11zahidjalali

ښه ځواب

09.04.2013 16:50

امام محمد عبده د سياسي مبارزې تر څنګ د تربیې اړخ ته هم ډېره پاملرنه کوله. نن سبا ټول هغه یوازې د ویښوونکي شخصیت په نامه پېژني مګر، هغه د افرادو اصلاح ته د دولت د اصلاح په نسبت په اوچته کتل، چې له هدفه لرې لاړ نه شم، اصلا غوښتل مې د هغه دغه عمیق ځواب له تاسې سره شریک کړم:
امام محمد عبده د تفسیر په تدریس مشغول و، د {ما فرطنا في الكتاب من شيء} آیت یې تفسیرواه، یو سړی ورپاڅېد او ور څخه یې وپوښتل چې دا آیت وایي چې په قرآن کې د هر څه په هکله معلومات شته، نو تاسې راته ووایﺉ چې له یوې بوجۍ اوړو څو ډوډۍ پخېږی؟
امام محمد عبده له ناستو کسانو پوښتنه وکړه چې څوک بټيارۍ(نانوای) دی، یوه وویل زه یم. اما محمد عبده ترې پوښتنه وکړه چې له یوې بوجۍ اوړو څو ډوډۍ پخېږي، هغه ورته وویل چې دومره.
امام محمد عبده هم پوښتنه کوونکي ته همدا ځواب تکرار کړ، هغه ورته وویل چې ما خو له تا بوښټنه کړه. شیخ ورته وویل چې قرآن وایي (فسالو اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون) دا آیت هم ګوره، د دې په رڼا کې مې له هغه وپوښتل ځکه دا د هغه مسلک دی او قرآن موږ ته دغه لارښوونه کړې!

احمد 21.04.2013 09:49

ته غلط شوي يي داسلام متخصص زمونږ خوږ نبي و. هغه مونږ ته په سياست، اداره، اقتصاد ، قانون، فرهنگ أو اجتماعي برخه كي ده تخصص درسونه را كړيدي هيله ده چي دي نقطي ته متوجه شي .

توریالی سهیم 16.04.2013 08:25

ډېر ښه ځواب و. ډېره مننه چې د قرآن کریم د یو آیت شریف په ذریعه دې لوی درس راکړ. مونږ باید د کیمیا پوښتنه د کیمیا له عالمه وکړو، د طب پوښتنه له طبیبه پکار ده، د انجنیرۍ له انجنیره او د سیاست د سیاسي علومو له متخصصانو، نه له ملایانو. له ملایانو څخه باید د ملایي پوښتنې وکړو. مثلا د لمانځه، د اوداسه، د حج، د ذکات. خو متاسفانه ځینې ملایان دومره د چوکۍ او ډاټسن شوقیان شوي دی چې ټول ذکر او فکر یې په سیاست کې دی، یعنې په هغه علم کې چې دوی یې متخصصان نه دی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248