُّكَ في القلوبِ مُسطَّرًا

وَسَناكَ في الألبابِ واسمُكَ في الفَمِ

ماخذونه:

١- اخوان آن لاين-د خوان المسلمين رسمي برېښنا پاڼه.

٢- اخوان ويکي

٣- ويکي پېډيا

٤- الوطن و الوطنية في فکر الامام البنا- ليکوال: دکتور جمال نصار

٥- منتدى صيدا للحوار- برېښنا پاڼه

٦- الوسائط المتعددة- اخوان آن لاين

٧- اغتيال حسن البنا الجريمة السياسية- د الجزيرې د ټلويزيوي شبکې له لورې د امام البنا په اړه جوړ شوى مستند فلم

۸- اخوان ډاټ نټ

۹- الشهیدان حسن البنا و سید قطب- لیکوال: صلاح شادی

١٠- مذکرات الدعوة و الداعية-ليکوال: شهيد امام حسن البنا

١١- الامام البنا- انټرنټي پاڼه ده چې د امام حسن البنا د شهادت د ورځې د يادولو لپاره جوړه شوې.

١٢- شبکه الشفاء الاسلامية-الشفاء ډاټ کام

١٣- استشهاد الامام حسن البنا-مقاله

١٤- تراث الاخوان- برېښنا پاڼه

١٥- حسن البنا ډاټ او آر جي

نجیب الله جامع 05.08.2011 15:10

ډیره اوړزړه له تله مننه کوم داچه دامام حسن البنا په اړه می معلومات لاسته راوړل ډیرخوشحاله شوم تاسوته کامیابی اودځوان مسلمان اوپه خاص ډول افغان ځوانانودروزلو<br />هغه په فکری اوروحیه کچه ترڅودهیوادداپه فسادککړنظام داصلاح اوقوی کولولپاره مبارز وکړی <br /> مننه<br /> najibullah.jami.1993@gmail.com

محب الله 08.03.2011 12:24

د لوی الله په سپیڅلی نامه<br />جلالی صاحب له تاسو څخه یوه نړۍ مننه، واقعا په زړه پوری مضمون مو لیکلۍ وو .<br /><br />په درنښت.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248