11zahidjalali

دوکتور محمد حميدالله

27.09.2011 09:54

دوکتور محمد حميدالله



ليکوال: زاهد جلالي



دوکتور محمد حميدالله هغه زاهد عالم، وتلی قانونپوه، د قرآن خادم او مسلمان مفکر دی چې ژوند يې له درسونو ډک دی. د اسلامي اساسي قانون جوړول، څو ژبو ته د قرآن د الفاظو د لومړي ځل له پاره ترجمه، په غرب کې د ده په لاس په لسګونو کسان مسلمانېدل، په فرانسه کې د اسلامي ټولنو جوړول او داسې نورې لويې لاسته راوړنې، د ده له شهکاريو څخه دي. په داسې حال کې چې دوکتور محمد حميدالله وتلی مسلمان مفکر و، ډېر متواضع انسان و او هغه کسانو چې ورسره همالته اړيکې لرلې، د ده په هکله وايي چې ډېر ساده ژوند يې لاره او تل به يې خپلې پيسې مسلمانو ټولنو ته ورکولې څو هغوی پرې اسلام ته خدمت وکړي، نه دا چې خپله هوسا او آرام ژوند ولري، حتی تر دې چې دوکتور حميدالله په خپل کور کې خادم هم نه لاره!.
د دوکتور محمد حميدالله ژوند او ټولنيز تعاملونه د ټولو له پاره اړين دي، په ځانګړې توګه د هغه چا له پاره چې د علم بحر ته يې سر دننه کړی وي، بيا داسې ګومان کوي چې دی هرڅه دی او په هرڅه پوهېږي، بيا په ټولنه کې د ده تعامل له نورو سره توپير کوي او د غرور فساد پکې رامنځته کېږي، دغه ناوړه عادت ډېری په هغه کسانو کې شته چې په کلاسيکو درسي سېستمونو کې يې دينې زده کړې حاصلې کړې وي. دوکتور محمد حميدلله ځکه د دوی له پاره بېلګه دی چې دی له دومره پوهې سره چې اسلامي علومو او نړيوال قانون کې يې لرله، بيا هم دومره خاکساره و چې په يوه ساده کور کې يواځې اوسېده او خپل ژوند يې د اسلام له پاره وقف کړی و، حتی د ملک فيصل نړيواله جايزه يې هم د همدې له پاره وانه خېستله چې د ده دغه خدمات فاسد نه کړي.
دوکتور محمد حميدالله ډېرې هڅې وکړې چې حيدر آباد يو مستقل هېواد او اسلامي قانون پکې تطبيق کړي، دا دهغه لويه هيله وه، خو د هغه هڅو کومه پايله ونه لرله. بيا يې د نوي جوړ شوي هېواد پاکستان د اسلامي اساسي قانون جوړولو کې برخه واخېسته، استاذ محمد حميدالله غوښتل پاکستان کې شريعت تطبيق کړي، خو داسې ونه شول، دی فرانسې بېرته فرانسې ته ولاړ او هلته يې خپل هماغه د تبعيد ژوند تېراوه او هلته يې خپل يواځې ژوند پيل کړ، چا به هم هيله نه کوله چې دوکتور حميدالله به په داسې يو حالت کې چې هيلې يې ترسره نه شوې، د اسلام له پاره دومره خدمت وکړي، خو الله جل جلاله دا غوښتي و.
