11zahidjalali

افغاني سيکولر يعنې څوک؟!

10.03.2013 09:25

افغاني سيکولر يعنې څوک؟!

زاهد جلالي

افغاني سيکولر يعنې هغه څوک جې د علم او علمي منهج په نامه څه نه پېژني، دين د خپل د کلي د ناپوه ملا له خبرو پېژني، ښوونځى يې نه وي لوستى، که يې لوستى وي، له سره يې تېر کړى او بيا په قاچاقي لارو اروپا ته رسېدلى، هلته يې مادي پرمختګ په سترګو جادو کړې، بيا له هر څه د هغه پرمختګ له پاره تېر وي، خو خواران په دې نه پوهېږي چې څنګه پرمختګ؟ او دوى چې پرمخ تللي عوامل يې څه دي؟ دوى فکر کوي چې د دوى په څېر ژوند کول پرمختګ دى!
لنډه دا چې بې سواده او بې فکره مفکرين دي، دوى داسې ګومان کوي چې له ارسطو او هېګله په فلسفه کې کم نه دي!
دا څو ورځې په خپل بلاګ کې د استاد Khalid Hatam لنډ پوسټونه خپروم، ځينو کې سيکولرېزم رټل شوى دى، زما ځينې ليکنې هم همداسې دي، دوى ته چې خوند ورنه کړي پوهېږئ څه وايي؟ علمي رد نه پېژني، بس شروع کړي چې تاسې خلک وژنئ، افغانان علم ته نه پرېږدئ او دا او هغه...
زه ورته وايم چې دغه استاد چې زه يې علمي ټوټې خپروم، په ځوانه ځوانۍ کې پي اچ ډي کې دى او د پوهنتون استاد دى. دې ته علمي شخصيت وايي، ده هېڅوک نه دي وژلي، او تل خلک علم ته رابولي، که تاسې ته د ده ليکنې خوند نه درکوي، علمي او منطقي يې رد کړئ، بيا يې زه په همدغه بلاګ کې درته خپروم، ځکه چې د بيان آزادۍ ته احترام لرم، خو دوى خوارانو سره ځواب نه وي، له دې پرته چې بې ځايه تهمتونه ولګوي، نور هې څه نه شي ليکلى.
دوى چې غواړي اسلام پسې بد رد ووايي او وروسته پاتې دين يې وبولي، نو وايي چې زموږ د کلي ملا داسې وي، زه ورته وايم چې د کلي ملا چې نه پوهېږي، د اسلام استازيتوب نه شي کولاى، که داسې نه وي، بيا نو تاسې د کلي د ناپوه ډاکټر له امله طب پسې هم بد وايئ، ځکه چې همغه ډاکټر دى چې خلکو ته يې ناسمه دوا ورکړې.
د دين اصل هېڅ کله د دغو افواهاتو سره نه دى جوړ، اسلام علمي او منطقي دين دى. اسلام خپه خبره په ټوپک نه، په منطق خلکو ته وړاندې کوي او همدا رنګه ټوپک هم په خپل ځاى کې کاروي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو ديموکراتانو مخکې شوى، هغه کلونه کلونه خلک دين ته بلل، خو په خبره او منطق، نه په زور او تورې، دا خو د اسلام دښمنان دي چې اسلام د تورې دين بولي، که نه اسلام خپل منطق هغه وخت ښکاره کړى چې په خپل لومړي حقوقي مرجع کې يې ليکلي چې (په دين کې اجبار نه شته) او خپل استازي ته رب وايي (آيا ته خلک مجبوروء چې مؤمنان شي؟!!) د اسلام منطق د خبرې په ځاى کې خبره او د سوک په ځاى کې سوک دى.
نوح عليه السلام نهه نيم سوه کاله خپل خلک الهي دين ته رابلي، خلک پرې ملنډې وهي، مسخره کوي يې او د خلکو په منځ کې يې په ليوني مشهوروي، خو دى يو هم په څاپېړه نه وي، بلکې هر يوه ته د دين لطافت ښکاره کوي او وايي چې د کاميابۍ په لور راځئ، دا حماقت پرېږدئ!
افغاني سيکولر په علمي منطق او خبرو نه پوهېږي، يوازې دا چې د خپلې کعبې (غرب) ستاينه وکړي، نور څه ورسره نه شته او په دې هم نه پوهېږي چې د غرب څه ښه دي او څه بد، د دوى سترګې ړندې دي او ړاندې تل ناکام!

