11zahidjalali

د امريکا بشردوستي!

05.05.2013 10:30

د امريکا بشردوستي!

زاهد جلالي

کله نا کله په فکر کې ډوب شم، هغه به څنګه لحظه وه چې د هېروشيما له آسمانه به اتومي بم راوروان و، خلک په خپلو کارونو بوخت وو، ماشوم به ښوونځي ته روان وو، نورو به لوبې کولې، استاد به درس ورکاوه، شاګرد به نوټ ليکه، دوکاندار به سودا پلورله، چا به ډوډۍ پخوله، څوک به آرام ويده وو او ټول به همداسې په خپلو کارونو بې فکره بوخت وو، دوى خبر نه وو چې څو دقيقو کې يې وطن ټوټې ټوټې کېږي.

دا به څنګه حالت وو چې هر څوک به په خپل کار مصروف وو او اتوم بم به د دوى له خاورې لوګي پورته کول او پرته له دې چې د جنګيالي او غير جنګيالي فرق په کې وشي، عام وژنه يې کوله. بوډا يې واژه، ماشوم يې واژه، ښځه يې وژله، محصل، ډاکټر، نانواى، استاد او نور ټول يې له يو سره وژل!

ډېره عجيبه صحنه راته ښکاري، او ستر تروريستي عمل! د دنيا په تاريخ کې به داسې حادثه کله هم نه وي شوي، دا کار هم د چنګېز له عاموژنې کم نه و، خو فرق يې دا و چې د چنګېز په وخت کې چا د تمدن خبرې نه کولې او اوس د بشري حقوقو غږ هر چا اورېدلى.

بيا د حيرانۍ وړ خبره دا ده چې له دې وروسته هم امريکا بشر دوسته او انسان پاله پېژندل کېږي!

کله چې د امريکا په دغه تروريستي عمل فکر کوم، د اسلام انسانپال او بشرپال قانون را په زړه شي. 

اسلام وايي چې په جګړه کې ماشوم مه وژنه، ښځه مه وژنه، بوډا مه وژنه او په ټوله کې غير جنګيالى که ځوان هم و، مه يې وژنه، آن ونه هم مه پرې کوه! يوازې او يوازې فتنه ورکوه او د فتنې عاملين ووژنه.

د اسلام هغه وخت کې د جنګ قوانين وضع کړي وو چې نړيوال قانون د
jus ad bellum jus in bello په نامه هېڅ نه پېژندل، هغه وخت کې نړيوال بشري قانون IHL لا نه و چې اسلام داسې بشر پال قوانين وضع کړل.

اسلام رښتيا هم ډېر بشري دين دى او رښتيا هم اسلام د بشر له طبيعت سره برابر قوانين وضع کړي.

 

 

shafiq 11.05.2013 15:57

لطفا وروره بې دليله خبره مه کوه تاچرته طالب وليدى چي يو بېګناه کس دي يې وژلۍ وي اوبيادي پرې فخرکوي طالب ددې خاوري دبچي په حيث هيڅکله داسي بيځايه کارنه کوي بي دليله اوبې ځايه تبليغات دپښتون دشان سره نه ښايي ........مننه

سهارګل سهار 11.05.2013 05:21

امریکا په تېرو لسو کلونو کې په سلګونو پښتانه ماشومان وژلي دي. دغه ظلم یې هم کافي دی چې په بده سترګه ورته ونه ګورو او نفرت ورڅخه وکړو خو که یې له طالب سره مقایسه کړې ، بیا نو باید ووایو چې تر طالب خو شاید هر څوک بشردوسته او خدا ترسه وي. طالبان په لارو کې ماینونه خښوي او په عامو غونډو کې او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې انتحاري حملې کوي او فخر هم ورباندې کوي. امریکا خو چې هر ځل یې ماشومان یا نور ملکیان وژلي دي نو یا یې انکار کړی دی او یا یې ویلي دي چې بخښنه غواړو خو طالب کابو هر ځل ورباندې فخر کړی دی. زما په اند د اسلامي نړۍ او اسلامي ملتونو تر ټولو لوی دښمن طالب دی چې هم مسلمانان او په تېره بیا پښتانه وژني، هم یې له تعلیمه راګرځوي او یې په بېوزلۍ او دربه درۍ کې ساتي. د امریکا بلا هم د دې بلا له لاسه په موږ نازله شوې ده . دعا وکړئ چې دپښتانه او مسلمان د سر، مال ، ناموس او عزت د ساتلو لپاره دې عالم اسلام له دغو خیرن مخو، خیرن ږیرو او خیرن څټو وژغوري. آمین

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248