پروفيسور دوکتور محمد حميدالله په ۱۹۰۸ز کال کې د هندوستان په حيدر آباد کې په يوه پېژندل شوې او علمي کورنۍ کې وزېږېد. د دوی په کورنۍ کې لوی فقها، وتلي ليکوالان او مشهور علما تېر شوي وو. د دوی کورنۍ له جزيره العرب نه څو پېړۍ وړاندې د هند لور ته مهاجره شوې وه. علي ابن احمد چې په ممبي کې خښ شوی و، حبيب الله بېجاپوري د سيمې مشهور صوفي او محمد حسين شاهد، د دوکتور محمد حميدالله د کورنۍ مشهورې څېرې وې چې په هند او د هند نيمه وچه کې له لويو شخصيتونو څخه و. د محمد حميدالله د پلار نيکه مولوي محمد غوث شرف الملک چې په ۱۸۲۲ز کې وفات شو، په اسلامي علومو او عربي کې ډېر پوه و، هغه له دېرشو ډېر کتابونه يې په عربي، اردو او فارسي کې ليکلي وو، د دو له جملې څخه د قرآن تفسير و چې په اوو جلدو کې يې ليکلی و. د دوکتور محمد حميدالله مورنی نيکه قاضي محمد صبغت الله چې په ۱۸۶۳ز کې وفات شو، د سيمې له نامتو علماو څخه و د ډېرو کتابونو سره يې د قرآن تفسير هم ليکلی و او په ۱۹۵۵ز کې د سيمې حاکم د مشر قاضي دنده وروسپارله. د محمد حميدالله پلار مفتي ابو محمد خليل الله هم عالم و او مهمې دندې يې سرته رسولي، دی له مدراس نه حيدر آباد ته مهاجر شو او هلته په حکومت کې د عايداتو د څانګې مشري وروسپارل شوه او له دې وروسته دی لومړی کس و چې بې سوده مالياتي اداره يې جوړه کړه او په ۱۹۴۳ز کال کې وفات شو.
دوکتور محمد حميدالله په حيدر آباد کې وزېږېد د درې وروڼو او پېنځو خوېندو کشری و، د ده ټولو وروڼو او خوېندو درس ويلی و او په عربي، فارسي او اردو پوهېدل او د دوی ترڅنګ يې اسلامي علومو کې هم کافي معلومات لرل. د محمد حميدالله ابتدايي زده کړې د ده په خپل کور کې پيل شوې، لومړی له خپلې مشرې خور نه او بيا يې له پلار نه ولوستل. له دې وروسته په مدرسه نظاميه کې شامل شو، هلته يې اسلامي علوم او عربي ژبه زده کړه او په همدې وخت کې يې له ځان سره په خپلو هڅو انګليسي هم زده کړه.
محمد حميدالله د خپلو زده کړو پر مهال له لويو علماو سره وکتل او له هغوی نه يې پوهه لاسته راوړه چې دوی د ده په شخصيت جوړولو کې مهم تاثير لاره، له هغو علماو نه چې محمد حميدالله يې شاګردي کړې مناظر احسن الکيلاني، مولوي عبدالحق، استاذ عبدالقدير صديقي، استاذ عبدالمجيد صديقي، مفتي عبداللطيف، مولوي صبغت الله، دوکتور سيد عبداللطيف، حسين علي ميرزا او د دوی په څېر د سيمې نورو لويو علماو نه يې ډېر څه زده کړي دي.
په کال ۱۹۲۴ز کې محمد حميدالله په عثمانيه پوهنتون په اسلامياتو کې داخله واخېسته او له دې وروسته يې د حقوقو پوهنځۍ ولوسته او په همدې پوهنځي کې يې په کال ۱۹۳۰ز کې ماستري هم ترلاسه کړه. بيا د عثمانيې پوهنتون له خوا په نړيوال اسلامي قانون کې د څېړنې دنده وروسپارل شوه، چې په دغه وخت کې ډېرو اسلامي او اروپايي هېوادونو ته په خپله موضوع کې د څېړنې له پاره ولاړ، بيا په پوهنتون کې د قانون په څانګه کې دنده وروسپارل شوه او په همدغه وخت کې په پوهنتون کې مسؤولينو د جرمني د بون په پوهنتون کې د زده کړو وعده ورکړه، همدا وه چې په ۱۹۳۲ز کال کې د جرمني د بون پوهنتون ته د زده کړو له پاره ولاړ او په بون پوهنتون کې يې په قانون کې دوکتورا وکړه، د دوکتورا رساله يې د (په اسلام کې نړيوالې اړيکې) په نامه وه، په بون پوهنتون کې دوکتور محمد حميدالله د عربي ژبې او اردو استاذ وټاکل شو. 
