11zahidjalali

د ځوان او تاند لیکوال (زاهد جلالي) لومړی اثر (د اسلامي فکر اتلان)

19.08.2011 14:39

د ځوان او تاند لیکوال (زاهد جلالي) لومړی اثر (د اسلامي فکر اتلان)

ليكوال: عثمان افضلي

څو ورځې مخکې یو ملګري په فیس بوک کې لیکلې ؤ چې خپلې ژبې ته باید څنګه کار وکړو.. بیا يې دا ویلې ؤ چې باید نورو ته په درنه وکتل شي او داسې نور... ما ورته تبصرو کې دا وویل چې کار دین ته وکړئ، او په خپله ژبه يې وکړئ. نیتونه مو صفا کړئ.. ژبه به مو هم غني شي او ثواب به مو هم ګټلی وي...

همدې کې وم چې د پښتو ژبې تاند او هڅاند ځوان لیکوال، زاهد جلالي صاحب له خوا راباندې د ده د نوي کتاب د نشر زېری وشو.

د دوی کتاب د اسلامي فکر اتلان چې انشاء الله لنډو ورځو کې بازار ته راوځي، او د افغانستان ټولو لویو ښارونو کې به انشاء الله پیدا کېږي. دا کتاب د ځوان نسل د تربيې او هغوی ته د مشرانو ورپېژندلو په اړه ډېر مفید او خوندور کتاب دی. او د تاریخي سرمايي سره سره اسلامي ارزښت هم لري...

زه په خپل وار ورور زاهد جلالي ته د الله تعالی له دربار نه د لا حوصلي، تاند قلم او اجر غوښتونکی یم او الله دې وکړي چې تل مو په خپلو لیکنو او هدف نه ډکو مطالبو ولمانځي...

زه خپل الفاظ د دې کتاب او لیکوال د ستایلو لپاره نا کافي بولم.. او د خوښۍ احساسات واقعا نشم بیانولای.. خو څرنګه چې ادیب نه یم نور الفاظ هم نه لرم...

په آخره کې په هغو ورونو چې ژبې ته کار کول غواړي دا غږ کوم چې که سم کار کول غواړئ خو د جلالي صاحب په طریقه ډېر ښه

دی.. هم به مو اسلام ته خدمت کړی وي، هم به مو ژبه غني کړې وي او هم به مو خپله ادبي تنده ماته کړې وي... په درنښت

یادونه: د کتاب لړ لیک څه په دا ډول دی:

لړليک

۱. د ((د اسلامي فکر اتلان)) پر کتاب څو کرښې

۲. مقدمه

۳. البنا، شهيد امام حسن البنا

۴. حسان، حسين حامد حسان

۵. ديدات، شيخ احمد ديدات

۶. رنتيسي، دوکتور عبدالعزيز الرنتيسي

۷. زحيلي، دوکتور وهبه الزحيلي

۸. سباعي، دوکتور مصطفی سباعي

۹. شحاده، شهيد صلاح شحاده

۱۰. عاکف، استاذ محمد مهدي عاکف

۱۱. فضل الله، محمد حسين فضل الله

۱۲. قرضاوي، علامه دوکتور يوسف القرضاوي

۱۳. ګولن، محمد فتح الله ګولن

۱۴. ندوي، علامه ابو الحسن علي حسني الندوي

۱۵. نورسي، بديع الزمان سعيد النورسي

۱۶. نيازی، پوهاند استاذ شهيد غلام محمد نيازی

۱۷. ياسين، شهيد شيخ احمد ياسين

۱۸. يکن، استاذ فتحي يکن

صفت الله رحمتي 10.01.2012 07:47

ګران وروردحق دلاري پيرو اودځوان كول داسلامي و يښتابه ځوان هڅاند ستاسوپه ګوتوكي بركتونه الله دي وكړي چي ستاسوداګام دافغان ځوانانودلا ويښتيا اوداسلامي ويښتابه دعروج اوداسلام دحقي لاري دپيروانولپاره ددين داصيلوبچيانواودباطل اوستم په وړاندي داسلامي فكرينواود حق دلاري دلارويانواوشهيدانو په قدم دقدم ايښودو لپاره په توروتياروكي دلاري د مشالونو مثال وګرځي .
وسلام
داسلامي امت دانتباه په لور

محمدالله احساس 25.08.2011 22:43

د اسلامي فکــر اتلان . یو خوږ نوم او خوږ یاد . زه هم ځوان او هڅاند لیکوال او د ویښ زړه او ذهن څښتن ښاغلي زاهد جلالي ته د ده د لومړني اثر د چاپېدا مبارکي وایم او له لوی الله (ج) څخه ورته د ورته نورو آثارو د پنځولو او تدقیمولو توفیق غواړم .
راتلوونکی یې روښانه او ژوند يې سوکاله

پښتو راډيو او پښتو تلويزيون د کوچنیانو د ښوونيزي او روزنيز ي خپروني ليدل او اوريدل مه هيروئ ! 21.08.2011 16:15

ښاغلو/ اغلو!
السلام عليكم!

هيله ده چې روغ او جوړ اوسئ، تاسي ته زېرى درکوو، چې د لوى خداى (ج) په مرسته د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو بنسټ اېښودل شوى، لکه څنګه چې يې له نومه څرګنديږي د ټولو پښتنو ښه خدمت کول او د دوئ لپاره په زړه پورې خپرونې چمتو کول او خپر ول د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو موخې دي .
اوس تاسې کولاى شئ چې د سپوږمکۍ له لا رې د پښتو تلوېزيون ازمايښتي خپرونې او د انټرنيټ له لارې پښتو ايف ايم از مايښتي خپرونې واورئ .
له دې امله چې پښتو تلويزون او پښتو ايف ايم، د خپرونو څخه ټول درانه ليدونکي او اورېدونکي په هېواد کې دننه او د هېواد څخه بهر ښه ګټه پورته کړي، په ډېر درنښت د پښتو تلويزون او پښتو ايف ايم مشرتابه هيله لري، که تاسي مهرباني وکړئ او په خپله کور تپاڼه (ويب سايټ) کې د دې پريښناليک سره مل خبرتيا خپره کړئ او خپلو ټولو مګرو ته د دې بريښناليک سره مل خبرتيا وليږ‌ئ موږ به ستاسي يوه نړۍ منندوى يو.

په ډير درنښت.
پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو
Pashto TV, Pashto Television 24 hours
http://www.pashtotv.tv

Pashto FM Radio, Pashto Radio 24 hours
http://pashto.fm

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248