11zahidjalali

د امريکې ډالۍ

11.05.2013 16:37

دوستانو! راځي له احتياطه يو قدم مخکې کېدو. دغه انځورونه چې وينۍ، د امريکايي دېموکراسۍ يوه ډالۍ ده.

امريکا په افغانستان کې ډېر قوي يورانيوم استعمال کړي، د قانوني يورانيمو څو زره چنده قوي يورانيم يې په افغانستان کې استعمال کړي او دا يې پايله ده، نه پوهېږم دا لړۍ به تر کومه همداسې روانه وي.

له امريکې ګيله نه ده په کار، ځکه له دښمنه احمق سړى د خير تمه کوي، خو د خندا او ژړا او خپګان وړ هغه کسان دي چې د خپل وطن په مقابل کې ولاړ دي او لا هم امريکايي اشغال ته د الهي رحمت په سترګه ګوري.

ځينې خو بيخي نه غواړي د امريکې دغه وحشي او قاتله څېره ښکاره شي، نو هره خبره او هر قتل په طالبانو پسې تړي. زه له طالبانو سپين چرګ جوړول نه غواړم، کېداى شي د هغوى په جامه کې ډېرو خلکو قتونه کړي وي، کېداى شي طالبان هم ملامته وي، مګر دا راته ووايئ چې دغه يورانيم چا استعمال کړى؟ طالبانو؟ ټول پوهېږي چې هغوى سره په لاس کې دغه مواد نه شته.

کله چې د دغو يورانيمو خطرکانې اغېزې ګورو، نو امريکې هغه بمونه چې آن پنځلس ټنه وو او په خوارو افغانانو يې ورول، رانه هېر شي، ځکه د دې سلاح کار، عاموژنه او نسل وژنه ده، رب دې ورته جزا ورکړي او د افغانانو د ويښتابه په هيله.

دا تصويرونه وګورئ او امريکايي وحشت او انسان دښمني درک کړئ:

سیف الله 28.03.2014 10:56

امریکا ضد د بشریت او ضد د انسانیت.

شفيق 23.05.2013 03:11

امريکايانو داغداري يوازي په افغانستان کي نه بلکي په عراق او نوره اسلامي نړۍ کي هم په زياته پيمانه کړې ده او داخپله توره څېره يې ټوله نړۍ ته بربنډه کړې ده . که چيري داکار له طالبانو اوياحزب اسلامي څخه پيښ سوۍ واى نوخداى (ج) خبر چي بيا به په فيسبوک او نورو ويبپاڼو څه په زرهاوو طالب ضد ليکني سوي واى .
عقل مندان دي خپله قياس وکړي چي دامريکا پرضد يې ولي ايمان بايللۍ دى اوچوپه خوله ناست دي .خوکله چي دطالب پر ضد ليکنه شروع کي .نويې هيڅ زړه نه په مړيږي ،اوهرڅه چي پرخوله ورځي همغه وايي .هغه که درواغ اوکه ريشتيا وي ..................

سید غلام بادشاه 21.05.2013 06:07

ټولو ته سلامونه او نیکی هیلی،
دا واضحه خبره ده کله چی په افغانستان د نیټو او پاکستان لخوا یرغل کیدا، د پاکستان په دولتی تلویزیونی چینل ptv کی د څو دقیقو لپاره په دواړو ژبو پښتو او دری دا معلومات ورکول کیدل چی په افغانستان یرغل کیژی او کیدای شی اتومی اسلحی استعمال شی نو د بعضی صحی تدابیرو لارښودنه به یی کوله. په صوبه پښتونخوا کی د چرات غرونه چی شمشتو نصرت مینی ته نژدی موقعیت لری د حکومت فوجی تاسیسات و چی لدی سیمی ځخه یی په غوری ابدالی او شاهین میزایلو توره بوړه او نوری سیمی ویشتلی، ددی د غړمبهار زه شاهدیم ، نو ددی بدبختی لپاره ( ټلوالی پاکستان او تیټو یو ځای ملاتړلی وه اوس یی دی ځواب ووایی).

Hazbullah. 18.05.2013 12:29

are writing something we should provide a strong proof. Because in the current scientific century anyone can write anything. But people need strong proof.
Anyone can download different videos and pictures from different websites.

د بلاګر ځواب:

قوي دليل څه ته وايي وروره؟ خپله امريکايانو په دې اعتراف کړى او نړيوال بشري تنظيمونه دا تاييدوي. وروره په افغانستان امريکا پنځلس تڼه بمونه غورځولي او دا ثابته خبره ده.
دا عکسونه محمد داوود ميرکي صاحب خپله اخيستي دي، هغه د دې په هکله کتاب هم ليکلى دى.
مشکل دا دى چې که چېرته کوم نا معلوم سړى څوک ووژني، ټول يې په طالب تپي، مګر د امريکا په جرمونو کې خبره د قوي ثبوت شي، دا کوم عقل او منطق دى!

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248