11zahidjalali
مخامخ خبرې (۹)ښځه د اسلام له نظره (د څو تېروتنو تصحېح)
29.07.2012 05:42
مخامخ خبرې (۹)ښځه د اسلام له نظره (د څو تېروتنو تصحېح)
لیکوال: زاهد جلالي
په اسلام کې د ښځې حقوق يو له هغو موضوعاتو څخه دي، چې د اسلام دښمنان غواړي، د اسلام دغه منصف، خو پيچلی نظر خلکو ته داسې ښکاره کړي، چې ګنې اسلام له ښځې سره ظلم کړی او نر ته يې افضليت ورکړی. په داسې حال کې چې اسلام اصل د نر او ښځې تر منځ مساوات ايښی دی، خو زموږ په ټولنه کې دغه حقيقت نه دی درک شوی.
اسلام ښځې ته لوړ مکانت ورکړی، همدا ده چې د قرآن يو اوږد سورت يې د (النساء) يا ښځو په نامه ياد کړی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وروستيو وصاياو، د ښځو په هکله دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم له ښځو سره د نرمۍ او ښو اخلاقو په هکله فرمايي: ( أيها الناس، اتقوا الله في النساء، اتقوا الله في النساء، اوصيكم بالنساء خيرا ) ای انسانانو، د ښځو په هکله له خدايه وډار شئ، د ښځو په هکله له خدايه وډار شئ، د ښځو په هکله تاسو ته د خير وصيت کوم.
دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم وروستۍ خبرې دي چې مسلمانانو ته يې کړي دي. طبيعي ده چې انسان په وروستي وصيت کې د ډېرو مهمو موضوعاتو په هکله له خپل اهل سره خبرې کوي، نو دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل وروستي وصيت کې ښځې يادې کړي او نران يې د ښځو په هکله له خدايه ډار کړي، ښکاري چې ښځې د انسان په ژوند کې ډېرې مهمې دي او اسلام يې په دې اهميت قائل دی.
دا د هر عالم او ملا خبره ده، چې د اسلام ټول احکام عادلانه دي او د ښځو په موضوع کې همدارنګه، خو د ځينو پوښتنو تفسير هم د ډېرو داسې دی، چې اسلام په کې غير عادل معرفي کېږي.
څه موده مخکې مې د مېرمن بلقيس مکيز خاطرې لوستې. رښتيا هم ډېرې بدې ورځې پرې تېرې شوي دي، خو زه يې ملامتي په خپله غاړه اچوم. دا د هر انسان ځانګړنه ده چې نه غواړي ملامت ثابت شي. مېرمن مکيز خو په دې ځانګړنه کې تر نورو ډېره مخکې وه. بلقيس مکيز خپله کيسه کوي چې ((له کلي کابل ته راغلې وم. د ښار له دود سره آشنا نه وم. پر لار يوه ځوان سلام راکړ، ما هم ورته په موسکا ځواب ورکړ[1]))!! د مېرمن مکيز خراب او ګډوډ ژوند له همدې ځايه پيلېږي. څوک چې کليواله وي، هغه د پرديو هلکانو له سيوري تښتي، په تېره بيا چې د قاضي برهان الدين په څېر انسان کور کې لويه شوي وي او د شهيد ګهيځ تر سيورې لاندې يې زده کړې کړې وي، خو بيخي د پرديو هلکانو له سلامه يې زړه لړزېږي.
له دغې موسکا وروسته مېرمن مکيز له دغه هلک سره اشنايي پيدا کوي او بيا واده کوي. په دغه ډول درنه کورنۍ کې د لارې د سر واده د چا په تصور کې هم نه راځي، خو همدا ده چې د بلقيس مکيز بدبختيانې پيلېږي. هغه بيا هڅه کوي، چې د دغو بدبختيانو ملامتي پر نورو واچوي. حتی تر دې چې د خپلو خاطراتو (ګذرګاه بسته) په ۱۳۹ مخ کې وايي: ((به هر حال راست راستی من از فيصله های شريعت در مورد زن دل خوشی نداشتم، آخر زن بودن ګناه زن است؟ زن از جمع انسانها نيست؟ پس چرا زاده شده؟ و آن نوشته خودم بيادم آمد که تحت عنوان (بازيچه بنام زن) در کابل نوشته بودم و با نشر قسمت اول آن مجله ژوندون که مدير آن محترمه (شکريه) رعد بود، از چاپ بخش دوم آن جلوګيری ګرديد. بخاطر چه؟ واضح بخاطر که زن هيچګونه حقوقی را در اجتماع و خانواده نبايد داشته باشد، و اګر کسی بخواهد که دردهای را انعکاس دهد و او را منحيث يک انسان دارای تمامی حقوق در جامعه بروزدهد بايد جلو آنرا ګرفت طوريکه نوشته من بعد از شماره اول اجازه چاپ به صورت مسلسل نه يافت[2])).