ملاکنڈ خان 18.03.2013 10:26

د سیکولر(لادین) معنی' بہ افغانئ کی باید "بےدینہ" کیدلے شی۔ سیکولر نظریہ لہ ھغے خلقو ایجاد کڑی کوم چی د ڈارون د تخلیق پہ نظریہ یقین ساتی او وائی "امونگ د آ دم او حوّا بچی نہ یو بلکہ د چارپاہانو لہ نسلہ یو۔"

غلام رباني مهربان 17.03.2013 13:41

افغاني سکیولر ډېر عیبونه لري خو تر افغاني ملا مې ګومان نه شي چې ناوړه وي. په افغانستان کې هغوی چې دیني سیاست کوي، د انسان مرګ ورته د مچ د مرګ غوندې اسانه ښکاري. منظور مې یوازې طالبا ن نه دي چې په لارو کې ماینونه خښوي، په چاړو باندې ځوانان حلالوي او د علم او مکتب دښمني کوي، منظور مې ټول هغه افغانان دي چې دیني سیاست کوي یا د دیني سیاست ادعا کوي. د جهاد په کلونو کې به مو یاد وي چې ښارونه به یې په راکټونو وېشتل او د هیڅ ملا وجدان په دې عمل باندې ناکراره نه شو. البته، زما منظور سیاسي ملایان دي. سیاسی سکیولر به ډېر عیبونه ولري مګر د سیاسي ملا او سیاسي مذهبي عیبونه له شماره وتي دي. کمونیستو په ظلم او جبر یو څوک ونیول او په پټه به یې وواژه خو راشه مذهبي سیاسیونو ته چې په لویه لاره کې به ماین کېږدي او ان د تیخورو مرګ به ورته روا ښکاري.
خدای مې د قیامت په ورځ له هغو کسانو سره نه یو ځای کوي چې په افغانستان کې یې د اسلامي حکومت د جوړولو هڅې کړې دي. دغه ډله خلک کابو ټول یا قاتلان دي یا قتل کول ورته ډېر اسان ښکاري. په ما باندې خدای پاک د هیڅ انسان وینه نه بهوي . البته، د مصر اخوانیان بیا سم خلک دي. نه د علم دښمنان دي، نه د ګاونډيو ملکونو نوکران دي او نه وینې بهوي.

متين 15.03.2013 16:32

جلالی صیب سلامونه

د اسلام په هکله مو ډیر په زړه پوری او ښایسته لیکنه کړی دی کاش زمونږ ټول مسلمانان تاسو په شان نظر درلودی او په دا پوهیدو چی "اسلام علمي او منطقي دين دى. اسلام خپه خبره په ټوپک نه، په منطق خلکو ته وړاندې کوي" او "دا خو د اسلام دښمنان دي چې اسلام د تورې دين بولي، که نه اسلام خپل منطق هغه وخت ښکاره کړى چې په خپل لومړي حقوقي مرجع کې يې ليکلي چې (په دين کې اجبار نه شته) او خپل استازي ته رب وايي (آيا ته خلک مجبوروء چې مؤمنان شي؟!!)" اسلام د سولی، وروولی او سوکالی دین دی او مونږ مسلمانان ته ښایی چی خپل د دین حرمت او عزت نړئ ته خپلو اعمالو سره ښکاره کړو او ثابت کړو چی مونږ مسلمانان ناپوه وحشیان او ځناوران نه یو او په منطق او علم پوهیږو او کولای شو چی خپل لانجی د خبرو، اترو او منطق سره حل کړو او نه تل ټوپکو او تورو سره. بیا هم مننه ستاسو د راتلونکی ښایسته او د اسلامی زده کړو نه ډکه لیکنی هیله.

بخت منیر 13.03.2013 04:58

جلالی صاحب سلام،
تاسې د اسلامي حکومت لپاره تبلیغ کوئ او په ډېر نرم، اخلاقي او انساني انداز یې کوئ چې هر چا ته خوند ورکوي. دین خو د اخلاقو لپاره راغلی دی خو متاسفانه زمونږ اکثره هغه کسان چې د دین لپاره تبلیغ کوي، لیکنې یې ډېرې ترخې وي. نورو ته کافر ویل، نور په سپکو نومونو یادول او د قتل او تباهي خبرونه په ډېر ه لېوالتیا خپرول او بیا له دې ډول چلند سره ځان د اسلام مدافع بلل، د تعجب خبره ده.
دا یوازې طالبان نه دي چې د قتلونو خبرې ورته ډېرې عادي او بلکې سمې ښکاري. پخوا د جهاد په کلونو کې د حزب اسلامي خپروونې هم ډېرې ترخې وې. همدا ترخه فکرونه چې کله وسله پیدا کړي یا قدرت ته ورسېږي، لا زیات مشکلات پیدا کوي. زما وړاندیز دا دی چې د اسلام په اخلاقي او انساني ماهیت باندې ډېرو لیکنو ته ضرورت دی. اسلام باید انسانیت ته د پناه ځای معرفي کړو نه دا چې هر چېرته بم کېږده او وینه وبهوه او دا کار له اسلام سره غوټه کړه. په درنښت

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248