کله چې په جرمني کې د دوکتور محمد حميدالله د سکالرشپ موده مکمله شوه، له هغه ځايه انګلستان ته ولاړ او بيا له هغه ځايه د فرانسې پلازمېنې پاريس ته ولاړ، هلته يې د سربون په مشهور پوهنتون کې دوکتورا کې داخل شو، دوکتورا يې د تاريخ څانګه کې لاسته راوړه او د دوکتورا رساله يې (د رسول الله او راشدو خلفاو په عهد کې سياسي وثيقې) نومېده. په جرمني کې محمد حميدالله ته په نړۍ کې د ګرځېدو موقع په لاس ورغله، هغه استانبول ته ولاړ او هلته يې د ترکيې مشهورې کتابخانې وليدې.
په ۱۹۳۸ز کې دوکتور محمد حميدالله بېرته د هندوستان حيدر آباد ته راوګرځېد او هلته بې له ځنډه په عثمانيه پوهنتون کې د فقهې او بيا د اسلامي نړيوال قانون استاذ و. تر هغې چې په ۱۹۴۸ز کال کې يٍې د حيدر آباد د آزادۍ ټولنه تاسيس کړه او د حيدر آباد په هغه وفد کې غړی شو چې ملګرو ملتونو ته له دغې سيمې نه د جدا دولت جوړېدو غوښتنه يې کوله، هغه غوښتل حيدر آباد يو ځانته دولت جوړ کړي او اسلامي اساسي قانون پکې تطبيق کړي، خو مخکې تر دې چې د دوی مذاکرات پای ته ورسي، د هند حکومت په حيدر آباد يرغل وکړ او اشغال يې کړ، هندوستان هم له دوکتور محمد حميدالله څخه خپل تابعيت واخېست او دی د فرانسې پلازمېنې پاريس ته د حيدر آباد د تبعيد شوي په نامه مهاجر شو، د دوکتور محمد حميدالله تابعيت په هندوستان کې سلب شو، هغه هم وويل چې تر هغې چې حيدر آباد ځانته هېواد نه وي منل شوي، بې تابعتيته اوسم.
دوکتور محمد حميدالله په فرانسه کې د شرقي زده کړو له څېړنيز مرکز سره يو ځای شو او د دې ترڅنګ د علمي تحقيقاتو په ملي مرکز سره يوځای شو. په دغه مراکزو کې ده ډېرې محاضرې او لکچرونه ورکړل او د نړۍ ډېرو هېوادونو ته ولاړ.
په پاريس کې دوکتور محمد حميدالله ډېر ساده ژوند لاره، ويل کېږي چې د لوړ تعمير په پورتنيو ځايونو کې يې ځانته ځای نيولی و او همالته به يې خپله څېړنه، تاليف او ترجمه کوله. ترکي محمد رفعت وايي چې د پاريس په کوڅو که له يو ساعت ګرځېدو وروسته مې د هغه ځای وموند، چېرته چې پروفيسور محمد حميدالله يواځې اوسېده. ما ور وټکاوه، چا بېرته نه کړ، له لږ ځنډه وروسته مې بيا ور وټکاوه، خو کوم غږ راپورته نه شو. ما په دروازه يو څه وليکل او بېرته خپل هوټل ته راوګرځېدم. له قدم وهلو وروسته مې د خپل هوټل په ور باندې وليدل چې دوکتور محمد حميدالله زما هوټل ته راغلی و او زما په ور باندې يې ليکلي وو: ((زه بښنه غواړم چې له تا سره مې ونه شو کتلی، زه په خپل ځای کې وم، خو زما غوږونه سم نه اوري، هيله ده زما معذرت ومنې. حميدالله)).
