11zahidjalali

د اسلام تر ټولو ستر دښمن/خالد حاتم

07.03.2013 11:24
د اسلام تر ټولو ستر دښمن/خالد حاتم

دا یو واقعیت دی چې سیکولر انسان پرستي Secular Humanism د یو دین په حیث سر راولاړوي او ډیر خلک او هیوادونه، مسلمان او غیر مسلمان، یې په سر سترګو قبلوي. همدا ډول، د مصلحت په نوم ورو ورو او قدم په قدم د احکامو څخه سرغړواې کیږي او په سلهاو مثالونه یې زمونږ تر مخې دي. دا هم ممکنه ده چې انسان پرستي او مصلحت دواړه د یوې سیکې دوه مخونه وبلو. دواړه یې د یو قانون په ډول د اسلام ریخو ته تاوان رسوي.

اسلام له عیسویت، یهودیت، او نورو مذاهبو څخه د خطر دومره احساس نه کوي څومره چې یې د Secular Humanism څخه لري. ځکه په ساده ژبه، دا د لستوڼي مار دی چې ډیر معصوم او بې زهرو ښکاري، خو...

وګورئ چې ملي سرود، ملي بیرق، ملي نښان، ملي شخصیتونه،شاهي کورنۍ، هیواد، ځمکنې اتحاد، ملي نظام او ... د شعائرو په توګه په رسمیت پیژندل شوي

خو د اسلام منل شوي (مسلم) شعائر ورو ورو د خلکو له ذهن څخه وځي او د احترام احساس یې له منځه ځي.

تر دې پورې چې په ډیرو سیکولرو هیوادونو کې د ملي شعایرو په سپکاوي او د هیواد پر ضد فعالیتونو د مرګ سزا ورکول کیږي او هيڅ څوک پرې اعتراض نه کوي، خو د اسلامي شعایرو په سپکاوي هر ډول سزا، که مرګ نه وي نو هم، هیڅ چا ته هم د منلو وړ نه ده او حتی مسلمانان هم پرې اعتراض کوي.

دې ته وایي: دوه مخي توب.
بلال منصور 04.08.2013 10:11

زما په اند د اسلام ستر دښمن سکیولر او هیومانیست نه دی بلکې تر ټولو ستر دښمن یې طالب دی چې د اسلام څخه د بلا تشبیه وحشي دین د جوړولو شیطاني کوښښ یې روان کړی دی. محترمو لیکوالو، تاسې عالمان یاستئ او زه یو امي یم. یقین ولرئ چې دغه طالب د یهودو استازی دی او کار یې دا دی چې د اسلام ټول مقدسات بې ارزښته کړي. په جومات کې چاودنه، د جنازې په لمانځه کې چاودنه، په جومات کې د وسلو امتحان، په لویو لارو کې بمونه، د مکتب سوځول، په هر چا پورې د کافر او شرابي او څه او څه تومت تړل، یقین وکئ چې که دا فتنه په عالم اسلام کې وه، اسلام به خدامکړه بیخی ختم شي او کنه نو نوم خو به یې په کافي اندازه بد شي. د حاتم صاحب او جلالي صاحب غوندې لوی عالمان او د اسلام خواخوږي واقعا دا ایماني او وجداني رسالت لري چې د اسلام حقیقي څېره خلکو ته معرفي کړي او دا د اسلام په نوم چې کومه فتنه او دسیسه روانه ده ، اسلام د هغه څخه بېل معرفي کړي. په درنښت