ميرمن مکيز د خپلو ټولو غلطو کړنو ملامتي پر اسلام او ټولنې اچوي او د خپلې ليکنې يادونه کوي، چې له لومړۍ برخې وروسته يې د چاپ اجازه نه لرله، که څه هم ما هغه ليکنه نه ده ليدلې، خو کېدی شي په هغه ليکنه کې يې هم خپل ډک زړه په ديني مقدساتو تش کړی وي او خپله ملامتي به يې په ټولنه اچولي وي، ځکه به پوهانو د ليکنې د خپرېدو اجازه نه وي ورکړې.
دا چې مېرمن بلقيس په يوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلې، د ياد کتاب په وروستي برخه کې خپل زړه تشوي، سره له دې چې وايي د شريعت فيصلې مې خوښې نه وې، خو دا چې اورېدلي يې دي، د اسلام دين هر چا ته مناسب حقوق ورکړي او په دغه حقيقت په اصل کې قانع نه ده، بيا خپله خبره بېرته داسې جبيره کوي ((نميدانم زن بيچاره چرا از جانب قوانين آسماني چون شئ بی ارزش و بی مفهوم و بدون قضاوت خويش ګنهکار شمرده شده است. اما من شايد به اين قضاوت خويش ګنهکار شمرده شوم، زيرا شريعت محمدی خوب ترين و مناسب ترين حقوق را برای زن تعين کرده است. مګر واقع اين جامعه است که به عوض خم شدن به پای زن اورا سرکوب و ذليل می سازد[3])).
که څه هم ډېره غلطي د مېرمن بلقيس مکيز ده، خو بيا يې هم زه ډېره نه ملامتوم او دغه پرګراف يې که څه هم ديني مقدساتو ته سپکاوي کوي، بيا يې هم نه ملامتوم، ځکه هغې ته په خپل کورنۍ کې د قاضي صاحب له لورې دا ورښودل شوې، چې ښځه په خبره نه پوهېږي، وهل، ټکول، غير انساني معامله ورسره کول او نور سپکاوی يې روا دی او دا د اسلام چلند دی چې له ښځې سره يې کوي!
ميرمن بلقيس وايي چې د حبيب په نامه خاوند يې پرې ډېر ظلم کاوه، حتی مرګونې وارونه يې پرې کول، خو دا داسې ګومان کوي چې اسلام هغه ته د دې اجازه ورکړې ده، خو نه داسې نه ده. که څه هم اسلام د طلاق واک سړي ته ورکړی، هغه هم د دې له پاره چې ښځه ژر غصه کېږي او شايد کورنی نظام په ډېره وړه خبره له منځه يوسي، خو که چېرته سړی په خپلې ښځې داسې ظلم کوي، بيا ښځه هم خپل طلاق اخيستی شي او حتی د داسې ظالمانه وهلو مجازات هم قاضي ورکولی شي.
که څه هم دا خبره زموږ په ټولنه کې ډېره عامه ده، چې اسلام ښځې ته خپل حقوق ورکړي، خو په حقيقت يې ډېر خلک نه دي پوه او زموږ په ټولنه کې يې تطبيق نه شته.