محمد رفعت وايي چې زه د مشر دوکتور دغه تواضع ته حيران پاتې شوم، په داسې حال کې چې نه مو سره ليدلي و او نه مو سره پېژندل، زما هوټل ته راغلی و او ماته يې احوال راکړ. دی وايي چې بيا يې زه کورته ورغلم او نه هېرېدونکي ملاقات مو سره وکړ.
په ۱۹۵۰ز کال کې دوکتور محمد حميدالله د پاکستان په اساسي قانون جوړولو کې برخه واخېسته. د پاکستان د اساسي قانون د جوړولو د کمېټي مشر ام بي احمد پاريس ته ورغلی و او ورڅځه يې په اساسي قانون جوړولو کې د مرستې غوښتنه کړې وه. له دوکتور محمد حميدالله نه وغوښتل شول چې د تلو له پاره څه شروط لري، هغه وويل زه يواځې يو شرط لرم، هغه دا چې کله بېرته پاريس ته ګرځېدم، راته د راتلو اجازه راکړئ. کله چې د دوکتور د دغه خدمت پاداش په اړه ورته وويل شول، هغه دا رد کړه. کله چې پاکستان ته راغی، په کراچۍ کې د لومړي وزير په تعمير کې ورته د اوسېدو له پاره ځای ورکړل شوی و، خو هغه دا ونه منله او ويې ويل چې د خپل د کاکا زوي کره به اوسم. 
دوکتور حميدالله غوښتل د پاکستان اساسي قانون د شريعت مطابق جوړ کړي او اسلام پکې کاملا تطبيق کړي، خو دوی د خپلو مشکلاتو د مخته کولو په بهانه دا ونه منله، کله چې هغه دا کار وليد، بېرته پاريس ته ولاړ، د تلو پر مهال پاکستاني حکومت ترې د پاتې کېدو غوښتنه وکړه، ده وويل: زما وخت مه ضايع کوي.
په ۱۹۵۹ز کال کې د لومړي ځل له پاره دوکتور محمد حميدالله د قرآن کريم الفاظ فرانسوي ژبې ته وژباړل او تقريبا دېرش وارې طبع شوی دی، کله چې په سعودي کې ادارة البحوث العلمية و الافتاء و الدعوة و الارشاد په فرانسوي ژبه د قرآن کريم د ژباړې چاپول وغوښتل د دوکتور محمد حميدالله ژباړه سمه او کره وبلل شوه او همدا د مجمع ملک فهد له خوا چاپ شوه، چې تقريبا دوه مليونه ټوکه چاپ شوی دی. له دې وروسته دوکتور حميدالله د انګليسي او جرمني دوه نورو نړيوالو ژبو ته هم قرآن کريم وژباړه، د انګليسي ژباړه يې په کال ۱۹۶۰ز کې چاپ او خپره شوه.
د هغه مشهور کتاب (القرآن فی کل لسان) يا قرآن په ټولو ژبو کې چې په کال ۱۹۳۹ز کې چاپ او خپور شو، سوره فاتحه يې ۱۲۵ ژبو ته ژباړلې وه.
د پروفيسور محمد حميدالله له مشهورو کتابونو څخه د هغه دوه جلده کتاب دی چې د رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم په اړه يې ليکلی او په پاريس کې په ۱۹۵۸ز کال کې چاپ او نشر شو، دغه کتاب (رسول الاسلام سيرته و اعماله) نومېږي او ۱۰۶۷ صفحې لري، نوموړي کتاب څو څو وارې چاپ شوی دی او په ليکلو کې يې له معتبرو مصادرو استفاده شوې.