جمدر 01.08.2013 10:13

دغه ځوان لیکوال لیکلي دي: اسلام له عیسویت، یهودیت، او نورو مذاهبو څخه د خطر دومره احساس نه کوي څومره چې یې د Secular Humanism څخه لري. ځکه په ساده ژبه، دا د لستوڼي مار دی چې ډیر معصوم او بې زهرو ښکاري، خو...
زه پوښتنه کوم چې دغه خطر اسلام احساسوي او که د لیکوال خپل نفسیات دي؟ د ده د خبرو مطلب دا دی چې اول د ټولنې په منځ کې له ځینو کسانو سره جنګ پکار دی او دښمنان ګڼل یې پکار دي. زه نه پوهېږم چې دې کې به اسلامي ټولنه څه ګټه وکړي چې خلک یې یو بل ته دښمنان ووایي؟ که د لیکوال منظور له سکیولره هغه کسان وي چې دین او سیاست سره بېلوي، نو دا خو په دنیا کې ډېر عام فکر دی. دا خلک که د اسلام دښمنان کړو په اسلامي ټولنو کې به د کار کسان ټول نفي شي. دین او سیاست چې چېرته یو ځای شوي او مثبته نتیجه یې ورکړې ده، هغه کوم ځای دی؟ زه واقعا په مثال پسې ګرځم. سویډن، ډنمارک، فرانسه، سنګاپور، یا د بېلګې په ډول کاناډا چې سکیولر دي ، هغوی خو ډېره ترقي کړې ده. ترکیه چې سکیولره ده، تر بل هر اسلامي هېواد مخکې ده. نوپه دغو حقایقو به څنګه سترګې پټوو؟ دغه لیکوال به دوکتورا لري خو د موجودو حقایقو په درک کې عاجز غوندې ښکاري. یو خو د ملا زور دی چې مجبور یې په جومات کې او به حجره کې ورته ووایې چې بېخي سمه خبره کوې، ټولې خبرې دې د کاڼي کرښې دي او بل انټرنیټ دی. دلته خو نو د سپینو خبرو کول سخته نه دي. دلته زه سپینې خبرې کولای شم. زه واقعا په دې عقیده یم چې دین او سیاست دې بیل وي چې شر جوړ نه شي او ملتونه ترقي وکړي. دین او سیاست که سره یو ځای شي ، استبداد پیدا کېږي او د ترقي مخه نیول کېږي او دنیا کې دیني جنګونه پیدا کېږي. اروپایانو چې منځنیو پیړیو کې دین او سیاست یو ځای کړي وو، هم یې خپل منځ کې جنګونه کول، هم یې عالم اسلام باندې تجاوزونه کول او هم ډېر وحشي او وروسته پاتې وو، خو چې علم او مسیحیت او سیاست او مسیحیت یې سره بېل کړل، اختراعګانې یې وکړې او ډېره ترقي یې وکړه. دین زموږ د اخرت لاره راته روښانوي خو مونږ چې د سیاست خبره کوو، د دې دنیا مشکلاتو ته متوجه یو. د دې دنیا مشکلات به د دنیایي اصولو مطابق حل کوې. په دنیا کې احصاییې شته، ارقام شته او حقایق نه پتېږي. دینی حکومت خو طالبانو جوړ و چې هر عاقل انسان ورنه نفرت کاوه. تاسې خو مهرباني وکړئ د دیني حکومت یو کامیاب مثال راوښایاست. که مو منظور د حضرت عمر دوران وي نو هغه خو ډېره پخوا زمانه وه. اوس خو ټولنه بدله ده. بل دا چې د خلفاوو په زمانه کې هم بې حده مشکلات وو. د امیرمعاویه او د حضرت علي صاحب په جګړو کې په زرګونو کسان ووژل شول. دا واقعا مشکلات دي او سترګې ورباندې نه شو پټولای. په خیال کې ژوند نه کېږي.

سروش 31.07.2013 15:11

حاتم صاحب لیکي:
وګورئ چې ملي سرود، ملي بیرق، ملي نښان، ملي شخصیتونه،شاهي کورنۍ، هیواد، ځمکنې اتحاد، ملي نظام او ... د شعائرو په توګه په رسمیت پیژندل شوي

خو د اسلام منل شوي (مسلم) شعائر ورو ورو د خلکو له ذهن څخه وځي او د احترام احساس یې له منځه ځي.

د زړه سره، د وخت په تېرېدو سره شعایر بدلېږي. اوس چې پاکیاني او برقي ماشینونه شته خلک ږیرې خرېېي. اوس چې بندیخانې نظام شته د غله لاس نه غوڅېږي. اوس چې کسټ کې د قاري باسط اواز شته، زما د کلي قاري ته واقعا ضرروت نه دی پاتې. ستا اشتباه دا ده چې هغه عظیم تغییرات له نظره باسې چې په تېرو دوو پیړیو کې راغلي دي. دنیا بدله شوې ده، که موږ ورباندې خوشحاله یو که خوابدي یو. دنیا چې بدله ده نو ځکه په هیڅ اسلامي ټولنه کې هغه شعایر نه عملي کېږي چې یو وخت و او ته یې ارمان کوې .زما په نظر ته باید ځان بدل کړې چې په اوسنۍ زمانه کې د اوسېدو جوګه شې او کنه نو د القاعده او طالب غوندې به له ټول بشریت مرور ګرځې .

