11zahidjalali

قرضاوی: ایران او حزب الله د اسد د ظلمونو ملاتړ کوي

25.06.2012 13:19

قرضاوی: ایران او حزب الله د اسد د ظلمونو ملاتړ کوي


ژباړه او لنډیز: اسدالله ریان

وتلي مصری عالم دوکتور یوسف قرضاوی د سوریي ولس وهڅاوه ترڅو د بشار الاسد د ظالم نظام پر وړاندې خپل مقاومت ته ادامه ورکړي او څرګنده یې کړه چې دی ایمان لری د سوریی ولس به بری مومي.

د مصري ژورنالستانو د اتحادیې لخوا په جوړ شوي عمومي کنفرانس کې چې موخه یې د سوریی د مظلوم ملت ملاتړ او د انقلاب د لمړی کلیزی لمانځل وو، د مسلمانو علماوو د اتحادیی مشر دوکتور یوسف القرضاوی د سوريی په پوځ غږ وکړ چې د خپل عزت او مېړانی حس په ځان کې ژوندی کړي او د اسد فشارونو ته اوږه ور نه کړي، د اسد پوځ پریږدي او د خپلواکې سوریی د بچیانو سره یو ځای شي.
نوموړي د سوریی له ټولو جبهو وغوښتل چې په دی حساسو شیبو کی په واحد صف کې یوځای شي او د هغو جنایتونو مخه ونیسي چې د ولس په حق کې ترسره کیږي.

سربیره پر دی دکتور قرضاوی، بشارالاسد خاین وبللو او د هغه ټول وژنې یې د انساني او اسلامي اخلاقو خلاف وبللې.

همدا راز قرضاوی پر ایران او د لبنان په حزب الله ډلې هم نیوکه وکړه، ویې ویل: “دا حزب الله (د الله لښکر) نه دی، ځکه چې د ظلم، وژنو او د استبدادي نظام په حمایت کې ګام اخلي.”

هغه د سوريی مسلمانانو ته په خطاب کې وویل: “تاسې یواځی نه یی، بلکه د مصر، تونس او نورو عربي هیوادونو وګړي او د نړۍ ټول آزاد آزادي خوښونکي له تاسو سره دی. نو په خپل منځ کې سره متحد شي او د یو بل ملاتړ وکړئ. تاسې خپلواک ولس یاست نو غلامي رد کړي.”

په همدې توګه قرضاوی له عربي ولس څخه وغوښتل تر څو هغه پنځه کورنی محاکمه کړي چې د عربي هیوادونو تیل او په میلیاردونو ډالر یی لوټ او تالا کړي دي، چې دا کورنی د اسد، مبارک، قذافي، زین العابدین بن علي او علی عبدالله صالح کورنۍ دي.

له اصلاح آنلاينه په مننه

نعمت الله برکت 04.07.2012 11:48

جلالي صيب الله دی نور هم د داسی ابتکاراتو توفيق درکړی يقينا دا د اسلام پيغام د خپراوي او د نړی مسلمانانو ته د يو بل له حاله خبريدو په لاره کی يو په زړه پوری ګام دی. زما يوه غوښتنه داده چی تاسی کله له اصلاح انلاين يا کومی بلي سرچينی څخه کوم مضمون دلته خپروئ نو که يوځل په هغه باندي سر سری نظر واچوئ ډېره به ښه وي ځکه د Font په بدليدو سره کله کله په ليکنه کي ډېر توپير رامنځته کېږی په ځانګړی توګه په (ی) ګانو کی.، په ټوله اسلامی مينه<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248