محمد حميدالله په دې فکر و چې سيرت د داسې يو انسان ژوند دی چې هر عصر کې د هغه له ژوند نه خبرېدل اړين دي او هر وخت کې انسانان ورته احتياج لري، په دې کې ضروري خبره د ليکلو هم ده، که هغه په دې فکر و چې په سيرت کې علامه شبلي النعماني او سيد سليمان ندوي لوی لوی کتابونه ليکلي زما اړتيا نشته، ښايي په غرب کې ډېری خلک د رسول الله له ژوند نه ناخبره پاتې و، خو ده به ويلې چې دا بايد د عصر په ژبه وليکل شي. د ياد کتاب په څنګ کې پروفيسور محمد حميدالله ځينې نور د سيرت کتابونه هم ليکلي وو چې نومونه يې دا دي:
• الرسول و حياته السياسية
• نظام الحکم في العهد النبوي
• تراتيب الدراسة و التعليم في العهد النبوي
• ساحة القتال في عهد النبوي
• الرسول وثائقه السياسية
• رسالة السيرة النبوية الی العصر الراهن
د دوکتور محمد حميدالله احتياط او توجه په سيرت ليکلو کې د ده له ځانګړتياو څخه دي، د (ساحة القتال في عهد النبوي) کتاب ليکلو پر مهال ورته د احد د غزوې په اړه څه مشکل پيدا شو، د همدې مشکل له امله يې کتاب مکمل نه کړ، کله چې شل کاله وروسته حج ته ولاړ او هغه ځايونه يې په خپلو سترګو وليدل او مشکل يې حل شو بيا يې کتاب مکمل او خپور کړ، چې له دېنه د استاذ محمد حميدالله احتياط او دکتابونو معتبر والی ښکاره کېږي.
د دوکتور محمد حميدالله سيرت ليکل ځانګړی سيرت ليکل و، هغه ډېر داسې څه د سيرت په کتابونو کې ليکلي و چې نورو ليکوالو ورته توجه هم نه وه کړې او ترې تېر شوي و. د سيرت پخوانيو کتابونو د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند له پيله تر پايه په ترتيب ليکلی، دې کې شک نشته چې ډېر عالي کتابونه هم ليکل شوي دي، خو له عصر سره مناسب ليکل د دوکتور محمد حميدالله له ځانګړنو څخه دي. د نوموړي يو کتاب (الرسول و حياته السياسية)همدارنګه ساحة القتال في عهد النبوي او داسې نور کتابونه دي چې اوسنۍ نړۍ ته د رسول الله تجربي وريادي. د دوکتور محمد حميدالله په سيرت ليکلو کې بله ځانګړنه دا ده چې د مستشرقينو په هغه ټکو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کې پرې دوی نيوکه کوي، ځوابوي او عقلي او منطقي دلايل وړاندې کوي ترڅو د هغوی نيوکه بې بنياده وښيي.
دوکتور حميدالله د سيرت په کتابونو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سياسي ځيرکتيا او له خلکو سره تعاملاتو ته ځانګړې پاملرنه شوې، د هغه د سفارتي اړيکو، معاهدو، جنګي تکتيکونو او داسې نورو اړخونو باندې رڼا اچولې او د خپلې څېړنې په اساس يې ډېرو وړو ټکو ته توجه کړې، چې د سيرت په نورو کتابونو کې هغه مسايلو ته هېڅ کومه پاملرنه نه ده شوې.
دوکتور محمد حميدالله د نړۍ په ۲۲ ژبو پوهېده او له دو څخه يې په فرانسوي، جرمني، عربي، ترکي او اردو باندې کامل تسلط لاره. ټايلنډي ژبه يې په ۸۴ کلنۍ کې زده کړې وه او په همدغو مختلفو ژبو يې کتابونه ليکلي وو چې د کتابونو شمېر يې ۱۷۰ ته رسېده او له ۱۰۰۰ نه ډېرې مقالې يې په مختلفو ژبو په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوي دي چې مشهورې يې، المجلة العربية په رياض کې، المنهل په جده کې، الحج په مکه کې، مجلة المخطوطات العربية په قاهره کې، مجلة مجمع اللغة العربية په دمشق کې، الوعي الاسلامي کويت کې، العرفان او الشهاب او الفکر الاسلامي بيروت کې، جوهر الاسلام او هدايه الاسلام تونس کې، اليقظة بغداد کې، الايمان المغرب کې او داسې نورو مجلو سره يې قلمي همکاري کوله.
