11zahidjalali

مخامخ خبرې (17)ظاهر که حقيقت؟!

25.11.2012 13:41

زاهد جلالی

زما ډېر دوستان په دې باور دي، چې د انسان شکل ډېر اړين دی، انسان که ښه وي او که بد، بايد ظاهر يې برابر وي او دا زموږ د ټولنې عادت هم دی، زموږ په ټولنه کې که څوک څومره متدين هم وي، خو چې ظاهر يې د دوی له ذهن سره برابر نه وي، چا ته د منلو وړ نه دی او د دې په مقابل کې که څوک څومره غټ بې دينه هم وي، خو چې ږيره يې غټه وي، ښه خولۍ يې پر سر وي، اوچتې پيڅې يې وي، همدا ورته له هغه دينداره چې په شکل کې يې دينداري نه ښکاري، ښه او بهتر ښکاري.

شايد ځينې دا زموږ د ټولنې يو له ښو ځانګړنو وښيي، خو زه ورته د لويې فضيحې په سترګه ګورم، ځکه زه په دې باور يم چې د انسان ظاهري شکل د هغه په حقيقت هېڅ اثر نه شي کولی، زما له نظره حقيقت تر ظاهره ډېر مهم دی او هغه کس چې دينداري په کې نه وي، خو ظاهر کې ډېر دنداره ښکاري، زما په نظر اسلام ته يې ډېر ضرر رسولی او حتی له اسلام سره يې خيانت کړی، ځکه چې قواره يې داسې ده چې خلک پرې د ديندار او ښه سړي باور کوي، خو چې حقيقت يې شيطاني وي، خلک داسې ګومان کوي چې دا به يې د دين لارښوونه وي، نو دوی د دين د شرمولو او بدنامولو له پاره هڅې کوي.

يوه دوست راته خپله کيسه کوله، ويل يې مصري استاذ راته وويل چې ځينې خلک داسې دي، چې خپل ظاهر يې ښه جوړ کړی، غټه ږيره لري، ښه خولۍ به يې پر سر وي، پايڅې به يې له ښنګرو اوچتې وي، خو قلب کې يې اسلامي اخلاق نه وي، چا ته سلام نه اچوي، ښې خبرې چا ته نه کوي، دوی خلک له اسلامه زړه تورنوي، له دوی هغه کسان ډېر ښه دي چې ږيرې يې کلې وي او نېکټايي يې په غاړه وي، خو په اسلامي اخلاقو سمبال وي. دوست مې ويل، چې ما دغه استاذ ته وويل: (استاذه هغه څوک چې نه يې ږيره وي او نه يې زړه کې اسلام له ده خو هغه کس ډېر ښه دی چې ظاهر يې جوړ کړی، ځکه هغه خو يو اړخ جوړ کړی دی). ما دغه دوست ته وويل چې تا سمه خبره نه ده کړې، ځکه هغه څوک چې ظاهر يې جوړ کړی و او نور منافقت کوي، هغه د اسلام رنګه بدوي.

نن سبا خو زموږ په ټولنه کې د جوماتونو ملايانو خلکو ته داسې ښکاره کړې، چې دين په ږيره او خولۍ کې دی، خصوصا خولۍ، که د چا خولۍ نه وي، لمونځ يې نه کېږي! خدای ورته په قهر کېږي او داسې نورې له ځانه جوړې شوې خبرې. زموږ د کلي د جومات امام څو څو وارې هغه کسان په جومات کې سپک کړي، چې خولۍ يې پر سر نه وي، حتی تر دې چې ورته وايي، که خولۍ نه پر سر کوئ، جومات ته هم مه راځي! دوی په اسلام کې پاپي کهنوتيت رامنځ ته کړی دی، دوی په دې نه پوهېږي چې د خولۍ حکم څه دی او له لمانځه څخه د خلکو د متنفر کولو حکم څه؟ همدا ده چې د کلي عام خلک داسې فکر کوي چې همدا خولۍ ده چې موږ پرې مسلمانان يو.

يو وار د سهار له لمانځه وروسته، چې ملا په کې د خولۍ په هکله ډېرې توندې خبرې وکړې او بې خولۍ کسان يې ډېر سپک کړل، په دې اړه مې ورسره علمي بحث پيل کړ، خو دا چې هغه له خپل موقفه دفاع نه شو کولی او په دين نه پوهېده، خبره يې مشاجرې ته ووېستله او زه يې په بې ادبۍ تورن کړم، ما ته ډېر افسوس راغی او زړه کې مې تېر شول، چې دی بېچاره ځان وباسي، ځکه نه پوهېږي، خو دا چې خلکو ته ځان پوه وښيي، په خولۍ ډېر تاکيد کوي.

