11zahidjalali

هر کار خامخا یو علت لري/ خالد حاتم

26.02.2013 11:51
هر کار خامخا یو علت لري/ خالد حاتم

یو دوست راڅخه وپوښتل: څه فکر کوئ چې په ځینو اروپایي هیوادونو کې د مسجدونو په مینارو ولې پابندي لګول شوې ده؟ 
ما ورته ویل: عجیبه نده چې په دنیا کې ځینې نظارې د هر انسان خوښیږي او د ارام، راحت او سکون احساس پکې کوي. د مثال په توګه، د غرونو په لمن کې روانې اوبه، شینیلی 
(شنه میدانونه) او کله کله لوړ تعمیرونه (برجونه) د انسان احساسات، اګر که د لږ وخت لپاره هم وي، په پوره ډول کنترول کوي او انسان هلته بیرته تازه کیږي؟ یا په ښاري ژوند کې ولی انسان ژر ستړی کیږي او عواطف یې درانه کیږي خو په کلیوال ژوند کې بیا داسې مشکل نه وي؟

ځینې داسې ودانۍ دي چې هلته انسان ورشي نو ډیر ښه پرې ولګیږي او روح یې خوشحاله شي، خو بیا ځینې نور داسې عمارتونه او ځایونه هم شته چې هلته د انسان زړه تنګ شي او ژر د وتلو په تکل شي،
یا،
ځینې وخت د یو انسان په لیدو، اګر که د لومړي ځل لپاره هم وي، بل انسان خوشحاله شي او کوښښ کوي چې ملګرتیا یا لږ تر لږه خبرې اترې ورسره وکړي او داسې خلک هم وي چې له هغې سره په ملاقات معکوس احساس راپیدا کیږي. 

د دواړو علت مشترک دی!!! :)
زاهد جلالي 26.02.2013 12:06

ما اورېدلي وايي ديموقراطيس وايي چې انسان چې ناڅاپي څه خوښوي يا ترې کرکه کوي، علت يې دا دى چې د انسان روح اصلا د ده نه دى، دا د کوم بل انسان روح دى، او دغه څه چې دى ترې کرکه کوي، د هغه انسان روح چې ده ته نقل شوى، له دغه شي يوه بده خاطره لري ځکه ترې کرکه کوي، خو زه لا هم نه پوهېږم چې د ناڅاپي مينې او کرکې علت څه دى؟!

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248