د هغه خطيبانو دا خبره ډېره مشهوره ده، چې وايي، د اسلام له نظره ښځه درې وختونو کې له کوره وځي، يو هغه وخت کې چې د مور له ګېډې دنيا ته راځي، دوهم هغه چې د پلار له کوره د خاوند کور ته ځي او درېيم هغه چې د قبر په لور ځي. امام غزالي رحمه الله د دې خبرې په ځواب کې وايي: ((درې کاله مخکې مې يو خطيب وليد، چې ډېر په غصې سره يې ويل: خدای دې په هغو ورځو ورحمېږي، چې ښځه په کې له درې وارې ډېره نه وتله، يو هغه چې دنيا ته راځي، بيا د مېړه کور ته تګ او درېيم، د قبر ته په تلو کې. ما ورته وويل: نه، خدای دې په دې ورځو کې برکت واچوي او هغه ورځې دې په موږ بيا نه تکراروي، دا د جاهليت ورځې وې، نه د اسلام. دا د ظالمو رواجونو بريا وه، نه د مستقيمې لارې امتداد...))[4]
د بعضکم من بعض منطق:
اسلام کې ښځه او نر يو د بل مکمل کوونکي دي. په ټولنه کې نر ښځې ته او ښځه نر ته اړتيا لري، چې د دواړو په اتحاد کې ټولنه مکمله کېږي، همدا ده چې آدم عليه السلام په جنت کې هم له حوا عليها السلام سره وه. د قرآن منطق د (بَعْضُکُمْ مِّنْ بَعْضٍ [5]) منطق دی، يعنې ښځې او نر يو له بل څخه دي او يو د بل مکمل کوونکي دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (انما النساء شقائق الرجال[6]) يعنې ښځې له نرانو سره مساوي دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث کې فرمايي: (ما أكرمهن إلا كريم[7]) څوک چې يې (د ښځو) اکرام وکړي، هغه کريم دی.
اسلام د ښځې په اهميت او رول قائل دی. اسلام له ښځې سره هېڅ ډول ظلم نه دی کړی.
په دې ټول پوه دي چې د علب طلب په ښځه او نر فرض دی. اسلام د ټولنې دغه ضرورت په نظر کې نيولی، ځکه يې علم په ښځه او نر فرض کړی دی. امهات المؤمنين، د صحابه و ښځې، د نورو لويو علماوو ښځې په پوهه کې تر نرانو وروسته نه وې پاتې، هغوی سره له دې چې په فقه او حديث پوهېدې، مګر د دې تر څنګ په شعر او ادب هم پوهېدې. زموږ علماوو به ويلې چې فلانۍ عالمې، شيخې، صالحې فلانۍ د فلانۍ لور ويلې....[8]
نر ته د ښځې د دوه چنده ميراث حکمت:
لومړۍ خو دا چې په ډېرو لږو ټولنو کې ښځو ته ميراث ورکول کېږي. دا عادت هغه له اسلامه مخکينی عادت دی چې هغه وخت کې به د عربو جاهلانو، ښځو او ماشومانو ته په ميراث کې برخه نه ورکوله او ويل به يې چې دوی خو جګړه نه کوي، د خلکو ساتنه نه کوي، نو دوی په ميراث کې برخه نه لري. نن موږ هغه جاهليت کې يو او ښځې سره په دغه موضوع کې جفا کېږي، په داسې حال کې چې اسلام ښځې ته په ميراث کې خپل حق ورکړی او دا تقسيم يې ډېر عادلانه دی.
ډېری مستشرقين په دې نيوکه کوي، چې اسلام ولې نرانو ته د ښځې دوه برخې ميراث ورکوي، دوی وايي چې دا له ښځې سره ظلم دی، په داسې حال کې چې دا تر ټولو عادلانه فيصله ده، ځکه اسلام ښځه د نفقې مسؤوله نه، نر يې مسؤول ګڼي. که ښځه څومره پيسې هم ولري او نر څومره ناداره هم وي، د کور مصرف په نر دی.
بله دا چې ښځه مهر هم له نر څخه اخلي، نو ښځې ته له نره هم زياته برخه ورکول شوې ده او دا هسې پوچه ادعا ده، چې دوی غواړي له دې لارې خلک له اسلامه متنفر کړي.
د څلورو ښځو د جواز حکمت او شرط:
اسلام يو سړي ته د څلورو ښځو اجازه ورکړې. دا موضوع هم د ډېرو مغرضو کسانو له لورې تر نيوکو لاندې نيول شوې او غواړې له دې لارې وښيي چې اسلام له ښځې سره ظلم کړی، خو دا يې هېره کړې چې يوه ښځه تل نه شي کولی د خپل خاوند شهواني غوښتنې پوره کړې، ځکه ښځه مياشتنۍ ناروغي لري او په دغه وخت کې جماع نه شي کولی. کله چې ښځه اولاد وزېږوي هم تر ډېره نه شي کولی جماع وکړي، نو ځکه اسلام دغه مشکل ته په کتو او د نورو مصلحتونو په ليدلو، نر ته د څلورو ښځو اجازه ورکړې، خو په دې شرط چې د دوی تر منځ عدل وکړي. هرې ښځې ته د نورو په اندازه مال او د کور ضروريات ورکړي او له هرې يوې سره په مساويانه اندازه تعامل وکړي، يعنې په نوبت دې هرې ښځې ته ورځي، خو که چېرته چا د ښځو تر منځ عدالت نه شو کولی، نو بيا اسلام د نورو ښځو اجازه نه ورکوي.
