11zahidjalali

د فکر اړتيا

29.07.2013 11:55

د فکر اړتيا

زاهد جلالي

د انسان ماغزه د انسان د بدن دوه فيصده تشکيلوي. خو يو لاس يې د ماغزو دوه چنده آن تر دې هم ډېر ستر دى، خو آيا د دواړو وظيفه يو شان ده؟ نه هېڅکله نه، که د يو انسان مکمل يو لاس پرې شي، ژوند به يې له ستونزو سره مخ شي، خو که يې د ماغزو يوه څنډه پرې شي، آيا انسان به ژوند وکړاى شي؟ ممکن نه ده. دا د انسان د اعصابو ستر کار او اهميت دى، ځکه د انسان ژوند ورسره مختل کېږي. همدا ده چې د علم التشريح پوهان وايي چې د انسان ماغزه د ټول انسان د اکسيجن شل فيصده مصرفوي! ماغزه د انسان په بدن کې دوه فيصده دي خو مصرف يې شل فيصده دى!

دا د يوه فرد په ژوند کې، که همدا فارموله عامه کړو، خبره لا واضحېږي. موږ انسانان که تفکر ونه کړو او له خپلو اعصابو کار وانخلو د لېوني حيثيت به لرو چې له ژونده يې مرګ ښه دى. خو نن سبا موږ ګورو چې افغانان خصوصا او په ټوله کې مسلمانانو تفکر له لاسه ورکړى.

د مسلمانانو په ژوند کې مو له تفکره موخه دا تفکر نه دى چې څوک فکر وکړي چې څه وخوري؟ څه رنګه جامې واغوندي؟ له ملګري سره چېرته ملاقات وکړي؟ او.... د مسلمانانو په ژوند کې مو له تفکره موخه د خداى په خلقت کې تفکر دى، يعنې مسلمان بايد علمي تفکر وکړي چې علمي لاسته راوړنې ولري، څو په دنيا کې د يو رسيدلي او پوه قوم په نامه وپېژندل شي.

د اروپا په تاريخ کې لولو چې له پنځمې پېړۍ تر پنځلسمې پېړۍ پورې دوى د جهالت او ناپوهئ په عصر کې اوسېدل. هغه وخت کې اروپايانو له خپل خداى ورکړي اعصابو کار نه اخيست او فکر يې نه کاوه. د دوى په مقابل کې مسلمانانو ډېر علمي عقلونه لرل او بلا ډېر اکتشافات يې وکړل.

خو ګورو چې له پنځلسمې پېړۍ وروسته په اروپا کې علمي عقلونه وزېږېدل او اروپا يې تدريجا دومره پر مخ بوتله چې نن په دنيا کې څوک ورسره نه شي مقايسه کېداى او که نور خلک هم پوه شوي، د دوى له برکته دي.

په شپاړسمه پېړۍ کې په اروپا کې ګاليله پيدا شو چې د مروج تفکر له دايرې راووت او د فکر کولو لار يې رانېستله. ګاليله د فکر کولو په نتيجه کې د لمر په شاوخوا کې د مځکې د حرکت نظريه ورکړه او تلسکوب يې کشف کړ. له هغه وروسته د نيوټن په څېر پوهان راپيدا شول. د نيوټن او مڼې کيسه ډېره مشهوره ده. هغه مڼه چې د نيوټن پر سر وغورځېده، نيوټن ترې سرسري تېر نه شو، بلکې فکر يې په کې وکړ، په نتيجه کې يې د ځمکې د جادبيې (Gravity) نظريه ورکړه.

همداسې په اروپا کې د تفکر سلسه جاري شوه، همدا وه چې ډېر عجيب او غريب اکتشافات يې وکړل او نن موږ ګورو چې ټول خلک د دوى له دغو اکتشفاتو ګټه اخلي.

موږ بايد داسې فکر ونه لرو چې د مقابل کس له تفکره دې ګټه پورته کوو او خپله به د فکر په ځاى ډوډۍ خوړو. نه داسې نه ده. مسلمان بايد د دې له پاره ډوډۍ وخوري چې فکر وکړي او ژوندى پاتې شي. همدا تفکر دى چې خداى تعالى هم موږ ته پرې وار وار قرآن کې امر کوي، ځکه چې د خداى پېژندنې او په دنيا کې د سرلوړۍ او بري لار همدا فکر کول دي.

asalm 04.08.2013 05:42

جلالي صاحب کښلي دي: (د اروپا په تاريخ کې لولو چې له پنځمې پېړۍ تر پنځلسمې پېړۍ پورې دوى د جهالت او ناپوهئ په عصر کې اوسېدل. هغه وخت کې اروپايانو له خپل خداى ورکړي اعصابو کار نه اخيست او فکر يې نه کاوه)<br /><br />ډېر ښه، همداسې و چې وایې. خو دا هاغه زمانه وه چې اروپایانو باندې خپلو ملایانو( اهل کلیسا ) حکومت کاوه. او مونږ په ۲۱ پیړۍ کې نیت کړی دی چې د ملا استبداد راولو. نو راشه زموږ حال ته ؟ اروپایي ملایانو هماغسې وحشت کاوه او د فکر د ازادي مخالف و او د قتل او ترور په زور یې خپلې خبرې په زور پر خلکو منلې لکه اوس چې زما او ستا په کلیو کې طالبان دي. راځئ د خپلو وحشیانو په خلاف د خبرو کولو جرات هم پیدا کړو!

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
كاپي كول د ماخذ د يادولو او د ليكوال د نوم ليكلو په صورت جواز لري٠ اړيكه:zahid.jalaly@gmail.com او ګرځنده شميره:00923319046248