11zahidjalali

بې وفا انسانان

07.05.2013 09:35

داسې انسانان هم شته چې په دې نړۍ کې هېچا ته وفادار نه دي. داسې فکر کوي چې له هر چا چې استفاده کېږي، د استفادې تر وخته دې ورسره د اخلاص اظهار کوي، خو چې کله له استفادې ووت، له مستعمل تشناب کاغذ ورته په ډېر څه نه ګوري.

داسې خلک ګومان کوي چې په ژوند کې دې له هر چا سره چل کوي خو هغوى دې نه پوهېږي، خو حقيقت داسې نه دى. انسان به يو وار د چا په چل پوه نه شي خو په دويم او درېيم وار يې جذر ته ښکته کېږي.
دا ډول رويه چې دوى يې (ډپلوماسي) بولي، په انساني ژوند کې ډېر ناکام دى. ځکه انسان لږ تر لږه د انسانيت له مخې عاطفې ته ضرورت لري او عاطفه په چل نه رامنځ ته ګېږي،. دوى ته د انسانيت په مفهوم د انسان کلمه بايد ذکر نه شي، ځکه دوى اصلا انسانان نه دي! ځکه دوى کې وفا نه شته او وفا د ژوند خوند بلل کېږي!

ميامحمدبشريار 14.05.2013 02:40

ټوپک اوقلم

داڅولسيزی کيږی چی په افغانستان کې دټوپک اوقلم جګړه ده قلم په دومره زور برکت او کرامت سره ونشو کولی چی دټوپک ميل مات کړی ټوپک هره ورځ دقلم ملا ماته کړی وی دقلم سرئی غوڅ کړی وی اودقلم ژبه ئی پری کړی وی داد قلم دخاوندانو بی همتی بی غيرتی اوبی تفاوتی ديوبل په مقابل کی ده٠
بيګناه ژورنالستان ددواړو خواو څخه په شهادت ورسيده تراوسه ئی قاتل ندی معلوم داطلاعاتو اوکلتور وزارت دژورنالستانو اتحادي رياست مربوطه راډيو اوټلويژون ټول پټه خوله دی ځوان ژورنالستان دغريب بچيان دخپل مسلک قربانی شوه چاه ننګ پری ونکړوچی قاتل ئی په قتل ورسوی قصاص په قصاص روادی ٠
ژورنالستان دټولنی خدمتګاران دی يواځی قلم لری ټوپک نلری ټوپکمار لوټماراوجګړه مار ندی قاتلين اوډاکوان ندی سپين سپيڅلی خلک دی هره ورځ انجنران ډاکتران معلمان اوقومی وطندوست مشران يودبل پسی شهيدان کيږی داددښمن پلان دی په افغانستان کې دسر سړی نه پريږدی غواړی چی افغانستان بيا دوحشت اودهشت کورشی دپرديو جاسوسانو دغوبل کورشی پدی خاطر دملی اردو اوملی پوليسوځوان منصبداران اواتل سربازان په لارو کی دموټروڅخه راکوز وی اويائی دشپی له کوره وباسی اوپه شهادت ئی رسوی دهغی سيمی ولسوال اوامنيتی قواوی احساس دمسؤليت نکوی اونه څوک شته چی پوښتنه تری وکړی چی ولی ستادمسؤليت په ساحه کی امن نشته دی ؟ستاوظيفه دامن راوړل دی٠ ايا تاسو ددښمن سره پټه رابطه لری ډاريږی شايستګی نلری اوکه کوم بل علت دی لطفا داموضوع بايد روښانه کړی؟ دپوښتنی څوک نشته مرکزيت ضعيف اوفاسد دی جهالت زوردی اوجاهلان دحکومت په مهمو اولوړوڅوکيو کار کوی مجيب الرحمن لحاظ ژورنالست ديوقلم خاوند دپايتخت دزړه دزړو مکرويانو څخه تښتول کيږی داچاه تښتولی دی؟ اوددی پيښی زمينه چاه مساعده کړيده ؟ چاه پخپله وظيفه کی غفلت کړيدی؟
شريفو افغانو دخپلو امنيتی قواوسره همکارشی اودامن په راوستلوکی کوشش وکړی داوطن دټولو ګډ کوردی ٠
ژورنالستان اودقلم خاوندان بايد قلم وچلوی اووطن ددی بد حالت څخه وباسی غله ډاکوان رشوتخواره اختطاف کونکي پردی جاسوسان اوقاچاقبر افشاه کړی وئی غندی مه ډاريږی دهرخاين نوم واخلی په لفافوکی خبری پريږدی څومره چی داناورين اوبد حالت اوږدشی هغومره به دافغانو بيخ وباسی ٠
امنيتی قواوی دامسؤليت لری چی دخپلو خلکو اوخپل وطن امنيت ونيسی نوردی بهانی نکوی اودروغ دی نه وائی ٠
دافغانستان شريف خلک داوظيفه لری چی نور دټوپکمارو عمر لنډکړی ٠
په درنښت ميامحمد بشريار

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248