11zahidjalali

د مرض دوا/خالد حاتم

09.03.2013 15:01

د مرض دوا/خالد حاتم

د لاریون عکسونه مې وکتل، ډاډمن یم چې اوس به وپلټنې وشي. دا خبره دې منفي یا د نفاق راولاړونکې نه بلل کیږي، ځکه که درغلۍ شوې وي نو باید اصلي مسئولین رامعلوم او ډیره سخته سزا ورکړل شي، او که درغلۍ نه وي شوي نو څوک چې دا "تهمت" لګوي باید سخته سزا وویني. په دواړو حالتونو کې خیر دی. 

خو

زه وایم چې، آیا یوازې درغلۍ دي چې له امله یې د ځینې سیمو نتایج ډیر خراب دي که بل څه مشکل هم شته؟ له بل مشکل څخه مې هدف دا دی چې د استاذ، علم او کتاب قدر کول هم د نتایجو په ښه والي او بد والي کې زیات رول لري. 

نو تر څو چې پلټنې کیږي او نتایج یې زمونږ مخ ته راځي، باید په خپل ګریوان کې پام وکړل شي چې د دغه سیمو استاذان او مکاتب د خپل شاګرد په روزلو کې او شاګردان د کتاب او استاذ په قدر او عزت کې کمزوري ښایي او که څنګه؟

خالد حاتم 10.03.2013 11:41

ګرانه!<br />زه داسې نه وايم چې درغلۍ نه دي شوي، زما خپل نظر دا دی چې که له يوې خوا د درغليو په اړه پلټنې پيل شي او له بلې خوا مونږ ټول خپل د مکاتبو سيستم او د شاګردانو طرز العمل وپلټو، کيدايشي چې پايلې يې ډېرې زياتې ښې وي. ځکه په مونږ کې هم او سيستم کې هم مشکلات شته. و الله اعلم بالصواب

دروېش 10.03.2013 08:02

وروره تا هم ښه خبره کړې ده خو په دې کې زيات رول د درغليو ځکه دی چې ډېر عجايب او غرايب په کې وليدل شول، يو تن هم ناکام دی او هم طب پوهنځي ته کامياب، دا څه معنی؟ بله خبره دا چې خبره د استاذ د ناسمې پوهنې نه ده کنه، هماغه خلک لوړو پوهنځیو ته کامياب شوي دي چې ناپوه او تمبل دي، پورته بېلګه يې غوره مثال دی، او دريمه يې لا دا چې نن به دې نوی رېپورټ ليدلی وي که نه؟! په ماليزيا کې ۱۰۰۰ بورسونه ټول د هزاره ګانو په برخه شول، دا کوم انصاف دی...رسنيو را اخيستي دي، که وايې نو لېنک يې دلته کاپي کوم درته.درنښت

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248