11zahidjalali

قرآني سيکالوجي

22.05.2013 14:54

قرآني سيکالوجي
که چېرته کوم انسان په ډېر خبيث او لا علاجه ناروغۍ اخته شي، د نړۍ ستر سيکالوجېست ته به ډېره مشکله وي چې هغه ته صبر ورکړاى شي، خو قرآني سيکالوجي کاملا مختلفه ده، قرآني سيکالوجي دغسې ناروغ ته صبر څه چې قناعت ورکولاى شي!
اسلام انسان ته وايي چې رب دې وي، هېڅ کله به ضرر در ونه رسوي او هر څه چې موږ ترې تښتو، هم زموږ خير په کې دى، ځکه چې له ستر ربه د غلط کار هېڅ تصور هم نه کېږي.
که انسان په سرطان اخته کېږي، قرآن يې پرې قانع کوي، ځکه چې د ګناه د رژېدو او د آخرت د خوښ ژوند وعدې ورسره کوي، نو ناروغ مايوسۍ ته قطعا نه پرېږدي، همدا ده چې مرحوم فاني په داسې وخت کې چې په ډېر خبيث مرض اخته و، وايي:
مگو تلخ است جام آخرين زندگى فانى
زساقى بوسه ى بستان و آن تلخى گوارا کن

صابر خاکیوال 29.05.2013 13:48

د قرآنی سایکالوژي په اړه لیکنه مې خوښه شوه. واقعا چې قرآن کریم د مومن د زړه ټکور دی او د ذهن د سکون باعث ګرخي. خو کله چې دا طالبان ګورم چې ځانونه د قرآن پیروان ګڼي او قتلونه کوي ډېر حیران شم چې د قرآن او دهغو خلکو تر منځ څومره توپیر دی چې د پیروی دعوه یې لري. زما په نظر اسلامي ویپاڼې او ویبلاګونه باید د دې منحوسې ډلې کفري او غیراخلاقي اعمال وغندي او له اسلام ورڅخه بېل معرفي کړي. که داسې نه کوو نو د قرآن کریم او اسلام په باره کې ټول مثبت تبلیغات مو اوبه وړي. په درنښت

ډ.حميدالله زړه ور صاپي 24.05.2013 00:40

سلام علیکم زاهد ورور اونورولوستونکوته،
داصحيح ده چه توکل صبر اوقناعت دډيرو جسمي او اروايې امراضو علاج دي خو
زه بيادې ايت مبروک ته فکر کوم چه فرمايي :
ویسئلؤنک عن الروح،قل الروح من امرربي ومااؤتيتم من العلم الا قليلا٠

صدق الله العظيم.

ستاسوورور ډکټور حميدالله زړه ور سافي /بلجيم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248