د پروفيسور محمد حميدالله يو له لويو خدماتو نه چې په فرانسه کې يې مسلمانانو ته ترسره کړی دی، هغه د محصلينو اتحاديه وه، چې په ۱۹۶۵ز کې يې بنسټ کېښود او په خپلو پيسو يې ورته ځای واخېست، دا يوه فعاله ټولنه وه چې د اسلامي نړۍ لوی شخصيتونه يې غړی تېر شوي، لکه مروان قنواتي له سوريې نه، حسن ترابي له سوډان نه و. له دې ټولنې سره ځينو لويو مثقفينو هم همکاري کوله لکه حسن بني صدر له ايران نه، راشد الغنوشي له تونس نه او داسې نور.
استاذ محمد حميدالله په ډېرو نړيوالو غونډو کې چې په مختلفو موضوعاتو کې وې برخه اخېستې وه، د دې غونډو له پاره څو څو وارې الجزاير ته تللی، هلته او نورو ځايونو کې يې د اسلام او اديانو ترمنځ په خبرو او نورو موضوعاتو کې خبرې کړي دي.
دعوتي اړخ کې دوکتور محمد حميدالله ډېر خدمات سرته رسولي او ډېرې اسلامي او دعوتي ټولنې يې جوړې کړي دي چې مشهوره يې (المرکز الثقافي الاسلامي) نومېده، په کال ۱۹۵۲ز کې يې بنسټ اېښی و او وروسته پکې لويو شخصيتونو برخه واخېستله لکه عبدالغفور روان فرهادي له افغانستان نه، احمد طالب ابراهيمي له الجزاير نه، محمد عزيز الحبائي له مغرب نه او نجم الدين بامات له قوقاز نه.
همدارنه په کال ۱۹۶۴ز کې يې له دوکتور سعيد رمضان، ابو الحسن الندوي، محمود بوزوزو او له داسې نورو لويو مفکرينو سره يو لوی اسلامي مرکز د (المرکز الاسلامي) په نامه په جينيف کې بنسټ کېښود، چې دا مرکز په غرب کې د اسلامي دعوت او د مسلمانانو د قضاياو په حل کې مهم رول لوبولی دی چې اوس دغه مرکز استاذ هاني رمضان او دوکتور سعيد رمضان دوی له خوا اداره کېږي.
په کال ۱۹۸۵ز کې د پاکستان حکومت استاذ محمد حميدالله ته د ده د خدماتو او تحقيقاتو په ستاينه کې د دغه حکومت له لورې د هلال امتياز په نامه مډال ورکړل شو چې دا د پاکستان لوی مدني مډال دی او د دې ترڅنګ ۱۰ مليونه پاکستانۍ کلدارې هم ورته اعلان شوې، چې استاذ محمد حميدالله پيسې د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد څېړنيزې څانګې (د اسلامي تحقيقاتو مرکز) ته ورکړې څو د اسلامي خدمت په لاره کې يې مصرف کړي، دا وه د استاذ محمد حميدالله زهد او له دنيا او پيسو سره بې رغبتي.
د ملک فيصل نړيوالې جايزې ته هم استاذ محمد حميدالله ټاکل شوی و، کله چې استاذ شکري فيصل ته چې د دغې جايزې د لجنې له غړو څخه دی معرفي شو، هغه خوښ شو او له استاذ محمد حميدالله نه يې وغوښتل چې دوی ته خپل څو کتابونه واستوي، استاذ حميدالله ورته په ځواب کې وويلې چې ما دا هرڅه د الله جل جلاله د رضا له پاره ليکلي دي نه د بل څه له پاره، نو زما دا کار مه فاسدوئ!. دوکتور محمد حميدالله دومره زاهد او مخلص انسان و، چې حتی د جايزې اخېستلو کې وېرېده د ده په ديني خدماتو ريا يا کوم بل څه را نه شي چې د ده اجر فاسد نه کړي.
