11zahidjalali

هغه څوک چې د قرآن په معنی نه پوهېږي قرآن دې لولي او کنه؟

05.02.2012 14:20

هغه څوک چې د قرآن په معنی نه پوهېږي قرآن دې لولي او کنه؟

هغه څوک چې د قرآن په معنی نه پوهېږي قرآن دې لولي او کنه؟

پوښتنه: زه قرآن لولم خو په معنی يې نپوهېږم. آيا دا لوستل ثواب لري او کنه؟ زه بايد قرآن په دې حالت کې ولوم او کنه؟
د ابن عثيمين فتوی: قرآن مبارک کتاب دی، لکه څرنګه چې الله تعالی يې په اړه په قرآن کې فرمايي. انسان ته د قرآن په لوستلو کې اجر شته، که هغه يې په معنی پوهېږي او کنه. مګر مسلمان سره دا نه ښايي چې قرآن دې لولي خو په معنی د پوهېدو هڅه نه کوي. که کوم څوک مثلا وغواړي چې طبي کتابونه لولي، تر هغې چې په معنی يې ونه پوهېږي ترېنه ګټه نه شي پورته کولی او لوستونکی په دغه وخت کې ډېر کوښښ کوي چې ځان يې په معنی پوه کړي څو د تطبيق او عملي کولو لاره ورته معلومه شي.
دا چې د طب لوستلو کې انسان داسې هڅه کوي نو د الله تعالی په کې کتاب کې څه فکر کوئ چې هغه د زړونو شفا ده او د انسان لپاره موعظه ده، که څوک يې ولولي او په معنی يې ونه پوهېږي، څه ګټه به ترې پورته کړي؟
همدا وه چې اصحابو د قرآن له لسو ډېر آيتونه به يې په يو وار نه حفظول، تر هغې چې ځان به يې په معنی او مفهوم وپوهاوه او د عمل لارې به يې ترلاسه کړې بيا به يې نور حفظ کړل.
انسان ته د قرآن په لوستو اجر ورکول کېږي، که په معنی يې پوهېږي او کنه، مګر ضروري ده چې انسان يې په معنی پوه شي او د دې کار لپاره دې له معتبرو علماو سره اړيکه ونيسي او که يې معتبر عالم سره اړيکه نه شو نيولی او له هغه يې د زده کړې وسايل نه و برابر، بيا دې د تفسير معتبرو کتابونو ته مراجعه وکړي والله اعلم.
ژباړن: زاهد جلالي

ابراهيم 15.08.2012 13:04

د بورتني بوشتني جواب بخبله نبي عليه السلام ويلي او هغه دا جي: (د قران د هر حرف به لوستلو لس نيكي حاصليزي زه دا نه وايم جي الم يو حرف دي، بلكي الف يو حرف، لام بل حرف او ميم بل حرف)، اوس تاسو ما ته وواياست: د الم به معنى حوك بوهيزي؟! خو نبي عليه الصلاة والسلام دا كلمه به مثال كي راوري او فرمايي جي به دي سره ٣٠ نيكي حاصليزي!

غوث الله 07.02.2012 17:13

قران یوسپېڅلی کتاب دی ، دقران دیدن ډېر زیات ثوابونه لری ،هغه څوک چی قران په خپل سینه کی ولری هغه ددنیا خو شبخت انسان دی

حليم وردګ 07.02.2012 08:55

ډیره مننه،
زه خو تر اوسه پدې عقیده وم چې هغه عجمي (عرب نه، ځکه عرب نالوستی هم لږ تر لږه د قران په یو څو ویوکو پوهیږي)، د قران په تلاوت او یا غوږ نیولو ورته هیڅ اجر نه حاصلیږي. او تر ننه مې دا خبره هم نده موندلې چې خدای پاک ویلي وي چې « انسان ته د قران په لوستو کې اجر شته، که په معنی ېې پوهیږي او کنه».
مګر دا مې اوریدلي دي چې وايي - مضمون: « کله چې قرآن تلاوت کیده، نو غوږ ورته ونیسئ او تعمق پکې وکړئ - یعنې په معنی ېې ځان وپوهوئ ...».

البته دا پورته فتوی که په هغه وخت کې ایستل شوې وي چې د سواد هیڅ څرک نه و، سمه وه. مګر نن په هیڅ وجهه د منلو وړ نده، او هغه خلک چې د ناپوهۍ یا بیسوادۍ په نامه ښځې او یا د کورنۍ ناغیړه کسان د قرآن د زده کړې څخه معاف او یا بې قصوره بولي هم په خپل ځای یوه لویه تیروتنه ده.

که د ابن عثیمین صیب د فتوی دلایل چې دی ېې لري دلته شریک کړئ ډیره مهرباني به مو وي.

منندوی مو،

حلیم

مننه حليم صاحب

دا فتوا د شيخ عثيمين ده او هغه اوس وفات شوی دی، که د ثقه والي په اړه  يې شک لرې، شک دې لرې کړه ځکه هغه د حجاز له لويو علماو څخه و

زاهد جلالي

عبدالله ابک 07.02.2012 07:46

زه هم د ښاغلي استاد شپون نظر تاييدوم!
پښتانه د قرآن په اړه کم پوهاوی لري حتی ځينې ملايان يې هم د قرآن يو څو ايتونه يوازې د دې لپاره حفظوي چې امامت پيدا کړي او پيسې وګټي.
ما چې اوريدلي د قرآن لوستل په داسې حالت کې چې په معنی او مفهوم يې نه پوهېږي مستحب دی. او مستحب فقط يو ښه کار ته ويل کېږي چې فرض، واجب او سنت نه دی او جبري هم نه دی. دا چې څوک د قرآن له لوستلو سره مينه لري نو کوښښ دې وکړي چې په معنی يې هم پوه شي خو دا په دې معنی نه ده چې لوستل دې هم پرېږدي، بلکې د پوهېدو هڅه دې کوي ځکه چې د علم زده کړه له زانګو تر هديرې ده!

خو پوښتنه دا ده چې شپانه ته ګوره او ملايئ ته؟ !
زه خو وايم دا ميراتمړې ملايي دې پرېږدي ځکه پښتانه نيمچه ملايان ډېر لري هسې نه چې څوکې په کفر متهم کړي!
خپل ناولونه دې ليکي چې ورته تږي يو!
هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه!
د استاد شپانه د اوږده عمرښو ادبي اوپه ځانګړې توګه ناول ليکنو په هيله
عبدالله ابک

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248