خالد حاتم 10.03.2013 13:19

ګرانو وروڼو

د هر بحث د عنوان څخه د هغه بحث د موضوع اندازه لګول کيږي.
د ښاغلي صديق نيمايي بحث زما د هيئت او نورو په اړه دی، نو د هغه د ځواب ويلو حاجت نشته، او بالکل سمه خبره يې کړې ده چې ډير خلک به زما د ظاهري شکل او صورت په بنياد پر ما مختلفې فتوی لګوي. زه ځکه پدې اړه څه نه وايم چې دا بد دي او څومره بد دي... ځکه زما په اړه خبره ده، فيصله دې نور خلک وکړي او کړې يې هم ده.

پاتې شوه دا نوره برخه:

"وه ځوانه، د خدای په لحاظ محبت خپور کړه او کرکې مه خپروه. اسلام د خدای دین دی او خدای یې ساتي، پښتون دې صرف دومره وکړي د یو بل وینې دې نه تویوي، د اسلام په نوم دې خپل عزیزان نه وژني، د اسلام په نوم دې خپل اولاد له تعلیمه نه محروموي، د اسلام په نوم دې لارو کې ماینونه نه خښوي.

زه درسره هم نظر يم. اسلام د امن او محبت دين دی، د سلامتئ دين دی، يو بل سره د لاس نيوي دين دی،د اسلام له ټولو لومړی حکم :اقرا: ؤ، علم فرض دی، جهالت ګناه ده، ټول قران کريم، د لعلکم تفکرون، لعلکم تعقلون، لعلکم تذکرون په اشارو زور راوړی دی، د عفو او درګذر حکم يې کړی دی، د ميلمه پالنې حکم يې کړی دی، د وينې تويولو څخه يې منع کړې ده، خو مونږ وينو چې ځينې مسلمانانو په يو نامه او بل نامه، په يو عنوان او بل عنوان احکام بدل کړي دي، درغلي يې کړې ده، د مسلمان وينه يې تويه کړې ده او ستر خيانت يې کړې ده.

خو وروڼو!!!
دا حکم چې تاسې پر ما کړی دی، آيا تاسې له ما څه سپيناوې غوښتې ؤ؟؟؟ ما يوه خبره وکړه او تاسې مستقيما فيصله وکړه! زما د ليکنې له کومه ځايه تاسې دا معنی واخيسته چې خدا نخواسته زه د مسلمان وينه تويول بد نه کڼم، لا ښه يې ګڼم؟؟؟ خو تاسو هم هغه شان فتوی ولګوله لکه څرنګه چې يې هغه خلک چې ستاسې ډير بد ترې راځي لګوي؟ پدې طريقه کې خو بيا ستاسې او د هغوي ترمنځ توپير پاتې نه شو.

پاتې شوه دا چې ملي سرود بد دې او که ښه، ملي بيرغ بد دی او که ښه، .... دا هم د دې ليکنې موضوع نه ده، نه پرې ما کومه رايه ورکړې ده، ما فقط ويلي دي چې، خلک د دې شعائرو احترام کوي خو د اسلامي شعائرو احترام نه کوي، دا خبره بده ده. او مشکل لکه مخکې چې ما ورته اشاره کړې ده، په سرود او بيرغ کې نه دې، خلکو کې دی، بلا تشبيه، هماغه ډول چې اسلام کې مشکل نشته په مسلمانانو کې دی. خو که زه وايم چې سيکولر هيومانزم د اسلام ستر دشمن دی، نو نور ډير واړه واړه دښمنان يې هم شته، هغوي ته هم ما په خپلو ليکنو کې اشاره کړې ده. همدا ليکنه وګورئ، دا عبارت دی چې "همدا ډول، د مصلحت په نوم ورو ورو او قدم په قدم د احکامو څخه سرغړواې کیږي او په سلهاو مثالونه یې زمونږ تر مخې دي." ستاسې په نظر څه معنی لري؟؟

زما موضوع دا نه وه چې مسلمانان څه کوي،يا د اسلام په نامه څه کوي، زما موضوع وه چې له اسلام سره ستره دښمني د چا ده؟ که تاسې وايۍ چې د سيکولر هيومانزم نه ده، او بل کوم شی مو نظر کې دی، بالکل سمه ده هغه به مو ليکلاي واي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248