11zahidjalali

د هر کار یو علت وي (د ځواب علت)/ خالد حاتم

27.02.2013 08:22

د هر کار یو علت وي (د ځواب علت)/ خالد حاتم

ځینې خلک بیا وايي دا هر څه په انرژۍ پورې تړاو لري. مثبت او منفی انرژي! تفصیل یې دا دی چې د انساني حجرو نهایي تجزیه په پروټون او نیوټرون باندی پای ته رسیږي او نوموړي دواړه د انرژی منتقل کونکي دي، نو له همدی امله په ښاري سیمو کې د ډيرو زیاتو او بیلا بیلو سګنلونو موجودیت د

انسان په فعالیت، زړه او دماغو باندی تاثیر کوي، په نورو الفاظو کې انسان د ماحول له انرژۍ څخه مستقیماً متاثر کیږي. نو کله چې هغه غرونو خوا ته یا هم د سیند په غاړه او یا هم په شنه میدانونو ک

ې ولاړ وي، د پاک موسم او ماحول څخه پاکه انرژي تر لاسه کوي او منفي انرژي خارجوي.

د سجدي په حالت کې چې انسان ته کوم راحت تر لاسه کیږي، داسې ویل کیږي چې د همدې په اساس دی، ځکه کله چې انسان په ځمکه سر کیږدي نو د earth لاين په ډول منفي چارج ځمکې ته انتقال کړي او ترو تازه شي.

د همدې نظریې بله برخه دا ده چې ګنبد، منارونه او اهرامونه د انرژئ د تولید او انتقال د وسایلو کار کوي، ځکه نو هر روحاني او مذهبي ودانۍ یا خو ګنبد لري یا منارې یا هم دواړه او یا هم اهرامونه پکې جوړ وي،د یادولو وړ ده چې اهرامونه د منفی انرژۍ د تولید او انتقال لپاره وي. مسجدونه، کلیساوی، د امریکا سپینه ماڼۍ، د مصر اهرامونه، د واتیکان ودانۍ، د لاس ویګاس اهرامونه، د اروپا د پارلمان ترمخه اهرامونه، او اوس د دوبۍ په بازارونو کې اهرامونه ټول د انرژئ د لاس ته راوړو او بیرته خپلو منونکو ته د انتقال کولو لپاره دي.