اصل د نر او ښځې تر منځ مساوات دی:
اسلام د ښځې او نر تر منځ مساوات اصل ټاکلی دی او دا له هغه الهي حکمه معلومېږي چې په سورت بقره کې کې فرمايي: (وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ[9]) ابن عباس رضي الله تعالی عنه د دغه آيت شريف په تفسير کې فرمايي: ((زه خپلې ښځې ته ځان داسې سينګاروم لکه دا چې يې ما ته سينګاروي[10])).
د دې آيت په تفسير کې امام محمد عبده[11] فرمايي؛ ))دا کلي قاعده ده چې ښځه له نر سره په حقوقو او وجايبو کې مساوي ښيي، يوازې په يو کار کې فرق لري، چې هغه خدای تعالی داسې بيان کړی دی: (وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَة[12]) خو نر ته يې يوه درجه نسبت ښځې ته اضافه ورکړې ده، دا درجه د قيادت او مشرۍ درجه ده، ځکه کور هم د يوه نظام وړوکی او ابتدايي شکل دی، نو دلته هم بايد يو مشر وي، چې په فيصله کې ټول شريک دي خو وروستۍ منظوري د کورنۍ د مشر په لاس کې ده، ځکه هغه د کورنۍ ټوله نفقه ورکوي[13]((.
امام محمد عبده د (درجه) په تفسير کې فرمايي: ((دا آيت په ښځه يو او په سړي ډېر څېزونه واجبوي، ځکه دا د رياست درجه ده، چې د الله تعالی دغه قول يې تفسيروي (الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ[14]) زوجي ژوند ټولنيز ژوند دی، نو هره ټولنه رئيس او مشر ته اړتيا لري، ځکه چې يوه ټولنه کې مختلف نظرونه وي، خو مصلحت تر هغې نه قائم کېږي چې رئيس نه وي، کله چې اختلاف رامنځ ته کېږي، امر رئيس ته رجوع کوي او د هغه فيصلې ته منتظر وي او که هر يو خپل نظر پسې وګرځي، د ټولنې نظام مختل کېږي. نو بايد په کورنۍ کې مشر وي او نر په مشرۍ کې حقدار دی، ځکه چې مصلحت ښه پېژني او په خپل قوت او مال، د يو نظر په تنفيذ کې تر نورو قادر دی، نو همدا ده چې نر ته اسلام په نفقې امر کړی او ښځې ته په معروف کار کې د اطاعت امر شوی[15])).
دا هغه مسائل وو چې زموږ په ټولنه کې يې تفسير سم نه دی شوی. په ځانګړي ډول هغه کسان چې خپله په همدغو ګناهونو کې ککړ دي، خپله لکه د عيسايي راهبانو په څېر قرآني آيات په خپل زړه تعبيروي او تفسيروي او دغه مظلوم قشر ته داسې ښکاره کوي، چې دا د خدای په وړاندې ستاسو حالت دی، نو له پيښې تېښته نه شته.
هغه مستشرقين چې غواړي د اسلام اصلي څېره خلکو ته بدرنګه معرفي کړي، دغه مسائل غلط تفسيروي او غواړي له دې لارې وښيي، چې اسلام له ښځې سره ظلم کړی دی او متاسفانه بيا د مېرمنن بلقيس په څېر روشنفکره او له دنيا خبره ښځه هم، د دغو منفي تبليغاتو تر اغېزې لاندې ځي، نو بايد ښکاره کړو، هغه علماوو چې د اسلام حقيقت درک کړی دی، په دې قانع دی، چې اسلام ښځې سره ظلم نه، بلکې خپل مناسب حق يې ورکړی دی.
[1] ګذرګاه بسته، ليکنه: بلقيس مکيز، بنګاه انتشارات ميوند، کابل ۲۰۰۹م کال، صفحه ۲۴.