يوه ورځ يوه جهادي کېمپ ته، کوم څوک له پتلون سره ورغلي وو، دا چې د هغه ځای ماشومان له دغه لباسه بيخي ناخبره وو او خلکو يې په ذهن کې دا کېنولې وه، چې پتلون اغوستل لويه ګناه ده، نو د کلي ماشومان دا مېلمانه په تيږو ويشتل، چا خو به په خپلو تېزو خبرو رټل، څو هغوی ته ښکاره کړي، چې د اسلام خلاف کار يې کړی، زه خو دې خبرې ډېر ودردولم، چې د دې کلي يو مثقف د دغو ماشومانو دا کار ستايه او خوښي يې څرګندوله چې الحمد لله دلته خو دومره غيرتي خلک شته، چې خلکو کې خو دومره د اسلام خلاف عمل هم نه مني!!

اسلام تل د انسان حقيقت ته توجه کوي، هېڅ کله اسلام داسې څوک نه غواړي چې زړه يې تک تور وي خو ظاهر يې خلکو ته متدين ښکاري، اسلام ته د انسان حقيقت مهم دی، د زړه اصلاح ورته د انسان اصلاح ښيي، همدا ده چې وايي هر کار په نيت دی، کله چې يو څوک د کفر کلمه هم د اکراه په وخت کې ولولي خو زړه کې يې د اسلام نور وي، هغه مسلمان دی، دا خو لا پرېږده چې ږيره کله کړي، يا سرتور وي او يا نيکټايي او پتلون واغوندي. اسلام له دغو وړو فکرونو ډېر پراخ دی.

اسلام اخلاقو ته د ايمان مکمل کوونکی ويلی نه ږيري او خولۍ ته. اسلام ته صداقت له ظاهري بڼې ډېر مهم دی، ډېری کسان د مسلمانانو په اخلاقو مسلمان شوي، په ظاهري بڼې هېچا اسلام نه دی منلی، دا خبره ريښتيا ده، چې اسلام قلب کې دی، نه شکل او ظاهر کې.

لطف الله خيرخوا 26.11.2012 10:11

د دې ليکنې په اړه يو وضاحت ضرور بريښي، هغه دا چې جلالي صيب ډېر عام غږېدلی او بيخي يې هغو نصوصو ته اهميت نه دی ورکړی چې د ږيرې په پرېښودلو امر کوي، د څلورو واړو مذاهبو په دې اتفاق دی چې د ږيرې پرېښودل لازم دي او کلول يا کمول يې ناروا دي. البته په کمولو يې اصلاح کول نه راځي، ځکه چې له ځينو صحابه کرامو او حتی له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه هم داسې ثابت شوي چې ږيره به يې اصلاح کوله. د ږيرو روايتونه اکثره په امريه لهجه راغلي او ورسره د مشرکينو او مجوسو د مخالفت خبره هم کيږي. مثلا د ابن عمر رضي الله عنه حديث چې بخاري روايت کړی : خالفوا المشرکين، وفروا اللحی وأحفوا الشوارب. يا د ابوهريرة رضي الله عنه حديث چې مسلم روايت کړی : جزوا الشوارب و أرخو اللحی خلفو المجوس. د حضرت عائشة رضي الله عنها حديث دی چې لس فطري خويونه پکې ښيي، يو يې د ږيرې پرېښودل ښوولي.<br />د جلالي صيب او د ملايانو صاحبانو خاطرې په خپل ځای، خو د ږيرې پرېښودو اهميت په خپل ځای، چې بايد جلالي صيب په ليکنه کې ورته اشاره کړې وای. دايې هم بايد واضح کړي وای چې کوم شکل د باطن پر اساس جوړ شوی وي، څومره اهميت لري، عامة الناس دغسې ليکنې د ځان لپاره دليل کوي چې نتيجه يې د حرامو ارتکاب وي!<br />پاتې شوه د خولۍ خبره نو دا هم دومره ساده نه ده، چې يا دې څوک بې خولۍ سړی له مسلمانۍ وباسي او يا دې هم د خولۍ اهميت د ملا د بېځايه حرکت قرباني کړي. داسې حالتونه په روايتونو کې بيخي کم ښوول شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يا صحابه کرام په لوڅ سر ښيي، بالخصوص مفتيانو صحابه کرامو خو په پټکيو کې خاصې علامې درلودې. د عائشه بي بي حديث دی : کان لرسول الله صلی الله علیه وسلم قلنسوة بيضاء لاطية يلبسها.<br />فقهاء خو د علماوو لپاره د سر پټول ډېر ضرور بولي، ځکه چې دا د وقار او عزت نښه ده. دا چې اوس يو منافق او بې لارې سړي ږيره پريښې يا يې خولۍ په سر ده يا کوم ملا صيب د دعوت په اصولو نه دی پوه شوی، دا معنی نه لري چې د ږيرې حکم دې له منځه يوسي! يا دې خولۍ بې بنسټه شی وګڼل شي يا دې نصوص معطل کړي. که جلالي صيب دغې خوا ته پام کړی وای نو دا شائبه به نه وه پاتې چې ګوندې جلالي صيب مطلقا ږيره او خولۍ نه غواړي! <br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248