اوس پکې څه وایاست؟

ميامحمدبشريار 04.03.2013 23:29

ايران اوپاکستان

ايرانی اخوندان اوپاکستانی چودريان زمونږ تاريخی دښمنان دی هروخت اوهررقم ئی چی دوسه وشی افغانان زوره وی کړوی حق اوناحقه ئی په دارځړوی دادظالم اودښمن ګاونډی بدنيت دی ددی کار دمخنيوی دپاره پکارده چی متقابل عکس العمل وشی چی لس افغانان ئی په دار وځړول پنځلس ايرانی بايد په دار وځړول شی بيله هغی به هره ورځ دا حال وی کږی خولې سوک سموی افغان که سلاح نلری سوک لری ٠
داسی افغانان ډيردی چی هرايرانی اوپاکستانی ته ئی وينی جوش خوری اوغواړی چی په سرئی خوله ولګوی ٠
افغان خارجه وزارت اوسفارتخانوکی غيری مسلکی بي تعليم اوبي تربيه خلک پواسطو مقررشويدی هغوی نه خپل حق پيژنی اونه دبل حق پيژنی حضرتان پيران اوملنګان دی ټوله ورځ خيراتونه اوچاندی جمع کوی داوصولو اوپرنسيپونوله مخی بايد ديپلومات مقررشی ديپلومات بايد لومړی غرور ولری مسلکی ز ده کړه ولری اودبين الدول دحقوقو او مسؤليتونو په هکله پوره معلومات ولری اوپه لږو پيسو بايد پردی جاسوس نشی دمسؤلوادارولخوا بايد دوي تعقيب اوکنترول شی چی دوي څه کوی اوچاته کارکوی؟
افغانستان ته په ميلونونو ډالر راغله اوبيرته ووتل لازمه اومسلکی استفاده تری ونشوه په زيربنائی پروژومصرف نشوی چی نن افغانانوهلته يوه مړی وچه ډوډی پيداکړی وی اومجبورشوی نه وی چی پردی وطن ته قانونی اوغيری قانونی لاړشی ٠
جهادی مافيا دبيرونی مافياپه کمک ټول کمکونه وخوړل يوفيصد ګټه ئی ولس ته ونه رسيده دغريبواوبی وزلو افغانانو په ژوند کی هيڅ ښه والی ندی راغلی
لوړی ماڼی ترانسپورتونه اونوی ماډل موټری دغلو قاچاقبرو زورواکو رشوتخورو اوغاصبينودی دادافغانستان پيشرفت ندی دابد رفت دی دادافغانستان دمظلوم ملت وينی زبيخل اوڅښل دی ٠
انګريزان اوامريکايان افغانانوته صادق ندی افغان حکومت داسی ستراتيژی اوپلان نلری چی په اينده کی افغانان دنوروداحتياج نه خلاص شی دبيځايه مصرفو نو مخه ندی نيول شوی افغان بيت المال بيځايه دڅوتنو غلو په عيش ونوش مصرفيږی اوهيڅوک ئی دمخنيوی کوشش نکوی اونه ددی بيځايه مصارفوتيرولو اندازه لايحه اوقانون موجود دی ٠
دکاروزير ولی افغانانوته دکار زمينه نه مساعدوی جګړی بيسوادی اوغيری مسلکی توب به ترکومه دملی خاينانو دپاره يوه بهانه وی؟
اوسنی حکومت کوم لوی غل قاچاقبر رشوتخور اوغاصب نيولی او دبيت المال پيسي بيرته بيت المال ته تحويل شويدی دا مسؤلين او واکداران دی په غم اخته شی چی دخپلی وظيفی په اجراکی به غفلت کوی حکومت خپل مسؤليتونه بايد درک کړی داغله بايد دمحاکمی ميز ته حاضرشی اومحاکمه شی که دا واکداران پاک خلک وی اوخپل مسؤليت ئی پيژندلی وی نن به افغانان دايرانيو اوپاکستانيو په دار نه ځړيدلو نن به دپرديو ترمداخلی اوتعرض لاندی نه وو٠
داحساس اودردخاوندانو زړه وچاوديده اودادبي ننګو زامن ورځ په ورځ لکه خوګان چاقيږی بودجه ټوله دوبی ته لاړه ٠
داينده انتخاباتوکانديدان بايدميدان ته راووځی ترڅوافغانان دوی پيداکړی اودخپلی رائی په هکله تصميم ونيسي اوبياخپلي رائی داعتمادوړ کانديدته ورکړی
که خدای رحم وکړی اوکوم يو دشرافت لرونکی افغان انتخابات وګټی مسافراومهاجربيرته دهغه دبرکته خپل وطن ته راشي ٠
اوسنی ناکام اوبدنام حکومت دخليل زاد پلاس جوړشويدي خليل زاد پدی ناکامی اوبدنامی کی شريک دی دادحکومت په دننه کی باغيان اوياغيان خليل زاد راوړی دی مونږافغانان په اينده کی ناکام اوبدنام حکومت نه غواړو٠
په درنښت ميامحمدبشريار