[2] ګذرګاه بسته، صفحه ۱۳۹.
[3] ګذرګاه بسته، صفحه ۲۲۱.
[4] تحرير المراة في عصر الرسالة، ليکوال: دوکتور عبد الحليم ابو شقة، لومړی ټوک، صفحه: ۵، دار القلم، پنځم چاپ، ۱۹۹۹، د شيخ غزالي صاحب مقدمه.
[5] سورت: آل عمران، آيت: ۱۹۵.
[6] ابو داوود روايت کړی.
[7] الباني صاحب د ضعيفو احاديثو په سلسله کې راوستی.
[8] تحرير المراة في عصر الرساله، صفحه: ۱۰، د قرضاوي صاحب مقدمه.
[9] سورت البقرة، آيت ۲۲۸.
[10] الاسلام و المراة فی راي الامام محمد عبده، ليکوال: دوکتور محمد عماره، دار الرشد، پنځم چاپ ۱۹۹۷ صفحه ۶۰.
[11] مصري عالم او مفکر امام محمد عبده په کال ۱۸۴۹م کې د مصر په بحيره کې وزېږېد. په ازهر شريف کې يې ديني زده کړې کړي دي او د علامه سيد جمال الدين افغان له مشهورو شاګردانو څخه و، چې د عروة الوثقی په چلولو کې يې ورسره پوره مرسته کوله. په کال ۱۹۰۵م کې وفات شو او په قاهره کې خښ کړل شو.
[12] سورت البقرة، آيت ۲۲۸.
[13] الاسلام و المراة فی راي الامام محمد عبده، صفحه ۵۹-۶۰.
[14] سورت النساء، آيت ۳۴.
[15] الاعمال الکاملة للامام محمد عبده، دراسة و تحقيق: د. محمد عماره، ج ۴، صفحه ۶۳۰-۶۳۵.
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com
حلیم 01.08.2012 06:08
ډیره مننه
زه د قران د نص سره سل په سلو کې توافق لرم، خو هغه څه چې تاسو او یا زیاتره شیخان ېې تفسیروي کاملا مخالف یم.
یوازې یو ټکي ته دلته شاره کوم: د ښځو تعدد (یا د څو ښځو نکاح کول)
وروره، تر ننه هیڅ عالم د هغه ایة د شأن نزول په اړه چې د څلورو ښځو روایت پکې راغلی دی هیڅ څه ندي ویلي. ولې؟
- آیا خدای ج واقعا د ښځو تعدد ددې حکمت پر بنسټ روا کړیدی چې هغوی د نرانو شهواني غریزه نشي پوره کولئ؟
- آیا په ریښتیا چې د خدای ج د حکمت تقاضا دا وه چې د ښځو میاشتینۍ مریضي او په هغه وخت کې د نرانو د شهوت د اشباع فکر وکړي؟
- آیا د خدای ج حکمت همدومره و، چې یو نر لس ورځې خپل حیوانیت کنټرول کولی نشي، خو په بدل کې ېې ښځې میاشتي او کلونه د میړونو په فراق کې ژوند وکړي؟
- آیا د خدای ج موخه له عدالت څخه یوازې جامه، خوراک، شپنی نوبت، او داسې نور بسیط څیزونه و؟ کچیرې ستاسو منطق په همدې پورته یادو څیزونو کې عدالت د خدای ج موخه مني، بیا آیا ددې تصور نشئ کولی چې: کچیرې تاسو (عالمانو) ته یو څوک ټول ژوند په خوراک، لباس او شپني نوبت کې محدود کړي، تاسو به ېې ومنئ؟ آیا خپل ټولنیز ژوند، خپل غرور چې د همځولو، کلیوالو، ملګرو ... ترمنځ ېې لرئ، یوازې په دې دریو څیزونو له لاسه ورکړئ؟ ښکاره خبره ده چې نه! په همدې ډول د ښځې ضمیر او وجدان دا نه مني چې خپل ټولنیز یا انساني غرور ېې د بنې په را وستو سره تر پښو لاندې شي. او د هیڅ ښځې ضمیر دا نه مني چې پر بله ښځه بن شي، مګر د هغې د ولایت (پلار، ورور ...) چې بیا یو نر دی دغه ظالمانه پریکړه کوي او د دوی غرور وژني، کنه، ښځه په هیڅ ډول د بلې ښځې بن نه راځي.
