11zahidjalali

ولسمشره تا ته وايم

01.04.2011 09:09

ولسمشره تا ته وايم


دا ماشوم چې تا په غېږه کې اخيستی
دا ماشوم چې نه در ګوري نه موسکی دی
په غوټۍ زړه کې يې ښخ د جنګ اغزی دی
دا ماشوم چې د باروتو په سېلۍ يې
ښايستوکي ګلابي غومبوري وچ دي
...دا ماشوم چې د جګړې تر خو لاسو يې
پر تندي شيندلي مرچ دي
دا ماشوم چې يوه پښه يې
امريکې په غاښورې ارې غوڅه
جنګ ځپلی دی د امن په ارمان دی
دا ماشوم تصوير د درست افغانستان دی


كاروان

محمدنسيم ستانكزى د نګاه ټلويزيون او ندا راډيو خبريال 12.04.2011 16:04

ډير ښكلي كاروان صاحب له تاسو څخه يوه نړۍ مننه الله دي په قلم كې نور هم بركت واچوه ترڅو له دى څخه هم تيز شي .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248