11zahidjalali

دکتور علي جریشه وفات شو

02.05.2011 08:14

دکتور علي جریشه وفات شو

زاهد جلالي

اسلامي نړۍ خپل لوی مفکر، قاضی، فقیه او مجاهد داعي استاذ دکتور محمد علي جریشه اسلام ته له خدمت او جهاد څخه وروسته د یمن په صنعا کې د ۷۶ کلنۍ په عمر له لاسه ورکړ.

فقید استاذ دکتور محمد علي جریشه د اخوان المسلمین له لویو مفکرینو څخه و چې په همدغه لار کې په دولس کاله بند په داسې حال کې محکوم شوی چې عمر یې دېرش کاله و. فقیه استاذ علي جریشه د مدینې منورې د اسلامي پوهنتون استاذ او د ماسترۍ او دکتورا د ډېرو رسالو مناقش پاتې شوی.

دکتور محمد علی جریشه په کال ۱۹۳۵ز کې د مصر په د شرقي ولایت د دیرب نجم په کلو کې زېږېدلی، استاذ علی جریشه لاځوان شوی نه و چې د اخوان المسلمین له فکر سره یې آشنایي پیدا کړه.

استاذ جریشه ابتدايي او متوسطه دورې په خپل کلي کې لوستي او د ثانويې لپاره
قاهرې ته تللی او هلته یې د حقوقو پوهنځۍ کې زده کړه کړي. له پوهنتون نه وروسته یې مختلفې حکومتي وظیفې ترسره کړي.

دکتور علي جریشه په اته ویشت کلنۍ کې واده کړی او د ۱۹۶۵ز او ۱۹۷۳ز کلونو په منځ کې زندان ته اچول شوی او اته کاله یې زندان کې تېر کړي. د زندان له خلاصېدو وروسته سعودي ته تللی او د مدینې منورې په اسلامي پوهنتون کې د شرعیاتو په پوهنځۍ کې استاذ پاتې شوی.

فقیه استاذ علي جریشه د اسلام د خپراوي لپاره مختلفو هېوادونو ته تللی او هلته
یې محاضرې ورکړي چې له هغو څخه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په جومات کې په نګلش خطبه ده.

استاذ جریشه د اسلام او اسلامي دعوت په اړه ډېر مهم او د استفادې وړ کتابونه
لیکلي چې له هغو څخه:

*الإعلام والدعوة الإسلامية***

*الإيمان الحق***

*المبادئ الخمسة***

*الاتجاهات الفكرية المعاصرة***

*أساليب الغزو الفكر للعالم الإسلامي***

*منهج التفكير الإسلامي***

*الأساليب التبشيرية في العصر الحديث*

بالاخره د ۲۰۱۱ز کال د اپرېل په اووه ویشتمه ۲۷ نېټه له دې فاني نړۍ سره د تل
لپاره مخه ښه وکړه. روح دې ښاد او فکر دې ژوندی وي

تغمده الله برحمته الواسعه و اسکنه فسیح جناته

 

نجیب الله جامع 26.05.2012 12:46

ښاغلی علی جریشه په حقیقت کښی یو ډیرتیزژبی فکری سیاسی فقیه عالم سیاستوال ښونکی اویناوال وو چه دده مړینه لوی ذایعه دټول مسلمان ملت لپاره ده زه دده ټولی علمی اوسیاسی کړنی مثبتی اودنوی فکر په راژوندی کولوکی معاصیری اوپرځای بولم له خدای)ج)دته جنت فردوس اوله خدای ج څخه دداسی زامنوپیدايښت دمسلمانانوپه کورونوکښی غواړم.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248