- په جاهلو عربو کې تر ننه دغه جاهلانه غرور پاته دی، څوک چې ډیرې ښځې لري هغه ښه ټولنیز شخصیت دی هغه د غرور او درناوي وړ دی. د ښځو د زیاتوالي او شخصیت ېې څه؟ آیا دا د جهالت ښکاره بیلګه نده؟ آیا حضرت محمد ص د خپلو ښځو په تعدد غرور کړیدی؟
زما له ټولو دیني عالمانو دغه ګیله ده چې، ولې اسلام او د هغه نصوص د خپلو خواهیشاتو قرباني کوئ، او که د دوښمن تر برید لاندې راځئ بیا خو ېې دلیل پر منطق او د قران له حکمت څخه ورته راوړئ نه له خپلې عیاشئ او ... څخه.
بیرته راځم د ښځو د تعدد د قراني حکمت مسئلې ته:
- څه وخت د ښځو تعدد روایت وموند
کله چې زیاتره مسلمان نران په بیلابیلو جنګونو شهیدان شول او بې شمیره ښځې بې سر پرسته شوې، له دوی څخه د فقر او لدې لارې د فحشا ویره وه، نو ځکه حکیم ذات ج پر ښځو د مهربانۍ له مخې د ښځو تعدد ته اجازه ورکړه. بیا هم خدای پاک دوی ته په عدالت امر وکړ، کوم چې په نني عصر کې دغه عدالت یوازې په خوراک او څښاک کې را نغاړل شویدی.
- آيا د ښځو په تعدد کې د نرانو شهوت ته پام شوی و
نه! پاک خدای ج د نرانو د شهوت خبره هیڅکله پدې برخه کې نده یاده کړې، بلکه دا نن چې څوک پدې خبرو شخوند وهي، ټول د خپلې خیټې ملایان دي، نه د قران او حدیث. د ښځو تعدد یوازې د ښځو د بې سر پرستۍ او هغوی څخه د فحشا د مخنیوي په موخه روایت موندلی دی.
وروڼو، ډیر داسې مسایل دي چې په ننۍ اسلامي نړۍ کې جاهله طبقه د خپلو ګټو یا مقاصدو له مخې هغې ته دیني مصنوعي روایت جوړوي او خپل ځان له ګناه مبری ګڼي، پداسې حال کې چې د هغې مسئلې اصل او حکمت کاملا بیل او کاملا مختلف دی. دا پورته یاد حکمت چې ما ورته اشاره وکړه، او هغه چې جلالي صیب ذکر کړیدی (البته زیاتره غرب میشته مسلمانان دغه دلیل راوړي) ددې ډول سم او ناسم تعبیر ښه بیلګه ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بلاګر ځواب:
محترمه وروره!
او دا چې تاسو ويلي (عدالت) عدالت يوازې په خوراک څښاک کې نه دی، تاسو ناسم پوه شوي ياست، ځکه په ما غصه يئ. عدالت هم په خوراک کې دی او هم په انساني وضع او شهواني غرائضو په پوره کېدلو کې.
په درنښت
دین محمد وردګ 01.08.2012 05:35
یو دوست د افغانستان د اشغال خبره کړې ده . زه وایم دغه اشغال د چا له لاسه و؟ افغانستان سره خو ځکه ټوله دنیا دښمنه شوه چې د طالبانو منحوسې ډلې افغانستان ته د ټولې دنیا دښمني راوړه او د اسامه په یارانه کې یې وطن ته اور واچاوه .
دغه دوست لیکلي دي چې طالبان خو ټول کارونه نه شي کولای . قدرمنه وروره، کله چې خارجیان نه وو هم طالبانو د ښځو د بې علمۍ حکمونه صادر کړي وو. دا یوه بې سواده او جاهله ډله ده چې بشریت ورباندې شرمېږي. دا هماغه ډله ده چې وزیرانو به یې لرګي په لاسونو کې وو او خلک به یې په کوڅو او بازارونو کې ورباندې وهل. دا هماغه ډله ده چې په عامو لارو کې ماینونه خښوي او پښتانه کلیوال او نور مساپر ورباندې وژني.