استاذ محمد حميدالله د ژوند تر پايه واده ونه ک او خپل له څېړنو ډک ژوند، په پاريس کې په يوه متواضعه او ساده کوټه کې چې له کتابونو ډکه وه تېر کړ. يوه ورځ ګوري چې څوک يې کوټې ته ورننوتلی دی او د ده د بينکي حساب کتابچه يې اخېستې او ټولې پيسې يې وېستي دي، هغه چې دا حالت وليد، نه پوهېده څه وکړي، په داسې حال کې چې پيسې ورسره نه وې، هغه د درې ورځو له پاره هېځ هم نه و خوړلي.
د دوکتور محمد حميد الله هېڅ خپل په پاريس کې نه و او د ده عمر هم ۸۸ کالو ته رسېدلی و، کله چې يې د ورور لمسۍ سعديه عطاء الله د ده له کور نه دغلا له کيسې خبره شوه، دی يې له ځان سره د امريکې فلورېدا ايالات ته يوړ او هلته يې د ده دخدمت له پاره حتی خپله دنده هم پرېښوده او په ښه اخلاص يې د استاذ محمد حميدالله خدمت وکړ، بالاخره د ۲۰۰۲ز کال د دسمبر په ۱۷ نېټه له دې فاني نړۍ نه د تلپاتې ژوند پر لور وکوچېده.
اخځليکونه:
۱. مساهمات الدکتور محمد حميدالله الحيدر آبادي في التحقيق العلمي، ليکوال: جمال الدين الفاروقي
۲. ملتقی اهل الحديث
۳. مع الدکتور محمد حميدالله، ليکوال: استاذ دوکتور مولود عويمر
۴. آشنايي با محمد حميدالله مترجم پيشکسوت قرآن کريم
Muhammad Hamidullah: translator of the Quran. By: Hijaz ۵.
Dr. Muhammad Hamidulla. By: Mohammad Ayaz Abdal ۶. 
Dr Muhammad Hamidullah By Prof. Dr A.R Momin۷. 
Remembering Muhammad Hamidullah. By Mahmud Rafat۸. 
۹. وېکېپېډيا
Dr Muhammad Hamidullah: Great Scholer, Simple man۱۰.

حمید الله زړه ور صاپی 29.09.2011 01:08

ډېرګران اوښاغلئ ورورجلالي صاحب،السلام علیکم ورحمت الله وبرکاتۀ <br /><br />څښتن تعالی ج٠ج٠دې ١٠٠٠ځله درڅخه راضي شي په دې دديره ښه او پرمحتوا<br /><br />بيوګرافۍ چې د داکټرم٠حمیدالله حیدرابادي پۀ باب دې پۀ ټول افغان سایټ کې ليکلې ده٠ما پخوا د هغۀ محترم نوم اورېدلی ؤخوما فکر کاوه چې هغه مصرئ دئ؟ <br /><br />ښۀ شو چې اوس پوه سوم٠اوانشاالله د هغۀ لۀ تاليفاتو څخه مستقبل کې استفاضه ؤکړم٠تاسووګورۍدهسې زاهد اوخالص مخلص دالله درضا لپاره زحماتو تحمل کولوته،؛اوزمونږتش پۀ نامۀ پروفيسورانو ته؟؟؟؟؟؟؟؟٠٠٠<br />نوربه اوس زياتي څۀ نۀ وایم٠تربلې تبصرې٠دالله پۀ امان کې اوسۍ٠ستاورور

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248