11zahidjalali

د مخبت صاحب يوه خاطره

11.05.2013 17:28

مخبت صاحب ته دې خالق پاچا جنتونه ورکړي يوه ورځ يې راته عجيبه خاطره وويله. ويل يې:
د جهاد وختونه وو، زه هم ځوان وم، له في ظلال القرآن سره مې ډېره مينه وه، خو د اخيستلو پيسې يې راسره نه وې. يوه ورځ يو چا اووه زره روپۍ راکړې، چې پيسې مې تر لاسه کړې، په منډه د قصه خوانۍ لور ته لاړم او دغه تفسير مې واونيو. کله چې حويلۍ ته راتلم، د لارې کرايه هم راسره نه وه او د مصارفو له پاره ټولې پيسې ختمې شوې، خو دا مې په ياد هم نه وو، په پښو تر ورسک پورې راغلم!
مخبت صاحب سره تر وفاته دغه تفسير و او په ډېر خوند به يې وايه، رحمه الله

توریالی وردگ 13.07.2013 07:16

حز ب الله او جلالي صاحب ، موږ دې ته تیار یو چې د اسلام په نوم خپله وینه یا د بل انسان وینه وبهوو خو نه په اسلام ځان پوهوو او په اسلام باندې پوهه راته اهمیت لري. د خپل عیب بیانول اسانه نه وي مګر حقیقت خو همدا دی. د سید قطب په مینه به شاید په ز رګونو پښتانه وژل شوي وي خو د ده تر ټولو مهم اثر لا په پښتو کې نشته. د تعجب خبره ده. کله کله مې زړه راته وایي چې موږ اسلام هسې د خپلو عقدو لپاره یو نقاب ګرځولی دی. طالبان هره ورځ بې شمېره قتلونه کوي او اکثره وخت اعتراف هم ورباندې کوي خو بس همدا خبره یی ټینګه کړې ده چې مونږ د خدای د رضا لپاره مبارزه کوو. ایا د خدای رضا په دې کې ده چې افغانستان ړنګ شي. د افغانستان عسکر او پولیس او مامور او ان ماشومان ووژل شي؟

عبدالظاهر 17.05.2013 10:41

هغ مخبت چې د تنظیم محصلین مشر و که بل دۍ ؟

حزب الله 12.05.2013 12:17

جلالی صیب آیا دغه تفسیر پښتو ته ژباړل شوی دی ؟!

د بلاګر ځواب:

څومره چې زه خبر يم، لا نه دى ژباړل شوى.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248