زما په نظر د طالب دفاع د شرم خبره ده او پکار خو دا ده چې د دین او دنیا له خجالته ځانونه لرې وساتو.
anti warscrime 31.07.2012 01:14
زاهد جلالي صاحب !كور داباد او سه او خيرونه يوسى ،چې دښځو حقوق د داسلام له نظره تشريح كړي دي او د اسلام له نظره د دنارينه وو سره منحيث دانسان مساوي مقام ورته تثبيت كړى دئ .
زموږ پښتني ټولنه يوه دوديزه ټولنه ده او هغه نارواوې او بى عدالتۍ چې زموږ دخويندو او ميندو سره كيږي داسلام او شريعت سره هيڅ تړاو نه لري.كه داسلام دمقدس دين دستورونه او احكام عملي شي دمسلمانانو د ښځو سياسي او اجتماعي حالت به دسهولت ،نيكمرغۍ،ترقۍ ،رفاه ذهني او فكري سكون او جسمي سالميت له نقطه نظره  په ټول جهان كى نمونه اي او مثالي بڼه ولري او دنورو دينونو او فرهنګونو پيروان به داسلام دين ته ديوه مطمين او ابرومندانه ژوند د درلو دلو له پاره رجوع وكړي او داسلام په دين به مشرف شي .
زه دځينو وروڼو او خويندو ته چې دطالبانو دسخت دريځۍ څخه سر ټکوي وايم ،چې يو څه دانصاف نه بايد كار واخلو او دافغانستان په د بحراني حالت كى چې ددنيا ټول فرعوني او شيطاني قدرتونو لاس سره يو كړى او افغانستان يى تر وحشيانه تجاوز او اشغال لاندى راوستلى دئ دطالبانو نه چې ددى سفاك دښمن يه مقابل كى دځانونو په قربانولو مقاومت او مبارزه كوي دژوند په هره برخه كى دعادلانه برخورد تمه بايد ونه شي او نه طالبان دومره وس او امكانات لري چې د يوه درانه او نابرابره جنګ تر څنګ هر څه ته رسيدګي وكړي .
فعلا په افغانستان كى دغربيانو داشغال له كبله بى له ملي خاينانو او دپرديو داجنتانو نه دهيچا حقوق خو
څه كوي سر او ژوند نه دى په امان كى ،نو اول بايد ددى شر نه ځانونه خلاص كړو او بيا دښځو او نارينه وو دحقوقو اعاده د اسلامي ارشاداتو سره دطالبانو نه وغواړو.
حلیمه، کندهار 30.07.2012 12:09
غمجن ورور په جرمني کې ناست دی ، په خپلو لوڼو او زامنو به هم درسونه وایي. خو که دی زما په شرایطو کې وای چې طالبانو مې ژوند راتباه کړ، بیا به یې هیڅکله دا نه وو ویلي چې طالبان زموږ برخه ده. د طالبانو ډله چې راتله زه په یولسم ټولګي کې وم او دوی له تعلیمه منع کړم. اوس د کور میرمن یم . له ځان سره کله کله فکر کوم چې که طالبانو د مکتب مخالفت نه وای کړی اوس به شاید یوه ډاکتره وای. یوه انجنیر ه به وای او ډېر ښه ژوند به مې و.
همدا اوس د افغانستان په پښتني سیمو کې طالبانو په میلیونونو نجلۍ او هلکان له درسونو محروم ساتلي دي. که غمجن مومن خپل اولاد د طالبانو تر کنټرول او ظلم لاندې سیمو کې ساتلای، بیا به یې خبرې نورې وې. متل دی وایي چې ډک نس پاړسي وایي. دی ملامت نه دی چې طالب ورته د د ځان لاینفک جز ښکاري. زه خو یې د آی ایس آی لاینفک جز ګڼم او که ده ته خپل ښکاري نو مهرباني دې وکړي د دوی تر ستم لاندې سیمو کې دې ژوند وکړي. درو، وهلو ټکولو، په زور ډوډۍ خوړلو، په لارو کې ماینونو خښولو او پر له پسې جګړو ته دې ځان ټینګ کړِي او د خلکو حلالول او د سنګسارول دې وګوري.
رسول د خدای وایي چې مومن هغه دی چې څه ځان ته غواړي بل ته یې هم غواړي. غمجن مومن ځان ته او خپلو اولادونو ته جرمنی خوښ کړی دی خو مونږ ته وایي چې د وزیرستان له واسکټیانو سره شریک ژوند وکړو.
ټولې تبصرې
ستاسو تبصره
لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248