11zahidjalali

ماشوم باندې باید په کوم عمر کې زده کړه شروع شي؟!

18.03.2011 06:14
ماشوم باندې باید په کوم عمر کې زده کړه شروع شي؟!

پوښتنه:ضیا الرحمن
ګرانه وروره سلامونه وړاندی کوم
ډیر ښایسته مضمون مو وړاندی کړی دی الله دی اجر در کړی، ګرانه وروره زه یو سوال لرم هغه دا چی ماشوم ته باید په کوم عمر کی درس شروع شی؟
مننه

ځواب: زاهد جلالي
وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته
له حسن نظر نه مو یوه نړۍ مننه
ګرانه وروره!
دا ډېره مهمه پوښتنه ده، زموږ په ټولنو کې له داسې مسايلو سره ډېر سطحی او ساده چلند کیږی ، دلته د ماشوم د زده کړې عمر او په لږ عمر کې په مکتب کې داخلول خلکوته دومره مهمه نه ښکاري، په داسې حال کې چې په مناسب عمر کې ماشوم باندې درس شروع کول حتۍ د ماشوم په راتلونکي باندې اغیزې لري، له تانه مننه کوم چې داسې موضوع ته مو د خلکو پام راواړاوه.
زما له نظره دا په ماشوم پورې اړه لري چې په څو کلنۍ کې مکتب کې داخل شي، ځینې ماشومان داسې وي چې ایله په شپږ کلنۍ کې د مکتب د تلو شي، خو ځینې بیا داسې هم وي چې په څلور کلنۍ او یا له دې څخه مخکې هم مکتب ته د تلو قابلیت لري.
مکتب ته د تلو راتلو او د درس د شروع کولو مقیاس د ماشوم ګرځېدل او یا کوم بل څه نه شي کېدی. که ماشوم ځیرک وي په یوه خبره یې سر ښه خلاصیږي، حتی له څلور کلنۍ مخکې باید مکتب ته ولېږل شي، طبیعي ده چې دومره ماشوم مکتب ته د تلو راتلو توان نه لري، مګر دا مشکل د هغه پلار او یا کوم بل مشر حلوی شي، هغه دې ورسره مکتب ته ځي او د رخصتۍ په وخت کې دې بېرته کور ته راولي. ډېر لږ ماشومان شته چې په دومره کوچنیوالي کې د مکتب ته تلو او درس ویلو توانايي لرلی شي او دا اکثره استثنايي وختونه وي.
عموما ماشومان په څلور او یا په پینځه  کلنۍ کې باید مکتب ته ولېږل شي، اکثره ماشومان په دغه عمر کې مکتب ته د تلو او زده کړې لپاره برابر وي، ممکن ځینو ته دغه عمر لږ ښکاره شي، خو عموما ماشومان په دغه عمر کې کولی شي زده کړې پیل کړي.
په پای کې په یوه شي باندې غواړم ډېر ټینګار وکړم، هغه دا چې د ماشوم په زده کړو کې باید د کورنۍ له لورې غفلت ونه شي، ډېری پلارانو ته دا ډېره عادي موضوع ښکاري، وایی که سږ کال نه وي بل کال ته به یې مکتب کې شامل کړ، چې دا کار د ماشوم له روزلو او هغوی ته له اهتمام نه بیخي لرې کار دی.
یوځل بیا له تاسو څخه مننه
زاهد جلالي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه:

پورتنۍ مشوره سیکالوژیکي څېړنه، نه مګر زما یو نظر و، که څوک کوم بل نظر لري هیله ده د تبصرو له لارې یې موږ سره شریک کړي. په درنښت

ن 18.03.2011 08:15

ورڼو ما چی ستا سی دلیکنی په کتلو سره لاندی ولیدل چی د قرعان شریف اکس د
پاڼی په اخیری کی یښی د نولیکنه می پری ښوده او تبصره داده چی دا عکس با ید د پا ڼی په سر کی وی په دی چی پورته د خلګو عکسونه دی کښته د قرعان عکس ګونهګاری ده ستاسو خور

له تبصرې نه مو مننه

لومړی خو د قرآن عکس زه پورته نه شم اېښودی، دا د وېبلاګ د ډیزاینر له لورې داسې ډیزاین شوی چې زه پکې ګوتې نه شم وهلی. بله دا چې د قرآن عکس چې لاندې وي هېڅ کومه خبره نشته، ځکه دا د بې ادبۍ لپاره لاندې نه ده اچول شوی، یواځې د دې لپاره چې که څوک غواړي قرآن پرلیکه ولولي له دې ځای نه یې په آسانۍ سره ولوستی شي، بله کومه موخه نشته، ځکه خو دلته د دې عکس او لینک شتون ضروري دی، ګناه څه چې ثواب دی پکې.

مننه

زاهد جلالي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248