11zahidjalali

د مصر جمهور رئيس دکتور مرسي خپله لومړۍ وينا وکړه

25.06.2012 04:44

د مصر جمهور رئيس دکتور مرسي خپله لومړۍ وينا وکړه

د مصر لومړی منتخب انقلابي رئیس دکتور محمد مرسي د جمهور رئيس په صفت خپل لومړۍ وينا کې مصريانو ته وويل چې که مې د خدای او د هغه د رسول ا‌طاعت کاوه، په خپلو وعدو ولاړ وم، تاسو مې ا‌طاعت وکړئ او که خدای مه کړه نه، بيا نو تاسو زما اطاعت ونه کړئ او هغه زیاته کړه چې د دغه قرآني آیت په اساس به تعامل کوم او خپلې وعدې به له تاسو سره پوره کوم:
(وَاتَّقُواْ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ 281) (البقرة)
دکتور مرسي د مصر جمهور رئيس وويل چې که د شهداو وينې او انقلاب نه و، زه به ستاسو جمهور رئیس نه وم، دکتور مرسي له مصريانو سره د شهیدانو د انتقام وعده وکړه او ويې ويل چې د شهيدانو وينې به ضايع نه شي.
مرسي صاحب وويل چې انقلاب به تر هغې روان وي چې خلکو د انقلاب اهداف او هيلې تر لاسه کړي. مرسي مصريانو ته وويل چې د خدای په هغه وينا دې عمل وکړي چې وايي: (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ) (آل عمران: من الآية 103) هغه وويل چې د مصریانو په صفت به له ټولو مؤامراتو او فتنو سره مقابله کوو او د مصر د پرمختګ لپاره به شپه او ورځ هڅې کوو.
د مصر لومړي منتخب رئیس خپل لومړۍ وينا په دغه قرآني آيت پای ته ورسوله:
(وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ) (يوسف: من الآية 21).

 

مومن سنګر 26.06.2012 12:19

خدای دی ددښوکولو توفيق ورکړی ترڅو يي کارنامې زمونږ مشرانوته ددرس اخيستنې سبب وګرځی. ولی چې زمونږ اخوانيانو خو هم ځان وشمرمولو او هم دين او انقلاب

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248