ميامحمدبشريار 04.03.2013 04:47

نوی کال زړی څيری اوزړی وعدی

دنوی نيکمرغه کال ټولوافغانانوته دزړه له کومی مبارکی وايم خدايدی وکړی چی دامن سولی اونيکمرغی کال وی زوريدلی درديدلی اوکړيدلی افغانان ددی مصيبتونوڅخه خلاص شی نوی ژوندنوی څيري اونوی وعدی ئی په نصيب شی خدای مهربان دی چی نوی څيری دزړوڅخه څه ناڅه مترقی وطندوستی اوامن پسندی وی دوطن اووطنوالوپه دردونوته دواشی اوزخمونوته ئی دملهم پټي شی پدی هيله چی وطن دفسات رشوت اختلاس اختطاف اومافياوی کړيو څخه خلاص شی دوطن ابرو اوعزت وروسته لدی وساتل شی وطن دوحشت دهشت اوبربريت څخه خلاص شی٠
راځی شريفوبيدفاع اوروښنفکرو افغانانولږقضاوت وکړوکه ډيرداټوپکسلاران اوجنګ سالاران ملامت دی يوڅه مونږهم ملامت يووهغه پدی معنادامونږيووچی دوی ته رايي ورکوواومشران تری جوړوودامونږيووچی ددوی ټوپک اوکوتک په اوږو ګرځوواوقوماندانان تری جوړوودامونږيووچی ددوی دنارواغوښتنوشخصی اوسياسی ګټو قربانی کيږو دامونږيووچی په ړندوسترګوتورته سپين اوسپين ته توروايوو دامونږيووچی دپلار اونيکه غيرت اوشهامت راڅخه تللی دی اودخپل حق دغوښتلو نه يوودامونږيووچی خپل ورونوته دحرامو اوحلالودحق اوباطل دروا اوناروا دظلم اوناروامعلومات نه ورکوو داسی راټول اوپټه خوله ګرځوته به وائی چی داټوپک سالاران خاماران دی اومونږ به وخوری ٠
که افغان شريف اووطندوست اګاه خلک سره يوشی خپل غږ پورته کړی اوهمت وکړی دا پنځه جهادی مافيا هيڅ نشی کولی اوميدان به ملی اګاه شخصيتونوته پريږدی اووبه تښتی دټولو کاغذپيچ قصرونه په دوبی کی دی اوزمونږ په ګران وطن کی يواځی اويواځی دجيبونو اوبانکونو دډکولو دپاره شپی سبا کوی داخلک ددی وطن ندی اونه ددی وطن اينده سمه غواړی نه ددی وطن ابرو اوعزت غواړی اونه پدی وطن کی امن سوله اومرکزی پاک قوی حکومت غواړی داجهادی مافيااوپردی جاسوسان دی دوی ته دوطن ملی ګټی ارزښت نلری دوی خپلو شخصی ګټوپسی ګرځی اودخپلوبادارانو ګټی ساتی قصدا په وطن کی ياغی وباغی حمايه کوی ګډوډی جوړوی امن خرابوی ٠
زه نه وايم چی افغان ولسونه دی ټوپک اوکوتک راواخلی اوسرونه دی مات کړی مونږ دټوپک اوکوتک څخه ډيری بدی خاطری لرو زه وايم اقلا افغان بايد بيځايه استعمال نشی دنورودنارواګټو قربانی نشی نوردهيچاه په وينا لباس اوکرباس بازی ونخوری يواځی اويواځی دی دمشرانو په عمل اووطندوستی حساب وکړی يواځی دهغه چاه پلوی دی وکړی چی وطن ته ئی خير رسيدلی وی او وروسته لدی ئی ورسيږی ٠ نوربايد په وطن کی انتخاباتی حکومتونه راشی اوانتخابات به هغه څوک وګټی چی د وطن اوخلکو خدمتګاروی زورواکی اوټوپک سالاری بايد نوره ختمه شی بيرونی لاسوهنی اولمسونی دی ختمی شی پاکستان ايران اوعربان دی خپل چټل لاسونه لنډ کړی ٠
ميډيا اونشرات دی دوطن بچوته دايمانداری او وطندوستی روحيه ورکړی استادان بايد په ښونځيو اوپوهنځيوکي دوطن بچيان وطندوست باغيور اوبا فرهنګ وروزی٠دغلا قتل چورچپاوغصب اواختلاص په ضد بايد پراخه اوباکيفيته تبليغ اومبارزه وشی دفسات ضدکميسيون دی دوباره چارچ اووهڅول شی ددروغوګذارش دی نه ور کوی چی شرم دی دمخدره موادو دکشت قاچاق اواستعمال په ضد دی کلک امنيتی تدابير ونيول شي زه تکرارتکرارليکم چی داخلی وزير اودامنت ملی لوی ريس دی دتغيراوتبديليو پوسيله ناروا کړی ماتی کړی اوپخوانی ساخت وبافت دی ويجاړ کړی زماپيشنهاد ونه دوی ته هيڅ ارزښت نلری ٠
دصحت عامی وزارت دی محتاطين راټول اوتداوی کړی دمخدره موادو په ضد دی پراخه سمعی بصری معلوماتی تبليغ وکړی په سيمينارونوغونډو کلواوبانډوکی دی ډاکتران خلکوته معلومات ورکړی لوی لوی پوسترونه اوشعارونه دی په ديوالو نوراوځړول شی٠
په ښارونوکی دی ساقی خانی اوشراب خانی کلکی بندی شی دجنائی منصبداران دی خپل ونډ نور دساقی خانوڅخه نه راټولوی ٠ بياهم ليکم چی دفسات ضدکميسون دی لطفا کاروکړی غاصبين دی تثبيت اودقانون منګولوته وسپاری اويا دی دخپلو مشکلاتو څخه دميډيا دلاری افغانانوته مستند روشن معلومات ورکړی په کنايو اولفافو کی دی خبری نکوی نارينه بيله خدای څخه بل ډارنلری ٠
شريفوافغانانونوی کال دی پسرلی دی که دکور اويا کومی اداری مشری درپه غاړه وی اويادکومی نظامی قطعی مسؤليت درپه غاړه وی راځی چی دوطن دسمسورتيا په خاطرنوی نيالګی اوقلمی کښينوو چی زمونږ ونی ښايسته ګلان سيوری اوخوږی ميوی وکړی پخوانيوخلکوښه شوق و ذوق درلود اوسنی خلک بي شوقه دی راځی چی لاس پکارشوودونوکښينول اوپالنه ډيري ګټي اوثوابونه لری٠
کاشکی وزير دفاع داخلی وزيراوامنيت ملی لوی ريس خپلو قطعاتوه دنيالګيو اوقلموکينولو رسمی امرونه ورکړی ډير ښه کاربه وشی ٠
راځی يوښکلی اوښايسته افغانستان جوړ کړو٠
په درنښت ميامحمد بشريار

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248