11zahidjalali

د نړۍ نظامونه-خالد حاتم

16.03.2013 18:42

  • د نړۍ نظامونه-خالد حاتم

    هر نظام، سیاسي وي، قانوني او که ټولنیز، د چانس او یا تصادف په نتیجه کې نه رامنځ ته کیږي، بلکه د کافي غور او فکر، د نتایجو د سنجولو، او د ترجیحاتو له ټاکلو څخه وروسته برابریږي. ځکه نو هر نظام لومړی خپل افراد سنجوي او هر یو ته یې منظم حقوق او واجبات ټاکي، مسئولیتونه ورته په ګوته کوي، او چې کله د هر فرد او هر قشر حقوق او مسؤلیتونه وټاکل شي نو په پاي کې یو داسې نظام رامنځ ته شي چې خلکو ته د منلو وړ هم وي او د خلکو د مشکلواتو د حل کولو صلاحیت هم لري.

    په اسانه ژبه د دې مثال دا دی چې یو څوک یوه قالینه اوبدي، نو مختلف رنګه تارونه په داسې توګه د یو بل لاندې او پورته تیروي چې له یو اړخه تارونه یو بل سره حمایه کړي او قالینه ښه کلکه او قوي شي او له بله اړخه یو ښایسته شکل او نقشه يا تصوير رامنځ ته شي، د همدغه کلکوالي او ډیزاین په اساس بیا د قالینې نرخ په بازار کې تعینیږي او د قالیني شهرت زیاتیږي.

    د اسلام قانوني نظام هم دغه ډول اوبدل شوی دی. سړی، تور سرې، ماشومان، سپین ږیري، سپین سرې، پلار، مور، ورور، خور، ماندینه، ګاونډي، حیوان، دوستي، دښمني، عبادت، مسجد، منبر، کور، کلی، خپلوي، مینه، نفرت، دعوت، کار، مزدوري، او ......... سنجول شوي دي، د هر چا او هر کار خپلې غوښتنې دي، حقوق دي، مسئولیتونه دي، ترجیحات دي چې دا ټول کله را یو ځاي کړل شي نو یو ډیر کلک، قوي او ښایسته نظام ترې رامنځ ته شي.

    د مسلمان اوس دا وجیبه ده چې د دغه نظام په منلو د هغه د عمومي روح سره سم فعالیت وکړي او د دغه روح منافي کارونو څخه ځان وساتي. د خپلې خوښې ترجیحات تعینول که څه هم د فرد په ګټه تمامیږي خو نظام ته خطر دی، د خپلې خوښې سره سم ځینې افراد نازول او نور نظر انداز کول نظام د تباهۍ سره مخ کوي، د خپلې خوښې سره سم او د خپل عقل په رڼا کې ښه او بد اعلانول، او د افرادو حقوق او مسئولیتونه ټاکل هم د نظام جرړې له منځه وړي.

    که څوک خپله خوښه پر نظام تحمیلوي، دا به داسې وي لکه په قالینه کې یو نفر په خپله خوښه او د قالینې د نقشې په خلاف ځینې تارونه د نورو پر سر یا هم ترې لاندې تېر کړي، د خپلې خوښې رنګ زیات او نور رنګونه پرې کم کړي، نو لازمه ده چې په پاي کې داسې یوه قالینه جوړه شي چې نه یې رنګ د کار وي او نه هم عمر ولري.

توریالی سهیم 01.08.2013 10:19

ډاکتر صاحب د نظامونو په باره کې لیکلي دي چې: په اسانه ژبه د دې مثال دا دی چې یو څوک یوه قالینه اوبدي، نو مختلف رنګه تارونه په داسې توګه د یو بل لاندې او پورته تیروي چې له یو اړخه تارونه یو بل سره حمایه کړي او قالینه ښه کلکه او قوي شي او له بله اړخه یو ښایسته شکل او نقشه يا تصوير رامنځ ته شي، د همدغه کلکوالي او ډیزاین په اساس بیا د قالینې نرخ په بازار کې تعینیږي او د قالیني شهرت زیاتیږي.<br /><br /> زه د ډاکتر صاحب نه سوال کوم چې په بازار کې کومه قالینه( نظام) ښه بازار لري؟ ته چې ورته اسلامي وایې هغه خو هیڅ مثال نه لري او که یې لري نو یا به د ایران حکومت وي چې خلک یې هره ورځ په بیړیو کې مري چې ځانونه باسي او یا به د طالب حکومت یادوې چې سر تر پایه وحشت و. کمونیزم مثالونه لري ، سرمایه داري یې لري. خو د اسلامي نظام په مانا نه پوهېږم.

غلام رحمن 09.07.2013 16:44

بشیرخانه، اسلام دین دی حکومت نه دی. دا خو اوس دا خبرې راووتې چې د چوکۍ شوق زیات شو. کنه نو امام اعظم صاحب چېرته د چوکۍ شوق کړی و؟ په ټول قرآن کریم کې د حکومت کلمه چېرته ده؟ ټول تاریخ کې اسلامي دنیا کې سلاطین او پاچایان وو. کوم عالم ویلي دي چې پاچهي اسلام کې نشته؟ دا ټولې د اوسنو خبرې دی او د اوسنو چوکیو ته زړه کېږي. چوکۍ ته د رسېدو تر ټولو اسانه لاره دا ده چې خدای او قرآن ډېر یادوه!

بشیرخان 16.04.2013 10:19

زه د اسلامي نظام په معنی نه پوهېږم. منظور ورنه څه دی؟ اپه څوپنځوس اسلامي هېوادونو کې کوم یو اسلامي بللای شو؟ که اوس اسلامي نظام نشته نو پخوا کوم یو و؟ که دې خلفای راشدین دوره مو مطلب وي نو هغوی خو هر یو په بېله طریقه خلافت ته ورسېد او په هغه دوره کې د قدرت په سر جنګونه هم وشول. ( د حضرت علي ک او امیرمعاویه تر منځ په یوه جنګ کې اویا زره کسه ووژل شو.) زما په اند د اسلامي نظام خبره د اوسنو خلکو خبره ده. په قرآن کریم کې مې هم د حکومت کلمه نه ده لیدلې. خدای دې وکړي چې حاتم صاحب دې خبرو ته ځواب راکړي .زما په اند که دین او اجتماعي نظام سره بیل نه کړو، داسې تباهي به راشي لکه افغانستان کې چې طالبانو او مجاهدینو راوسته. بس په وړه خبره وژل او حلالول او خپل مخالف کافر ګڼل او ان د ماشوم قتل هم روا ګڼل. هغوی چې په قبایلو کې په وحشت کې اوسي او په وحشت سره قتلونه کوي، ځانونو ته اسلامي ډلې وایي. په سوریه کې یا عراق کې یا سومالیا کې هم انتحاري حملې او قتل عامونه همدا کسان کوی چې دین او سیاست سره یو ځای کوي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248